ښه اقدام خو بی وخته ! | شهادت 

26th May, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

ښه اقدام خو بی وخته !

شهادت

2017-04-25

دري ورځي مخته  یعني د جمعي په ورخ د  مزارشریف  په  ۲۰۹ نمبر قل اردو  ظالمانه  او د وحشت نه ډک  وژونکي برید په داسی حال کي ترسره  شو چي  په لسګونو هغه ځوانانو چي  د الله تعالي به دربار کي په  جومات کي  سر په سجده وو شهیدان کړل شول ، ددي  جملي نه به  د ۷۰ کسانو جنازي د ننګرهار دولایت مختلفو سیمو ته یوړل شوي ، په دي برید کي  په لسګونو نور کسان  زخمیان  شوی دي . ددي برید وروسته  د دوشنبي په ورځ یو ځل بیا د خوست امنیتي قواوي د موټربمي برید  لاندی راغلي . په دي بریدونو کي د غریبو او بي وزلو کورنیو  ځوان  ژڼی  یو په بل پسي شهیدان  شوي ، دهغوي دکورنیو دغه  سرپرستان  له منځه تللي ، دهغوي کوچني  ماشومان د خپلو شهیدانو سرنو ته په ډیره بي وسئ  سره ناست دي . اوپه دي توګه  په سلګونو کورنئ د غم  په ټغر  را ټولي شوي او دخپل اولاد په  ظالمانه  مړیني په اړه پوښتنه کوي  چي دوي په ګومه ګناه ووژل شول . ایا ددوي ګناه همدومره  ده  چي دوي د ملي اردو په ځواکونو کي استخدام شوي و، په  دوي کي ګڼ شمیر داسي کسان  شته چي د یوي مړئ رزق په خاطء اودخپل کور د عزت او ابرو د ساتلو له پاره دغي دندي ته راغلي  وو اوپه  پوره اخلاص سره یی تر سره کوله د حمله کونکو نه که پوښتنه وشي  چی په کوم اساس ، د اسلام دکوم  حکم  له مخي او یا دپیغمبر صلي الله علیه وسلم د کوم حدیث  له مخی  دغه مسلمان ځوانانو چي ډیره کي یی مجاهدین وواودخپل ولس په ازادئ کي یی دخپل ایمان په حکم  برخه اخیستی وه دوي په داسي حال کی چي  دجمعي په  لمانځه ولاړ وو  په شهادت ورسول شول .  حال دا چي د پیغمبر صلي الله علیه وسلم په وخت کي په یوه  غزا  کی یوه صحابي  یو کس  په داسي  حال کی  وواژه  چي هغه کلیمه  لوستله ، پیعغمبر صلي الله علیه وسلم په هغه صحابي په قهر شو او ورته یی  وویل چی ایا تا دهغه زړه دي  را سپړلي و  چی هغه به دا کلیه د مرګ  له ویری وایی  ؟   همدا راز  الله تعالي په قران کریم  کي فرمایی چي ، هر هغه څوک  چي کوم انسان قصدا ووژني  دهغه ځآي جهنم دي ،په هغه به د الله تعالي لعنت وي او دردناک عذاب  به ورکول کیږي   د ۲۰۹  اردو د ځوانانو په  وژنه کي  که  له  یوي لوري دښمن  په ډیري زیرکتیا سره خپل پلان  شوي تروریستي عمل ترسره کړي  خو دبله اړخه  پخپله ددفاع وزارت او د قل اردو امنیتي مسؤلین  په دي اړه ګرم دی چي ولي یی د دومره سترو امنیتي تدابیرو سره سره بیا هم  نه دی توانیدلي  ددښمن د غلچکي  عملیاتو مخنیوي وکړای شي  که څه هم په دي اړه  د لمړي ځل له پاره ددفاع  وزیر ، لوي درستیز او یو شمیر نورو لوړ پوړو  چاروذکو استعفا ګاني ورکړي ، خودا  استعفا ګاني په  هیڅ  صورت کافي نه ګڼل کیږي . په دي اړه باید پوره پوره تحقیقات او څیړني  وشي او ددي قضي اصلی خطاکاران معلوم او را ډاګیزه شی ترڅو په راتلونکی دداسي پيښو نه مخنیوي  وکړل شی  د نړئ په  پرمختللو هیوادو کی  د استعفاګانو اخیستل په دي خاطر کیږي  چي  د ښه  او رنړیزو  تحقیقاتو او څیړنو له پاره لاره هواره کړل شي ، دلته  هم باید  د تحقیقاتو کار  روڼ  اوپا ک اوسي او دقضي اصلي مجرمین را ډاګیزه شي .  دا  کار ښه اقدام دي خو لږ بي وخته .  . 

'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

26th May, 2017