او دا ځل هرات : | شهادت 

24th June, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

او دا ځل هرات :

شهادت

2017-06-06

په داسي حال کي چي پلازمینه کابل نن دسولي دکنفرانس له پاره  د ګڼ شمیر هیوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه  واو کانفرانس هم په پوره قوت سره په هیواد کي د سولي اوامن په  لور د مخالفینو د رابللو او په دي اړه په مهمو سترتیژیو باندی  په کار بوخت و ،

 د هرات سوله ایز ولس دمکار اومرضي دښمن  د بمونو دګذار ښکار وګرزید .په هغه چاودنه کي  چي په دي ستر تاریخی ښار کي وشوه تر اوسه یی د شهیدانو شمیره د لسو څخه زیاته او  د زخمیانو شمیره یی هم  مخ په زیاتیدو ده .

په کابل کی د تیري  چهارشنبي د ورځی ستر بم ، چي ویل کیږي  په  هغه ټانکر کی دځای په ځای شوی  باروتو په واسطه و چاودید چی د باوري سرچینو له مخي د یوه  هیواد د سفارت  نه راوتلي او دخپل هدف په لور  روان و .په هغي  چاودنه کي تر سلو زیات کسان شهیدان ، تر پنځوسوو زیات زخمیان او معیبوب شول . ددي  غمناکي پيښي وروسته بله ناوړه پيښه  چي هغه هم د یو شمیر مجهول الهویه اود استخباراتي کړیو پوري د اړوندو وګړو له خوا دمدني ټولنو د یوي جایزي مظاهري  نه په استفادي سره تر سره شوه،او د هیواد په ملي مؤسساتو باندی  د حملی سبب وګرزید په کی د ۶ کسانو په وژل کیدو منتج شوه  اوبیا ډیره غمناکه دا  چي دهمدي وژل شوو کسانو څخه د یوه په جنازه کي  دری انتحاری بمونه په پرلپسی ډول و چاودیدل چي نژدي  شل کسان یی مړه او زخمیان کړل .

ویل کیږي  چي ددي ټولي تراژیدۍ شاته بیروني  استخباراتي کړۍ په پوره قوت سره مصروفه دي . دا  کړۍ  هغه وخت  ډیري فعاله شوي  چي د حزب اسلامی افغانستان  قائید او ملي مشر معزز  حکمتیار کابل ته په  پوره درنښت او د ښاریانو او ولس  دپوره احساساتي  استقبال سره یو ځای  داخل شو . اودداخلیدو وروسته یی په یوي  ستری ملي اجنډا باندي کار پیل کړ ترڅو د یوي ملي مجمع یا ملي ټولني له لاري د افغانستان  داوسنیو بحرانو څخه د وتلو له پاره لاره پیدا کړای شي او ترڅنګ یی د وسلوالو مخالفنیو سره د یوه  سیاسي ځواکمن ملي اسلامی ګوند د ادرس  له لاري  دخبرو اترو لړئ پیل او د سولی په رامنځته کولو منتج شی .

استخباراتي کړۍ اوبیا د عقیدي او فکر ذلیل دښمن  هیڅکله هم دا نه  غواړي او نه  یی زغم لری ترڅو په هیواد کي  سوله او  امن قایم او هیواد  مود تپل شوي  جنګ د اور  نه چي د سون  مواد یی یواځي او یواځي فقیر اوبی وزله افغانان دي ،را بیرون شي . په دی خاطر یی خپلي  ټولي  جاسوسي او استخباراتي کړۍ فعاله کړي او د هغوي له لاري غواړی  هرج مرج او بي امني رامنځته کړي .  دغه کړۍ بیا زمونږ د ولس هغه بي وزلي برخه خلک  چي په مخدره موادو اخته دی دخپلو مظاهرو دو ګړو د شمیر د زیادښت  له پاره په ورځنۍ کرایه اخلی  چي بدبختانه په دغو بمونو او ډزو ډوز کی  دغو ډول خلکو ته هم زیان رسیدلي  چی اوس یی څوک د پوښتني هم نه شته .

دښمن په کمین کي دي ،  اودهري ورځي په تیریدو سره یی زغم له منځه ځي ،په دي خاطر یی نن هرات په نښه کړ . ددي نه مخته یی هم هڅه کړي وه ترڅو د یو څو مجهول الهویه  عناصرو په واسطه  په ارګ او نورو ملي مؤسساتو  حملی  وکړي او په دي توګه نظام ته  صدمه ورسوي .

حزب اسلامي افغانستان په داسي حال کي  چي په اوسني حکومت ،‌تګلارو  او ترکیب  یی خپل ملاحظات لری  خو نه غواړی دا حکومت تضعیف شي  او د بدلولو داسي لاري یی غوره شی  چي وضعیت لا زیات کړکیچن کړي ، دریځ یی دادي چي اوس د جنګ په ختمولو او دامنیت په تأمین کي  دهمدي نظام ملاتړ وشي ، هر تغیر باید د ټول ولس په رایه او د اغیزمنو لوریو د تفاهم  او توافق په نتیجه کي وي ،‌نه د څوکړیو په خوښه او یا له داسي لارو  چي په نښتو او وینو تویولو منتج  کیږي

حزب اسلامي په هرات کی د اوسني بم چاودني او ددي چاودنی په پایلو کی د شهیدانو او زخمیانو د کورنیو سره د زړه له کومي همدردي لری . او دخپل ولس نه غواړی بیداره اوسي ترڅو ناولي دښمن و نه توانیږي زمونږ دغه  دسولي دغه ملي پروسه دخپلو دغه  ډول نا وړه اعمالو په واسطه زیانمه کړی .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th June, 2017