چې نيت صفا وي – منزل نږدې دى! | شهادت 

21st February, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

چې نيت صفا وي – منزل نږدې دى!

شهادت

2016-12-30

ولس له امنناک، کرارۍ او ډاډمن ژوند څخه د برخمن کېدا په اميد د دولت  او حزب اسلامي افغانستان ترمنځ د شوې توافقنامې د ژمنه شويو موادو د  تطبيق او ژر تر ژره پلي کېدو ته سخت منتظر او سترگې په لار دى.

په دې کې شک نشته چې د سولې د دې اميد بخښونکي او د افغان مومن ولس د زړونو او  ارمانونو ترجمان هوکړه ليک د مادو د عملي کېدا ځنډ – د افغانانو د خوښۍ او هيلو هغه جذبات او ولولې چې هممهال د ياد ابتکاري او تاريخي سند د لاسليک پر مهال او تر هغې راوروسته يې د غونډو او خوښۍ د پروگرامونو په ترڅ کې څرگندې کړي  او څرگندوي يې – مړاوې او متاثره کيږي – خو د هغه يو متل په مصداق چې : ((نيت صفا منزل آسان))

رښتيا هم چې نيت پاک او صفا وي نو منزل نږدې او قريب دى.

حزب  اسلامي افغانستان په نهايت خلوص او پرته له کوم شخصي امتياز او لالچ د سولې پروسه خپله کړې او د دې افغانستان شموله سياسي او جهادي گوند مدبر، په اسلام  او ولس مين دروند رهبر انجنير حکمتيار په پاک او سپېڅلي نيت د هېواد او ولس د روڼ او ډاډه سباوون په هوډ د افغانستان د  اسلامي جمهوريت له ولسمشر اشرف غني سره د بين الافغاني مذاکراتو او خپلمنځي تفاهم په مټ د سولې سند لاسليک کړى دى – نو همدا وجه ده چې افغانان يې د ژر تر ژره او په بشپړ ډول عملي کېدا لپاره شېبې شميري.

د ولسي جرگې او مشرانو جرگې رئيسانو او غړو هم په وار وار له حکومت د دغه تاريخ جوړونکي او ارزښتمن سند د ژر تر ژره عملي کېدا غوښتنه کړې ده.

که څه هم چې تېره ورځ د حزب اسلامي افغانستان يو تن وياند ويلي :

((هغسې چې د خلکو او په هېواد کې د روان وضعيت غوښتنه ده – د ياد سند د عملي کېدو چارې په هاغسې بېړه او چټکۍ پرمخ نه دي تللي او د ملي يووالي له حکومت په ځانگړې توگه له ولسمشر اشرف غني څخه يې هيله ښودلې چې په دې برخه کې د کوم احتمالي خنډ او ځنډ په وړاندې که شتون ولري – په اړه هم جدي اقدامات او هلې ځلې وکړي ترڅو په هېواد کې د ولس هيلې او غوښتنې پر ځاى او د غوره برخليک ټاکلو زمينه برابره شي. خو د دې ترڅنگ په هغې اجرايي کمېټه کې چې د سولې د سند د موادو د عملي کولو لپاره ټاکل شوې د حکومت استازي او د دغې کميټې مشر، په کميټه کې د سولې د  عالي شورا استازو او غړو ډاډ ورکړى چې د  دولت او حزب اسلامي ترمنځ د هوکړه ليک د موادو د عملي کېدا چارې په چټکۍ سره روانې دي او هيله يې ښودلې چې ډېر ژر به ان شاء الله ياد سند د بشپړ عملي کېدا او تطبيق جامه په تن کړي. د دې هوکړه ليک د بشپړ عملي کېدا په اړه نږدې يوه مياشت وړاندې معتبرو او ذيدخلو سرچينو هم ويلي وو چې پاخه او بشپړ کاري اقدامات يو څه وخت ته اړتيا لري.

دا پروسه په اخلاص، ښه نيت او پاک ضمير پېل شوې، او ښکاره ده چې اخلاص او صفا نيت منزل ته د رسېدا مزل رالنډوي – غرضي او مرضي لاسوهنې يې مخه نشي ډب کولې.



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2017