نوى ميلادي کال د بريا او اميدونو په هنداره کې! | شهادت 

20th January, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

نوى ميلادي کال د بريا او اميدونو په هنداره کې!

شهادت

2017-01-05

له دې واقعيته انکار نشي کېدى ٢٠١٦ ميلادي کال چې تېره ورځ (شنبه) يې د ځوانۍ پاڼه ژېړه او د تېر تاريخ برخه وگرځېد – د افغان مسلمان او زورېدلي ولس لپاره له خونړيو، دردوونکو او بوږنوونکو پېښو ډک کال و.

د پرديو اشغال، د تپل شوې جگړې دواړو لورو ته افغان وژنې، تښتونې، د معصومو ماشومانو او مسافرو په يرغمل نيونې، د په زرگونو کورنيو د جگړو او ناامنيو له کبله بېځايه کېدنې او د زورواکانو خرمستۍ او خپلسرۍ هغه څه وو چې د افغان ولس ژوند يې په خپل هېواد او ټاټوبي کې تريخ، بې خونده او تنگ کړى و، خو د دې ټولو ناخوالو او د نه زغملو وړ ستونزو د گاللو په بدل کې د اميد بخښونکي سباوون هغه څرک او لاسته راوړنه چې افغان مومن ولس او حکومت په دغه له کړاوونو ډک کال کې درلوده د حزب  اسلامي افغانستان او دولت ترمنځ د سولې د ابتکاري او تاريخي سند د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ لاسليک کېدل او په عمل کې راتلل وو. د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت هم تېره ورځ د ٢٠١٦ ميلادي کال پېښو او ناخوالو ته د اشارې په مهال اعتراف وکړ، د ولسمشرۍ د ماڼۍ مرستيال وياند وويل، هغه د پام وړ لاسته راوړنه او پرمختگ چې په ياد کال کې افغان دولت درلود – هغه پرته د پرديو له وصايت او وساطت څخه د سوچه بين الافغاني مذاکراتو په نتيجه کې له حزب اسلامي افغانستان سره د سولې د اميد بخښونکي سند لاسليک کېدل وو. نوموړي وياند د همدغه سند د عملي کېدا په رڼا کې هيله څرگنده کړه چې ٢٠١٧ ميلادي کال به د افغان ولس او دولت دواړو لپاره د برياوو، خوښيو اقتصادي ودې او پرمختگونو کال وي – ان شاء الله.

تر څو په هېواد کې تپل شوې جگړه درېدلې نه وي، د سولې کرارۍ او د امنيت تامينېدل يقيني شوي نه وي، برياوې او پرمختگونه هسې د خوب ليدل دي، او دا هر څه هغه مهال د شوني کېدا مزل او لاره رالنډولى شي چې بهرني ځواکونه له هېواده ووځي، جگړې ته د پاى ټکى کېښودل شي، د دولت مخالفې ډلې د حزب اسلامي افغانستان د سولې ابتکاري پروسه خپله، د خپلمنځي تفاهم او بين الافغاني مذاکراتو او له سوله ييزې لارې مقصد ته د رسېدا پړاو ته داخل شي.

د ولسي جرگې يو شمېر  غړو هم ويلي، ترڅو چې بهرني ځواکونه شتون او جگړه دوام لري دواړو خواو ته به يوازې افغانان وژل کيږي، هېواد به ويجاړيږي افغانۍ کورنۍ به همداسې د ناامنيو، ناخوالو او غم په ټغر ناستې وي – اقتصادي وده او پرمختگونه به همداسې د خواب، خيال  او محال تصور او سراب وي.

 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th January, 2017