ولي دسیاسي بندیانو ازادیدل و ځنډیدل؟ | شهادت 

26th May, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

ولي دسیاسي بندیانو ازادیدل و ځنډیدل؟

شهادت

2017-05-01

په  داسي حال کی چي د حزب اسلامي افغانستان قائید او ملي مشرد اپریل په ۲۹مه یا د ثور دمیاشتی  په نهمه ورځ د لغمان د ولایت د مجاهد باله ولس ترمنځ  د  رسنیو ترمخي د ۱۵ کاله غیابت وروسته  د ولسمشر محمد اشرف غني  سره د یوه تفاهم لیک د لاسلیک کیدو وروسته را څرګند شو او په خپله عالمانه وینا کي یی   ټولو ته دخپلي غیږي دپرانستو اعلان وکړ  اوبیا د هغه ځایه  په همغه ورځ د یوه ستر کاروان په بدرګه  د ننګرهار د ولایت مر کز  جلال  اباد ښار ته  راغی  او دلته د رسمی دولتي  ارکانو له اړخه  په ډیره  درنده توګه استقبال  شو او  بیا یی د اپریل په ۳۰ مه  دولایت دمقام دکنفرانسونو په تالار کی  ددولتي سترو چارواکو ، چي په کي د ولسمشر دویم معاون ، دامنیت سلاکار او ګڼ شمیر نور دولتي لوړ پوړي  چارواکي موجود وو په رسمي توګه   ښه راغلاست وویل شو .تو قع او هیله دا وه چي  دولتی ارکان به دحزب سره په ژمنو کي نور هم ګړندي ګامونه واخلي او دا طلایی فرصت به نور هم  طلایی کړي . که څه هم د حزب  اسلامي دروند مشر  اوس هم په ننګرهار کي دي او د قومونو او ولسونو دنمایندګانو او نورو مهمو شخصیتونو سره خپلو لیدنو ته دوام ورکوي ، خو د ولس هجوم او د ګڼ شمیر خلکو راتګ او دخپل محبوب مشر سره دهغوي مینه نړیوالو ته د ښاغلي قائید او د جهاد او ازادئ د رهبر ولسي  زور او ځواک څرګند شو او ګمان کیږي  چي معزز مشر به  ان شاءالله  د راتلونکي بنج شنبي په ورځ  دکابل په لور د یوه کاروان به بدرګه راځي  او دلته  به د ولس ددرند استقبال  سره مخ کیږي ، خو دپخوانه  دا پریکړه شوي وه چي د محترم مشر د راڅرګندیدو نه مخته  به د حزب اسلامي اړوند  سیاسی بندیان  ازادیږي . ددي ازادیدو موده  تیره پنجشنبه ښوول شوي وه اما بیا جمعي  ته او دهغي وروسته د شنبي او یک شنبي  ورځي ته  و ځنډیده . خو دا قطعي وه چي  دغه بندیان به ددوشنبي په  ورځ  په دوه نیمو بجو ازادیږي . . اما د حزب اسلامی د مطبوعاتي دفتر اعلامیی دا وښوول  چي  ددي بندیانو ازادیدل  اوس هم  یو ځل بیا د ځنډ  سره مخ شول . دمطبوعاتي دفترپه  اعلامیه کي راغلی  چي : نن ددوشنبي وړرځ ددولت او دحزب ترمنځ د تعهد او ژمني له مخی لمړئ ډله بندیان چي شمیره  یی  ۶۸کسانو ته رسیدله ،باید ازاد شوي وای ، مګر کله چي د حزب  هیئت  د پلچرخي زندان ته ولاړ نو هلته ددولت مسؤلینو یواځي ۵۵ کسه بندیان د ازادیدو له پاره را حاضر کړل . مګر پاته نور ۱۳ کسان یی دلیست نه ویستلي وو . د حزب اسلامی هیئت د دولت مسؤلینو ته وویل  چي که چیری د ټولو بندیانو د ازادیدو کار تر سره نه کړي نو ددغه  ۵۵ کسانو د رسمي ازادیدو  سند هم  نه ورکوی ، دوي کولي شي  چي دغه بندیان ازاد کړي  خو ترڅو د پاته  ۱۳ کسانو ،‌چي   نومونه یی د لیست څخه ویستل شوي مسئله همواره  نه شي  تر هغي  به  احتجاجا ددغي پروسي ځنډون  اعلانوي ،  «د حزب مذاکراتي هیئت هیله لری  چي ژر تر ژره دا مسئله همواره او د ټولو سیاسي بندیانو د ازادیدو له پاره لاره همواره شي .  د ډیر تأسف ځآی دي  چي دولت له یو ه اړخه  د حزب اسلامي  سره د تفاهملیک د مفرداتو په  عملی کولو کي خپل ځان ژمن  بولی خو دبله اړخه  دبندیانو مسئله  چي د معزز مشر د را څرګندیدو نه مخته باید حل شوی  وای او د تړون  له مخی  ټول سیاسی  بندیان  چي شمیر ه  یی زرګونو کسانو ته رسیږي په همغه لمړیو دوو میاشتو کی  ازاد شوي  وایی خو حزب اسلامي په پوره حوصلي  او زغم سره دا خبره دتغاهم  له  لاري مخته  بوتله ، دولت  هوډ  درلود ترڅو ۶۶ کسه هغه بندیان  چي د بند موده یی ۵ کاله او یا  لږه وه ازاد کړي اما دحزب  په غوښتنه یی په دی لړ کي  دری کسان نور سیاسي بندیان هم ور زیات کړل او دا شمیره  ۶۸ کسانو ته ورسیده . دولت په دي اړه بیا بیا  ژمنه کړي خو په خپله ژمنه کي ناکام راغلي  . چي  بهترین ثبوت یی نني خلاف  ورزي ده .‌که  څه هم حزب اسلامي دننئ  بدعهدئ په اړه  د بندیانو د پروسي ځنډون  اعلان کړي ، خو دا ځنډو ن  باید ژر تر ژره  دحزب اسلامي په اجرائیه شورا کی تر بحث لاندي راشی ترڅو هغه عوامل و څیړل شي  چي ولي یی د بندیانو دلست څخه د څو سیاسي بندیانو نومونن حذف کړي دي .  حزب اسلامی او دولت  دواړو ته  زمونږ مشوره داده چي  ټول امور په پوره حوصلي سره تعقیب  او تر څارنی لاندی و نیسي ، ځکه دشمن ډیر حساس  دي او دهري کلیمي د ویلو څخه دمنفي ګرایی په لور  د تللو هڅي کوي .  په دي خاطر دواړه خواوي باید د مقاطعي او یا نورو  الفاظو د ویلو څخه  ځان و ژغوري ، په دي ډاډمن یو  چي ولسمشر اشرف غني  اودهغه  ټیم  به دا  طلایی موقع  او فرصت  له لاسه ورنکړي  او ژر تر ژره   به  دا  راولاړي  شوي  ستونزي په اړه  تصمیم  و نیسي .  دحزب اسلام  مشرتابه  ته هم په کار دي  چي په دي اړه  د خپلو مسؤلو مامورینو څخه  پوښتنه ګرویزنه وکړي  چي ولي یی ددي پروسي  او دد لیست نه د یو شمیر بندیانو دنومونو د ویستلو څخه مخته معلومات  نه دي وړاندي کړی ، ترڅو په راتلونکي کی  د شکایاتو دروازه  بنده کړدل شي .

'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

26th May, 2017