حزب اسلامي دملي وحدت په حکومت کي نه د مشارکت پریکړه کړي ده او نه مطالبه | شهادت 

6th December, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

حزب اسلامي دملي وحدت په حکومت کي نه د مشارکت پریکړه کړي ده او نه مطالبه

شهادت

2017-04-07

 

حزب اسلامي د ملي وحدت حكومت كي نه د مشاركت پرېكړه كړې ده نه مطالبه

د حزب اسلامي او دولت تر منځ د صلحي معاهده په اقتدار كي د مشاركت لپاره نه بلكي له ورانوونكي جنگ او پراخو بې امنيو د هېواد او ولس ژغورلو په موخه لاسليك شوې. حزب په يوه ناكام حكومت كي تر شركت دې ته ترجيح وركوي چي له نورو لارو خپل مظلوم ولس ته خدمت وكړي، يوازي په هغه صورت كي به په حكومت كي له شركت سره توافق كوي چي دې مشاركت ته ځان اړ وويني، مشاركت ئې د هېواد په گټه وي، عزتمن او ځواكمن وي او وكولى شي له دې لاري د خپل هېواد او ولس په گټه؛ په اغېزمنه او مؤثره توگه كار وكړي. د مشاركت لپاره نه چا ته لمن غوړوي او نه عريضه كوي، په عزتمن او اغېزمن مشاركت غور كولى شي خو له سپكاوي ډك مشاركت هيڅكله نه مني، له چا سره په بدناميو كي نه شريك كېږي، د ملت په گټه نېك كار لپاره له هر چا سره ملگرتيا ته چمتو دئ، د مشاركت او عدم مشاركت وروستى تصميم به وضعيت او حالت ته په پام سره لومړى د حزب اسلامي په اړوند ادارو كي نيول كېږي او بيا د معاهدې مطابق په گډ اجرائي كميسيون كي. تر اوسه نه حزب اسلامي كومه پرېكړه كړې ده او نه په گډ اجرائي كميسيون كي لازم بحث پرې شوى. 
ځيني ښايي وارخطا وي چي د حزب اسلامي مشاركت به په حكومت كي د دوى سهم او برخه راكمه كړي، هغوى د ښاغلي جان كيري وېش مقدس او تغيير نه منونكى بولي، خو زموږ له نظره همدا وېش د دې حكومت د اكثرو ناخوالو، بدناميو، ناكاميو، د فساد په مخنيوي، د بې امنيو په مهارولو او د ستونزو په آوارولو كي د عدم توفيق او پاته راتلو اصلي او لوى عامل دئ. دا حكومت په خپل اوسني تركيب، د كرسيو كركجن وېش او له ناسمو سياسي او نظامي تگلارو سره نه وضعيت مهارولى شي، نه د ولس حمايت ترلاسه كولى شي او نه هم په راتلونكي كي د داسي اغېزمن كار طمع ترې كېدى شي چي ملت پرې قانع شي. 
چا چي د خپل پخواني ملگري؛ د مطالباتو په ځواب كي وويل: هيچا ته دا حق نه وركوو چي په دولت كي زموږ له برخي كوم څه بل چا ته وركړي!!! او په همدې سره د دواړو لوريو زړه ملگرتيا پاى ته ورسېده، حزب اسلامي به څنگه په داسي وضعيت كي له مشاركت سره توافق كوي؟!! دا كرسۍ دي هغو ته مباركه وي چي دوستي او دښمني ئې د كرسيو لپاره وي. ملت په وينو كي رغړي او دوى د سپېره اقتدار لپاره په نښتو او لانجو كي ښكېل!! همدا څېرې د معاهدې د تطبيق په وړاندي خنډونه راولاړوي، په دوو مياشتو كي د حزب اسلامي د ټولو اسيرانو نه آزادول، د مهاجرينو د 20 زره كورنيو د اسكان لپاره ټول لازم تسهيلات او شرائط نه برابرول، د امريكا او نورو تور لستونه نه حذفول، او د معاهدې د نورو بندونو د نه پلي كېدو عاملين او مانعين دوى دي. 
ملت ته ډاډ وركوو چي د خدمت لپاره راځو، نه د كرسيو ترلاسه كولو لپاره، پرون په سنگر كي ناستي ته ضرورت وو نو د حزب اسلامي غړي تر هر چا وړاندي وو او سينې ئې د كورنيو او بهرنيو دښمنانو د سرو مرميو په وړاندي سپر كړې وې، نن چي د مصالحې ضرورت احساس شوى او جنگ داسي بڼه غوره كړې چي په هغه كي يوازي افغانان وژل كېږي او د افغانانو كور او هېواد ورانېږي؛ نو حزب د سولي د ميدان مخكښ شو. دا په داسي حال كي چي اوس هم ځيني د همدې نامقدس جنگ او همدې بد وضعيت پر دوام ټينگار كوي، يوازي مخالفين نه بلكي په دولت كي ځواكمني كړۍ هم، هغه چي د خپل اقتدار دوام غواړي كه څه هم دا اقتدار هره ورځ د سلگونو مظلومو افغانانو د مرگ ژوبلي عامل دئ. موږ په داسي حالت كي او داسي حكومت كي له هغه چا سره له ملگرتيا عار لرو چي د ولس له تأييد او حمايت محروم او پر پرديو متكي وي، د چارو له سمبالولو عاجز، اكثر چارواكي ئې په فساد كي تر ستوني غرق، برخليك ئې د پرديو لاس كي او كرسۍ ئې هغوى وېشي، او په حكومت كي د صالح او اهل اشخاصو له تقرر سره مخالفت ئې خصلت او اسلوب وي. موږ د هغه چا نه مېلمه كېږو چي زموږ په ورتگ ئې تندى تريو شي، له هغه چا سره قطعاً په يوه لار نه درومو چي زموږ ملگرتيا ئې نه خوښېږي او له موږ وېرېږي. 
د معاهدې له لاسليك وروسته د حزب اسلامي گڼ شمېر غړي د دولت تر واك لاندي سيمو او لويو ښارونو كي؛ لكه كابل، پروان، كاپيسا، لغمان، كندهار، مزار، بغلان، كنر، ... تر بريدونو لاندي راغلي او شهيدان شوي، كه څه هم په ځينو مواردو كي سپېرو طالبانو په ډېري بې شرمۍ سره د ترور مسئوليت پر غاړه اخيستى، خو موږ او ټول هوښيار افغانان پوهېږو چي په دې ترورونو كي د كومو كورنيو او بهرنيو كړيو لاس دئ. هغه چي په سنگر كي مصون وو خو په لويو ښارونو كي تر بريدونو لاندي، فقط يوه توجيه لري: په دولت كي داسي بدمرغه او ځواكمني كړۍ شته چي د سولي مخالف دي او خپل رقيبان په دولتي يونيفورم، وسلې، مجوز، او له دولتي گاډو په استفادې په ډېري بې مروتۍ سره ترور كوي، جنايت دوى كوي او په وينو سره لاسونه د طالبانو په توري لمن پاكوي. همدا دوى دي چي طالبانو ته پوستې او ښارونه له مقاومت پرته تسليموي، وسلې او مهمات يا وړيا وركوي او يا ئې پلوري.
هغو مجاهدينو ته چي له امنيتي گواښونو سره مخامخ دي سپارښتنه كوم چي ښارونو ته له كوزېدا تر هغه ډډه وكړي چي د دوى د مصونيت او امنيت بشپړ امنيتي تدابير نه وي نيول شوي.



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

6th December, 2019