د اسلا مي تحریک راتلونکي تضمین | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د اسلا مي تحریک راتلونکي تضمین

شهادت

2017-04-12

بسم الله الرحمن الرحیم قال الله تعالي فی کتابه المجید: (مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا). صدق الله العظیم «دمؤمنانو څخه څه کسان داسي دي چي د الله تعالي سره کړي ژمنه یی په پوره ریښتونولئ سره تر سره کړي او څه داسي دي  چي هغوي ددي ژمني د پوره کولو انتظار باسي ….) پورتني آیت د هیواد د اسلامي تحریک یا حزب اسلامي افغانستان د لمړئ هستي  یا لمړني دولس کسیزي شورایی ډلي چي په ۱۳۴۸ کال کي یی ددي تحریک بنسټ د یوڅو محدودو کسانو تر منځ  دیوه بیعت  له لاری کیښوده په اړه  بلکل صداقت کوی . په دغه ډله کی  چي په  لمړیو کي  ۱۲ کسان شامل وو، یولس یی  ټول د (صدقوا ما عاهدوا الله علیه ) په ژمنه باندی پوره وختل ، د الله تعالي سره کړي ژمنه یی تر سره کړه . او دخپل  نومیالي ولس دخدمت او د الله تعالی ددین د قیام په خاطر یی په خپلو سرو وینو دا  هیواد  خړوبه  کړ . د مزدورو او پردیپالو رژیمونو په واسطه په  دار او سولۍ و ځړول شول . خو یوه یی هم د مستبدو رژیمونو ترمخ  خپل سر ټیټ نه کړ او دغه  ستر ازمیښت یی د الله تعالي په فضل او رحمت سره په اسانې سرته ورساوه .  دا که مولوی حبیب الرحمن شهید و او که انجنیر حبیب الرحمن شهید ، دا که استاد رباني عطیش شهید و او که استاد مولوي محمد ګل شهید ، دا که انجنیر سیف الدین نصرتیار شهید و او که  ډاکټر عمرشهید، دا که استاد حبیب حنانی شهید و او که استاد عبدالرحیم نیازي مرحوم و...   دوي ټول په خپلو ژمنو کي صادق وو ، الله تعالي دي دهغوی  صدق او ريښتونولي په خپل در بار کي قبوله کړي . هغوي ولاړل ، ترشا یی مونږ ټولو ته  یو ډیر ستر اودروند مسؤلیت پریښود ، خو ددي مسؤلیت په ترسره کولو کی یی  خپل یو تکړه اوغښتلي ملګري ، انجنیر حکمتیار،  پریښود. په ريښتیا  چي  انجنیر حکمتیار او تر څنګ ملګرو یی  په پوره صدق اوريښتونولئ سره دخپلو شهیدانو سره کړي ژمنه  تر سره کړه . د ازمیښت په دغه اوږده دوران کي ورته الله تعالي همت ، صبر او زغم ور په برخه کړ . ددوو لویو امپراطوریو په مقابل کي دخپل هیواد د استقلال په خاطر لکه د سیسی دیوال  ثابت شو . شوروي امپراطوری د همدی ګوند او همدی قیادت په واسطه له منځه ولاړه او غربی نظامي اتحاد یا ناټو مغرور ځواکونه هم د جنګ نه ستومانه شول اودخپلو مړو اوزخمیانو په ټولولو یی  دهیواد نه کډي بار کړي . او پاته نور به یی هم ان شاءالله په هیواد کي د سولی اوامن دقیام سره سم  زمونږ ګران هیواد پخپله پریږدي . دغه تحریک چي په لمړیو کي  په هیواد کي د سیاسي لارو چارو او بدلونو په خاطر دخپل ځان په منسجمولو  بوخت و ، غوښتل یی د ولس سره  دخپلو وعدو له مخي د یوه اسلامي منصفانه نظام د بنسټ د ډبري د ایښوولو جوګه شي ، او په هیواد کي د امن او سوکالئ نمونه وګرځی، خو د ددشمنانو په سترګو کي اغزي وګرزید ، او ددي تحریک د مخورو او مشرانو د نیولو ، په دار د ځړولو اوپه ټوله کي دتحریک د  له منځه وړلو پسی شول. اما د الله تعالي مقدرات دغسي نه و. دهغه اراده همداسي و چي دا تحریک به په ازمیښت کي اچوی ، ازمیښت هم دومره دروند چي که د الله تعالی خاصه مرسته  نه وای نو ددي ازميښت نه دغسي بریمنده راوتل  شونی نه و.  الحمدلله دغه تحریک چي دخپل هیواد  دازادئ اواستقلال له پاره یی دیونیم میلیون  نه زیات شهیدان تقدیم کړي ، او د میلیونو مهاجرینو په سر سیوري و ، اوس  یوي بلي مرحلي ته ور داخل شوي ، او که خداي کول  په دغه مرحله کي به هم  دخپل اقدس ذات په توکل  په دغي سخت ازمیښت کي بریالی راوځي . د تحریک ارکان او غړي باید و پوهیږي  چي دامرحله دهغي جهادي مرحلي نه ډیره سخته ده چي مونږ یی ازمیښت ورکړي . دا ازمیښت  هم د نفسي قربانیو او په دي حساسو حالاتو کی د ذات البیني کوچنیو کوچنیو اختلافاتو نه ځان ساتل او دحزب د پرګنیو را ټولول دي . ځوانان په دي اړه ډیر زیات مسؤلیت لری ، ترڅو د ځوانانو او محصلینو په روزنه ، راټولولو اومنسجمولو کي فعاله ونډه واخلي ، ځکه همدا زمونږ د ولس پانګه ، اوهمدا د اسلا مي تحریک راتلونکي تضمینوي . د ښه او غوره راتلونکي په هیله

'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017