د حزب اسلامي د قائید او ملی مشر داستقبال پروګرام: | شهادت 

26th May, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د حزب اسلامي د قائید او ملی مشر داستقبال پروګرام:

شهادت

2017-04-12

مـژده اي دل كه مسيـحا نفـسي مـي آيـد

کـه ز انفاس خوشش بوي كسي مـي آيد.

 

«ان شاءالله چي زه به ډیر ژر ستاسو ترمنځ یم  ، ستاسو ترمنځ به زما حضور ډیر ژر شوني وي .»..داد اسلامي انقلاب د قائید او ملي رهبر د هغه لیک د متن یوه برخه وه چي د محترم دوکتور محمد حکیم حکیم له اړخه د حزب اسلامي د اهل راي د غونډی ګډون والو ته ولوستل شوه .

دحمل په ۲۴مه د چهارشنبي په ورځ ماښام د ډاکتر غلام فاروق وردګ په کور کی د حزب اسلامي د اهل راي غونډه د قاضی محمدامین وقاد تر مشرئ لاندی جوړه شوه ، په دی غونډه کي د نورو ترڅنګ دوکتور محمد حکیم حکیم ، انجنیر عبدالسلام هاشمی ، ډاکتر فاروق وردګ او خالد فاروقي هم ګډون درلود .

غونډه د قاضي محمد امین وقاد په دعائیه کلیماتو پیل شوه .

غونډی ته د دولت سره دګډ اجرائیه کمیسیون غړو د تفاهملیک د پلي کولو او په دي اړه په مختلفو برخو کي دپرمختګ اړوند لازم معلومات وړاندي کړل شول .

د حزب اسلامي پوري د اړوندوبندیانو د ازادیدو موضوع هم تر بحث او څیړني لاندی راغله ، د اجرئیوي هیئت غړو د بندیانو د ازادیدو په اړه د وروستي ځنډ په خاطر معلومات ورکړل او ډاګیزه یی کړه چي دبندیانو د ژمنلیکونو په متن کي ستونزه را پیدا شوي وه ، په دی خاطر دهغي ستونزی درفع کولو له پاره ددولت سره تماس نیول شوي تر څو دا ستونزه هرڅومره ژر چي شوني وي له منځه یوړل شی او بندیان ازاد کړل شي .

همدا راز د مهاجرینو د اسکان له پاره دزمکو د ویش معامله هم راپورته شوه چي په دي اړه اړوندو مسؤلینو تشریحات ورکړل او ویی ویل چي په نژدي ورځو کي به د باریکاو په سیمه کي زرو کورنیو ته د زمکی ویش پیل شي .

د اهل رايو په دي غونډه کي د حزب اسلامي د معزز امیر او ملي قائید د استقبال په اړه هر اړخیزه خبري وشوی. او دمخلفو کمیټو د تشکیل په خاطر د استقبال دکمیسیون مشر محترم انجنیر محمد امین کریم ته لازمی مشوري ورکړل شوی . همدا راز مشوره ورکړل شوه چي دکابل شاوخوا دمختلفو ولایاتو نمایندګان راوبلل شي او د استقبال په پروګرام کي دخپلي ونډي داخیستلو په اړه معلومات ورکړي

په دي غونډه کي د امریکا نه راغلیو میلمنو هر یو عبدالواسیع منصوري ، ډاکترمحمد داود نسیمي هم برخه درلوده .

قاضي محمودالحسن ،انجنیرمحمد امین کریم ، ډاکتر غیرت بهیر ،محمد همایون جریر ، عبدالقدیر کریاب ،فیروز حکمتیار، دپارلمان وکیل عبدالستارخواصي ، دپارلمان وکیل عبیدالله بارکزي ، وکیل اقبال ساپی ، قومندان الله ګل مجاهد ، استاد قریب الرحمن سعید ،انجنیر عتیق الله ساپي ،انجنیر عبدالکریم حمیدي ،او دسباوون صاحب زوي هم ګډون درلود .

په غونډه کي پریکړه وشوه ترڅو د استقبال کمیسیون په بیړنئ توګه د پنجشنبي په ورځ غونډه وکړی او راپور د اهل راي راتلونکی غونډي ته وړاندي کړي .په دي غونډه کی د یو شمیر نورو موضوعاتوپه اړه هم خبري وشوي او دمختلفو کمیسیونو د جوړښت وړاندیزونه وشول چي په راتلونکي غونډه کی به یی غړي و ټاکل شی . غونډه د استاد قریب الرحمن سعید په دعائیه کلیماتو پاي ته ورسیده.



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

26th May, 2017