حزب اسلامي افغانستان په یوه نوي ازمون کي | شهادت 

25th June, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

حزب اسلامي افغانستان په یوه نوي ازمون کي

شهادت

2017-05-05

الحمدلله ، د افغانستان د اسلامي انقلاب قائید، رهبر اود جهاد او ازادئ مشر، معزز ورور حکمتیار په خیر او عافیت کابل ته  را ورسید او د ارګ دماڼئ او دولتي لوړپوړو چارواکو دګرم استقبال نه وروسته  ورته  نن د جمعي په ورځ  په غازي لوبغالي کي دولس له اړخه دروند ښه راغلاست وویل شو.

دروند مشر په ۲۹ د اپریل (نهم د ثور) د لغمان د ولایت د میترلام په مرکز کی د مطبوعاتو او رسنیو ترمخ ، د ۱۶ کالو  ستونزمن جهاد او مبارزي وروسته  را څرګند او د لغمان د مؤمن ولس د خلوص نه ډک  محبت او میني  سره مخ شو ، معزز مشر د زړه له کومي د لغمان د مجاهد او مؤمن ولس نه مننه وکړه او بیا په همغه ورځ د ننګرهار (هروخت بهار)  ولایت په لور  د لسګونو موټرو په بدرګه ولاړ او دننګرهار د ولایت د مرکز جلال اباد په ښار کي د ولایت په قصر کی  د هغه ځآي د والي ، ملکي  او نظامي لوړپوړو  چارواکو او قومي مشرانو د ښه راغلاست  سره مخ شو . معزز مشر په  جلال اباد کي د ننګرهار د ولس په منځ  کي څلور ورځی تیري کړي  او د زرګونو ولسي مخورو ، ځوانانو ، ښځو او نرو سره  یی لیدني کتني درلودی ، او هره ورځ یی  یوي ستري غونډي ته وینا کوله  او د دولتي لوړ پوړو چارواکو نه علاوه  یی د علماؤ، ډاکترانو ، او نورو قومي مشرانو سره غوندي درلودی . 

د پنجشنبی په ورځ (دمئ ۴مه)  معزز مشر د خپلو ملګرو سره   یو ځآي د یوه  ستر موټریز کاروان په ګډون کابل ته را ورسید ، د رارسیدو سره سم یی د حزب اسلامی د ټولو مشرانو سره  ناسته درلوده او بیا په دري بجي یی په  ارګ  کي د ولسمشر اشرف غني ، پخواني ولس،مشر  حامد کرزي ،‌سیاسي مشر استاد سیاف  او ګڼ  شمیر نورو  شخصیتونو سره  لیدني کتني درلودی او د ولسمشر اشرف  غني له اړخه په پوره رسمی توګه استقبال شو .

اما نن ولس  خپل معزز مشر ته  دخپل اخلاص  او پیروزیني  ،‌میني او محبت څپی ترمخ کیښودي .  دهیواد د ګوډ ګوډ نه  د ولسونو نمایندګان  او دکابل او شاوخوا ولایتونو  ولسونه  په پوره  جوش او جذبي سره  غازي لوبغالي کی د سختي ګرمئ سره سره بیا هم  دهغه د استقبال  له پاره  حاضر وو . ټولو  یواځی یو شعار درلود او هغه  د الله اکبر ترڅنګ د خپل معزز مشر نوم او دهغه پوری تړلي ګوند ویاړلي حزب اسلامی و.

دا ټول پروګرامونه په داسي حال کی تیر شول چی  امنیتي ارګانونو پوره پوره  اندیښنی درلودي او داسي راپورونه  هم وو چي د انتحاري بریدونو خبر یی ورکاوه ،  خو د الله په فضل او مرحمت  دا ټول پروګرامونه  ، د امنیتي ارګانونو د اندیښینو برعکس ، پوره په امن  سره تر سره شول .

دغازي لوبغالي ستره تاریخي  غونډه  دمعزز مشر د استقبال اخري پروګرام و. ددي نه وروسته به نور  پروګرامونه د حزب  اسلامی ددفتر  له اړخه  تنظیمیږي . اما اوس حزب اسلامي د یوه ستر ازمون سره مخ  دی .  دولس هیلی  زیاتي دي . ولس مو کړیدلي ، د قیادت دبحران سره مخ دي ، نظام او دولت په خپلو کي  سره ښکر په ښکر دي ، غربت ، فقر ، او بیکارئ  ولس د تباهئ سره مخ کړی ، په جنوپی ولایاتو کی  ۹۰سلنه  مکتبونه بند دي ، په ډیرو ولایاتو کي  جنګ او کشمکش روان دي . 

د ولس یوه غوښتنه چي ما ډیره واوریده هغه داده  چي  معزز مشر دي د ولس ترمنځ  د سولي او امن د قائید په توګه  کار وکړي . ،داچي  معزز مشر  طالبان  افغانان او خپل ورونه ګڼي نو په کار ده چي  طالبان هم دخپلي ورورګلوئ ثبوت ورکړي ، دافغانانو  ترمنځ‌د خپل منځي  جنګ جګړو څخه  دي لري والي وکړي ، او دخپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو له پاره دي د بین الافغاني مذاکراتو لار خپله کړي . معزز مشر هم هغوي ته د هغوي دحقوقو ددفاع له پاره ځان  چمتوکړي .او ویلي  یی دي  چي  دهغوي دحقوقو نه  به ،که چیري هغوی  را وړاندي شي ، دفاع وکړم .

تر څنګ یی د حزب اسلامی خپل تنظیمي  جوړښت دي چي دڅولیښت کلن  هجرت  او جهاد نه وروسته  یو ځل بیا خپل ځان په هیواد کي دسیاسي فعالیتونو له پاره جوړوي . په دي تنظیمي  جوړښت کي تر هر څه اړینه داده    چي د ولس  هیلی په نظر کي و نیول شي ، داسي  شخصیتونه رامخته کړل شي  چی هم  د نظم  وړتیا ورسره وی او هم  دولس د راټولولو.

داوسنیو کمیسیونو  جنجالی دوران پاي ته ورسوی ،  په ټول هیواد کي د حزب  داخلي ټآکنو له پاره   دپوه او خبیرو وګړو اداره منځته راشی او د دولت د ټاکنو ترمخه   د ولسوالیو ،‌ولایتونو مسؤلین  و ټاکل شي .

ترڅو ددي ازمون په  پایلو کی حزب اسلامي او کدرونو ته یی په راتلونکو ټولټاکنو کي  برلاسي  شتون ولری 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

25th June, 2017