دبمونو مور په کابل کی!؟ | شهادت 

24th June, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

دبمونو مور په کابل کی!؟

شهادت

2017-06-01

بسمه تعالی

بای ذنب قتلت.

دغبرگولي دمیاشتي په لسمه ، د چهارشنبي په ورځ سهار، دکابل د ښار زړه ، وزیراګبرخان مینه ، د څو ارامو ورځو وروسته  یوځل بیا د بمونو دمور په چاودیدو سره ولړزیده .په ننګرهار کی د اچین د بمونو دمور د چاودنی وروسته دا دوهمه ستره چاودنه ده  چی دکابل په زړه کي و چول شوله . ددی چاودني اواز او درزار تر لري لري ځایو پوري واوریدل شو .  ویل کیده چي شونی ده چي موټر بم  به وي ، خو د چاودني اواز ډیر مهیب  و . دوړی او دود یی تر اسمانه پورته کیده . د شاوخوا سیمو ټولو کورنو او دفترونو ته  سخت زیان ورسیده ، ګڼ شمیر بیګناه انسانان  په کي لولوپه شول . دبمب چاودنی هیبت  دومره زیات و چي دګڼ شمیر  کوچنیانو زړونه یی و چول، تر سلو زیات کسان شهیدان شول او تر ۵۰۰زیات نور زخمیان او معیوبه شول . 

خو دچاودنی حقیقت  لا تر اوسه نه دي معلوم . امنیتي چارواکی یی  په ګاونډیو هیوادو ور غورځوي ، ددولت  وسلوال مخالفین یی په اړه  یا خاموشه دي او یا یی تقبیح کوي ، دطالبانو اسلامي غورزنګ یی مسؤلیت نه مني ، دداعش ترنامه لاندی نوي را ټوکیدلي ډله یی هم دمسؤلیت  نه ځان ژغوري ، معلوم نه ده چي دا دوحشت او دهشت نه ډک  عمل به چا تر سره کړي وی . خو دداسي ستر او پلان شوي کار شاته پوره استخباراتي  ایجنسئ کار کوی ، دا ډول عمل د پوره پلان او استخباراتي کړیو پرته شوني  نه دي . 
څوک وایی چي د ټآنکر بم و . خو بیا نور وایی چي د بم دځآی د ژورتیا او تر څنګ یی د دیوالو د نه ویجاړیدو څخه څرګندیږی  چی دا  کوم راکټ دي ، چی دمعمول په مطابق یی بهرنی استخباراتي ایجنیسی د امن او سکون د له منځه وړلو او دخپلو ځواکونو د شتون د مجوز  له پاره استعمالوی ، اودا کار پخوا هم څو څو ځله تکرار شوي دي .
کابل ته دحزب اسلامی افغانستان د معزز مشرد راتلو نه وروسته د کابل فضا په پوره ارامتیا سره اداره کیده . هیڅ  ستونزه نه وه . د سولی  او امن کاروان په پوره شور او زوګ  سره روان و ، کورنیو او بهرنیو دښمنانو  هڅه وکړه دا کاروان  د یوي بهانی او دسیسی له لاری د خنډ او ځنډ سره مخ کړی .  یو شمیر خو یی دومره وارخطا وو چي دحزب اسلامي د قائید په خلاف یی د هیڅ  سفارت دروازه د ټکولو پرته پری نښوده .  د یوناما دفتر خو یی تل ترمخه دي .هدف ا وموخه یی  د سولي ددغه  نوي کاروان د شدت  راکمول، دخپلو جنایاتو او خیاتونو پټول او دخپلي واکمنې  ساتل او د راتلونکي په اړه د ډاډ او اطمینان  تر لاسه کول وو. 
دکابل دغه اوسنې دامن فضا دهمدوی او ددوي په څیر دنور غرضي اومرضي کړیو له پاره  د زغم وړ نه وه . غوښتل یی همداسي حادثات  رامنځته شي ، او دغه  د ارام او سکون فضا پري  ګډه وډه کړي ، په ولس کی اندیښنی راپیداکړي ، او پانګه وال  تهدید کړي .
د افغانستان د ازادئ او جهاد رهبر، ملي قائید او دحزب اسلامی افغانستان امیر ،محترم مشر ، حکمتیار ،  چي د خپله ځان سره یی د سولی او امن دقیام پیغام را وړی او د خپل راتګ  سره سم  شپه او  ورځ په دی بوخت دي  چی دسولی اوامن د قیام له پاره یو ښه  میکانیزم تر لاس  لاندی و نیسي ، هغه په ريښتیا هم د یوه  ملي رهبر او ملي زعیم په څیر د یوي ملي ستري ټولنی یا مجمع په  جوړولو بوخت دی ترڅو ددي لاری و توانیږو د ولس مختلف سیاسي قشرونه سره تر یوه  چتر لاندی راټول  او د اوسني نظام د ملاتړ او اصلاح تر څنګ  دوسلوالو مخالفینو سره د سولی د خبرو د یوه فارمول په  جوړیدو او بهرنیو استخباراتي کړیو ته دهغوي دشتون او نه شتون په اړه  متحده پیغام ورکړل شی . 
حزب اسلامی افغانستان  په کابل کی د غبرگولي دلسمی ورځي د بمونو دمور چاودیدل په کلکو ټکو غندي بلکه په خوست او قندهار کی هم د خپلو مظلومو وګړو په شهادت  باندی سخته خواشیني او خفګان څرګندوي ،
د ټول غمځپلو کورنیو سره د زړه له کومی خواخوږي کوی ،شهیدانو ته د الله تعالي په دربار کي د جنت الفردوس غوښتنه کوي او دزخمیانو او معیوبینو د ژر روغتیا له پاره د الله تعالي نه مرسته او کومک  غواړی . 
ټولو وسلوالو مخالفینو ته په زغرده  غږ کوي  چي هیواد مو دسولی او امن تږي دي . بهرنی عناصر  ددي مخالفتنو څخه په خپله ګټه کار اخلي ، راځئ چي د سولی د میز تر شا خپل مسایل  حل کړو . او بهرنیو استخباراتي  ایجنسیو اوغرضي او مرضی ګاونډیانو ته ، لکه د تیري ورځي په څیر ، ددی فرصت ورنه کړو  چی زمونږ د کورنیو ستونزو څخه په ګټي سره د بمونو میندي  زمونږ په کورنو  او ولسونو  استعمال کړي .کوچنیان مو یتیمان او ښځي مو کونډي کړي ، او ولس مو هره ورځ د ویر په ټغر کښینوي .

انا لله و انا الیه راجعون 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th June, 2017