له دولت سره د حزب اسلامي د سولې هوکړه ليک او په حکومت د خلکو د باور لړۍ! | شهادت 

22nd May, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

له دولت سره د حزب اسلامي د سولې هوکړه ليک او په حکومت د خلکو د باور لړۍ!

شهادت

2017-01-02

په افغانستان باندې د پخواني شوروي  اتحاد د مرغومي د شپږمې نېټې په اړه د حزب اسلامي افغانستان له ولولو او جهادي جذباتو ډکو غندن غونډو د يرغلگرو په وړاندې د افغانستان د مومن او غيرتي ولس د جهادي مقاومت او د افغان مېړنيو او کفري صف ماتوونکو مجاهدينو د فاتحانه جهاد او تاريخي کارنامو ياد له تېرو کلونو څخه په زيات توپير تازه اويادگاري کړ!!

که څه هم چې د تېرو پنځلس شپاړس کلونو په اوږدو کې هم د روسي ځواکونو د يرغل او تاړاک ورځ چې د مرغومي يا د جدي مياشتې له (٦مې) سره به يې سمون درلود – غندله او تقبيح کېدله – خو دا ځل او سږ کال چې په کور دننه او بهر په ننگرهار، لغمان، کابل، خوست، د هجرت په ديار نصرت مېنه او د اروپايي هېواد د حزب اسلامي په نمايندگيو کې د ولولو او احساساتو د ډکو غونډو په ترڅ کې وغندل شوه – سارى يې نه ليدل کېږي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

د هېواد په کور دننه د سياسي ډگر په افق کې د حزب اسلامي افغانستان څرک وهلو نه يوازې د دايمي سولې  او روڼ سباوون په اړه د افغانانو مړاوې هيلې تاندې او ځوانې کړې دي – بلکې د خپلمنځي تفاهم او سوچه بين الافغاني مذاکراتو په نتيجه کې له دولت سره د حزب اسلامي افغانستان د سولې کامياب او  تاريخي هوکړه ليک د اسلامي جمهوريت (د ملي يووالي) په حکومت باندې د ولس او مخالفو ډلو د باور او اعتماد فضاء رامنځته کړې ده چې دا په هېواد کې د يوې دايمي سولې، امنيت او تپل شوې جگړې ته د پاى د ټکي اېښودو ښه او زرين چانس او فرصت حسابيږي.

د ملي يووالي له حکومت سره د حزب اسلامي افغانستان د سولې  هوکړه ليک – په حکومت باندې د مخالفو سياسي او وسله والو ډلو اعتماد او باور يقيني کړى او ډېرى مخالفينو د حزب  اسلامي د ابتکاري مشال (د سولې د هوکړه ليک) په رڼا کې له حکومت سره د روغې جوړې او مذاکراتو د په لاره اچولو  ته چمتووالى وښود. يو شمېر په سوله مين طالب ډلو خو لا له وړاندې په هېواد کې د سولې او امنيت د رامنځته کېدا په موخه د حزب اسلامي د ابتکاري عمل ټينگ ملاتړ کړى او د دې روڼې لارې د خپلولو هوډ يې څرگند کړى – د پاتې نورو ډلو په اړه هم د دوى او د حکومت ترمنځ د ځينوپټو او ښکاره خبرو او غونډو رپوټونه خپاره شوي دي. ان چې دجمعيت ډلې يو تن جنگسالار او زورواک د بلخ سرپرست والي هم د حزب اسلامي د برم له ويرې په وار وار د ارگ چکرې ووهلې!!

له دولت سره د حزب اسلامي افغانستان د سولې هوکړه ليک په ولس کې يو نوى روح پوک وهلى، ولولې او احساسات يې دومره توپاني شوي چې د هېواد په گوټ گوټ کې د هرې جوړېدونکې غونډې او لاريون اجندا – له حکومت نه د حزب  اسلامي افغانستان او دولت ترمنځ د شوي هوکړه ليک د موادو د ژر تر ژره عملي کولو غوښتنه تشکيلوي. په کابل  او د هېواد په بل هر ولايت کې د حزب اسلامي افغانستان د مدبر، مبتکر په سوله او ولس مين او زړه سوانده رهبر ځلېدا او راڅرگندېدا ته سترگې په لار دي. حزب اسلامي افغانستان د خپل ځيرک او لر ليدونکي لارښود په هدايت د يوې داسې لارې بنسټ کېښود چې هيڅوک نشي کولى پرته د دې لارې له خپلولو منزل مقصود ته ورسيږي او دې رڼې لارې په حکومت د خلکو باور او اعتماد هم خپل کړى دى.



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd May, 2017