د هجرت له ديار سره د شهادت ورځپاڼې | شهادت 

24th June, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د هجرت له ديار سره د شهادت ورځپاڼې

شهادت

2017-01-08

د حالاتو او سوله ييزو هڅو له خاپه داسې بريښي چې په پلازمېنه او هېواد کې دننه د شهادت ورځپاڼې رسنيز فعاليت ته زمينه برابره شوې ده – همدا لامل دى چې هېواد دننه ته د دې جهادي، علمي او فکري اخبار د لېږد هوډ شوى دى.

شهادت ورځپاڼې لکه څنگه يې چې د هجرت په ديار کې د افغانستان د اسلامي نهضت په استازيتوب د افغان مومن ولس او اسلامي امت د آزادي بخښونکو  عقايدو او افکارو ترجماني کړې ده او د اسلامي ادب، تهذيب او کلتور خوندي ساتنه يې خپل رسنيز رسالت بللى – ان شاء الله د هېواد په دننه کې به هم خپل دغه رسالت ته تر پخوا لا زيات او په احسنه طريقه ادامه ورکاندي – په پوره زړه ورتيا او شجاعت به د خپل ولس د ارمانونو ترجماني کوي. د افغان دولت او  حزب اسلامي افغانستان ترمنځ د سولې د هوکړه ليک لاسليک کېدا پخپله د دې واقعيت او شونتيا ښکارندويي کوي چې د هېواد په داخل کې په بشپړه توگه د حزب اسلامي افغانستان سياسي فعاليتونو قانوني بڼه خپله کړې ده – د دې حزب او د دې حزب د مشرتابه او مشرتابه پلاوي ځلېدا او څرگندېدا د هېواد د پلازمېنې په گډون په هر ولايت او ځاى کې د هيچا او هيڅ بل کوم هېواد

اجازې او ويزې ته اړتيا نلري- افغانستان د افغانانو خپل کور  او هېواد دى خپل کور ته د ننوتو او په خپل هېواد کې د څرگندېدا او سياسي فعاليت ترسره کولو ته نه يوازې حزب اسلامي بلکې يو افغان هم د بل کوم هېواد ان چې د نړيوال سازمان ويزې او اجازې ته هيڅ احتياج نلري او نه يې څوک منع کولى شي.

د حزب اسلامي افغانستان يو تن وياند هم هېواد کې د حزب  اسلامي افغانستان د محبوب مشر د څرگندېدا په باب رسنيو ته ويلي چې دا پروسه د حکومت او حزب اسلامي  ترمنځ ده د بل کوم هېواد او مرجع له قضاوت او  اجازې سره هيڅ تړاو نلري، دا د افغانانو خپلمنځي مسئله ده په ځانگړې توگه د حزب او حکومت ترمنځ – بل څوک په دې کې د څه ويلو او مداخلې حق نلري.

"چې زه او ته راضي يو – قاضي او حاکم ته حاجت نشته"

نو لکه څنگه چې د افغانستان اسلامي نهضت (حزب اسلامي افغانستان) په هېواد کې دننه د خپل مسلمان او مجاهد ولس د سولې، امنيت او رفاء په موخه د خپلو سياسي، ملي او اصالتي فعاليتونو هوډ کړى دى – چې د شهادت ورځپاڼې د رسنيز رسالت د سرته رسولو لپاره هم د هېواد د داخلي مطبوعاتي افق نه خپرېدل ډېر اړين دى، ځکه نو ياده درنه او وزينه ورځپاڼه د هجرت له ديار سره وداع او خداى پاماني کوي او د دې خواږه او په اسلامي مبارزو مالا مال ډک ديار يادونه به تل په خپله اصالتي، رسالتي او رسنيزه لمن کې خوندي او تازه ساتي. ژمن او وفادار کارکوونکي يې همېشه سرلوړي او له ظاهري او معنوي خوښيو برخمن اوسه. په درنښت

د ورځپاڼې مينه والو  ته ډاډ ورکول کيږي چې د هېواد په دننه کې به له خپرېدو وروسته سمدستي په پرلپسې توگه د هجرت په ديار کې د درنو لوستونکو د  مطالعې او سترگو روښانېدا لپاره حاضره وي، د شهادت ورځپاڼې نماينده به په شمشتو نصرت مېنه کې حضور ولري.



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th June, 2017