ژور او عمیق بدلون ته اړتیا ده! | شهادت 

23rd August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

ژور او عمیق بدلون ته اړتیا ده!

شهادت

2017-04-19

 

 

د حمل په  ۲۸مه  په ټولنیزو پاڼو کي د ولسمشرئ دماڼي نه  دیوه مکتوب دخپریدو خبر ورکړ شوی چي په کي راغلي وو:  دهیواد ولسمشر اشرف غني  داداري امورو په اصلاحاتو کي خپل سلاکار ، احمدضیاء مسعود دیوه فرمان له مخی  له دندي ګوښه کړ . ویل کیږي  چي په دي تیرو  څو میاشتو کي د  ولسمشر او احمدضیاء ترمنځ اختلافات زیات شوی وو، ان تر دي  چي   د ارګ د سرچینو له خولی ویل شوی چي  په  دي لنډو تیرو ورځو کي ددواړو ترمنځ  لفظي  شخړي هم رامنځته شوي دی .

که څه هم لا تر اوسه پوری  د ارګ  سرچینو په دي خبرونو باندی  تبصره نه ده کړي ، خو  د ښاغلي احمد ضیاء د خولي ویل شوي  چي هغه دغه دملي یووالی حکومت د قانون په خلاف بولي او په خپلو ویناو کي پري  سخت انتقادونه کوی ، ان تردي چي ویلا کیږي چي احمدضیاء مسعود په خپلي یوي وینا کي ویلي  چی ډیر ژر به د پخواني پارلمان په منځ  کي  دخپله اړخه دریم حکومت اعلان کړي .

که چیري خبره حقیقت ولري نو دا به د ملي یووالي حکومت ته یوه ستره ضربه وي  چي د حکومتي لوړ پوړو چارواکو ترمنځ دغه ډول  ناغیړي  عام ولس ته را ډاګیزه شي .

د ښاغلي احمد ضیاء دغه څرګندوني پخپله د ملي یووالي دحکومت  ناکامي  څرګندوي ، ښاغلي احمد ضياء د اداري  اصلاحاتو له پاره د پوره واک  خاوند وو ، خو بدبختانه  چي دخپل کار په دوران کي یی  په دي تیرو څو کلنو کي ،د پریمانه مالي مصارفو او امکاناتو سره بیا هم هیڅ  لاسته راوړنه نه درلوده  .

دا چي اوس ، د ټولنیزو  خپرونو له مخي هغه له دندي ګوښه شوي، دهغه دا اعلان  چي د ملي یووالي  حکومت غیر قانوني دي ، بی معنا څرګندوني معلومیږي . ځکه  هغه وخت  چي نوموړي په دي منصب  ټاکل  کیده ، هم همدا د هغه په اصطلاح  غیر قانونی  حکومت  شتون درلود  او پخپله ولسمشر نومړي د یوه فرمان له مخي په دغه منصب  په دي خاطر و ټاکه  چي نوموړي به په اداري اصلاحاتو اود ښه نظام په  جوړښت کي دهغه  مرسته وکړي ، خو نوموړي و نه توانید دغه  ستره دنده  لکه څنګه چي لازمه وه هغسي تر سره نه کړای شی .

ددي تر څنګ د ملي یووالي  حکومت هم و نه توانیدهغه ډول  لاسته راوړني ولري چي له پاره یی دا نظام  منځته راغلي و . دوي هر یوه  خپل ځانته دري کسیز مختلف القومي معاونین  ټاکلي اوبیا  هر یو معاون دخپل ځان له پاره لس کسه اویا تر هغه زیات  مشاورین لري ، او ددغه  فقیر ولس پانګه  د خپلو مشاورینو په لښکرو باندی  ویشي .

دا  چي د الله تعالي په حضور کي  د حساب کتاب ویره  ددولت په  لوړ پوړو چارواکو کی شتون نه لري او فکر کوي چي هر څه ددوی   په واک او اختیار کي دي څنګه یی چي غواړي مصرفولای شي د قضیی یو اړخ  دي ، اما که ددولت  ولسمشر غواړی په اداري نظم کي سریع  اصلاحات راوړي ، نو تر ټولو لمړئ دي د مشاورینو دغه کتارونه چي ، په یقین سره یی  ویلا ی  شم  چي په میاشتو میاشتو کي  به یی د کتلو وخت هم و نلری ، یا تري دخپلو دندو اووړتیاو په مطابق  کار واخلي او یادی  یی هم د مشاروت په ځآي په  نورو ځآیو کي توظیف کړي .  ولسمشر ته دا باید هم  ډاګیزه وي  چي یو شمیر داسي مشاورین هم شتون لری  چي  په دوو یا زیاتو وزارتونو کي د مشاورت دنده لري او ددواړو وزارتونو څخه  دروند  ډآلریز معاش هم اخلی خو نه خپله دنده  لری  او نه د دندي وړتیا .

په دي خاطر  ولسمشر ته اړینه ده چي  ددغه  دري کالو د تجربو نه په ګټي اخستو سره ددغه  ستر مالي بار نه چي د ولس په اوږو دمشاروینو په بڼه کي پروت دي ځان خلاص کړي ، او هم دي دهغو مافیایی کړیو څخه  خپل ځان ازاد کړی  چي د هغه د اصلاحي امورو ترمخ  خنډ واقع کیږی . 

باید ډاګیزه وی  چي ژور او عمیق  بدلون ته اړتیا لیدل کیږي  ځکه  په ولس کی ښه استعدادونه شتون لری ، ددي  استعدادونو د وړتیاو  څخه په کار اخستلو سره به  په ریښتیا هم  دولسمشري د ټاکنو پوري دا پاته  موده دولس دخیر او ښیګڼي له پاره وکارول شی .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd August, 2017