بدمعاشي هم حد لري : | شهادت 

22nd October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

بدمعاشي هم حد لري :

شهادت

2017-06-11

نژدي ددوو اونیو را پدیخوا، یعني هغه وخت چي د کابل په زړه ، وزیر اکبرخان مینه ، کی د  بمونو د مور چاودنه وشوه او په کي تر سلو زیات  بي ضرره وګړي شهیدان او تر پنځو سوو زیات زخمیان شول ، کورنو او شاوخوا سترو سترو ودانیو ته سخت  زیان ورسید اوګڼ شمیر  کوچني ماشومان په کي د زړه چاودی په واسطه له دنیا  ولاړل ، او نه یواځي په کابل بلکه په ټول  هیواد یی  دغم سیوري و غځوو، داعتراض په خاطر یی  یو شمیر مدني ټولنو د جمعي په مبارکه ورځ  مظاهره وکړه ، خو پخپله دمدني ټولنو دفعالانو دویناو  له مخي چي یو شمیر بدمعاشه ، بدخصلته ، غرضي او مرضي کړیو هم په دي مظاهره کی د مظاهري د کنترولونکو د اجازي پرته مداخله وکړه او مظاهره یی  په دولتي مؤسساتو او په ځانګړي توګه د ولسمشرئ په ماڼئ باندي د وسلوالي حملي له پاره استعمال کړه چي بدبختانه ۶ کسان په کی ووژل شول او یو شمیر نور زخمیان شول . خو ددي نه زیات دتأسف او غم خبره  دا وه چي په مظاهره کی د  وژل شوي  ایزیدیار د زوي  په جنازه کی دري ځان وژونکي بریدونه وشول  او نژدي ۲۰ کسانو ته  په کي مرګ ژوبله واوختله .

اما ددولت یو شمیر معاش خورو چي  په دولت کی ستري دندي  اجرا کوي ، دخپلو ناولو موخو په خاطر دکابل د ښار په مختلفو ځآیو کی ، د سړکونو دپاسه اعتراضي خیمي ولګولي ترڅو په دي توګه  ولس  ته په زیان رسولو اود سړکونو په بندولو سره دولت ته خپل زور  و ښيئی. په دغو خیمو کی دوه دري ورځي د ډول اوسورني سره یوځاي او دفحاشي دپروګرامونو او  د ورځ  مزدوریوپه ورکولو سره  یو شمیر خلکو ناسته کوله ، خودڅو ورځو وروسته اوس دغه خیمي په سړکونو باندي خالي ولاړي دي . په بعضو کی یو شمیر کسان د خپلو وختو د تیرولو له پاره په قطعو کولو او یا هم نورو لوبو مصروف دی ، خو په نورو کی بیا هیڅوک هم نه تر سترګو کیږي ، یواځي سړکونو پري بند کړل شوي چي د ولس دسختي زوریدو سبب ګرزیدلي او لا ګرزیږي .

بدبختانه چي ددولت  نظام هم یا خو دومره کمزوری دي چي نه توانیږي ددغسي اوباشانو په مقابل کی د قوت نه کار واخلی او یا هم په امنیتي ځواکوانو کي دهمدي مافیایی عناصرو داسي وګړي شتون لری  چی غواړي دغه دولت  چی همدوي یی حاکمان هم دي د ذلت سره مخ کړي .

په یو شمیر نورو هیوادونو کي  دغه ډول  اعتصابات منځته راځي خو دولتي ځواکونه  هیچا ته اجازه نه ورکوي  چي دولتي او ولسي لاري وتړي ، او ولس ته د زحمت اوتکلیف سبب وګرځي . او که څوک  هم  اجبارا دغه ډول  تخلف وکړي نو خیمي  یی دشپي شپي  سوځول کیږي او مسؤلین یی د زندان دوازو ته ورغورځول کیږي .

افغانستان  په دي خاطر چي ددي خیمو تر شا هم دولتي لوړ پوړي چارواکی ولاړ دي ، ددغه ډول کار جوکه نه دي او ددي جوګه هم نه دي  چي هسی خالي خیمه د سړک نه لری وغورځوي او دخپل ولس  له پاره اسانتیاوي پیدا کړي.

حزب اسلامی افغانستان اوددي حزب مجاهد قیادت د خپل ولس د زحماتواو ستونزو دپه نظر کي د نیولو په خاطر په خپله یوه اعلامیه کی  څرګنده کړي چي :« دخیمو درولو دغه اوسنئ لوبي ، د لارو او جادو تړل  اودروژي په مبارکه میاشت کي  ولس ته ازار او اذیت ورکولو  لړۍ باید ژر تر ژره  پای ته ورسول شي ،‌دکابل ښاریان ددغي وضعیت نه په تنګ  راغلي او ژر تر ژره ددي وضعیت دپای ته درسولو غوښتنه کوي . هیڅوک او د هیڅ نامه لاندی دا حق نه لری  چي دولس په مخ لوی  لاری و تړي اودکابل دښاریانو ارامش دخپل هوس د قربانئ له پاره د ماشومانو لوبه وګرځوي .

که څوک د حکومت د مامورینو په  کړچار باندي  نیوکه لری  نو ښه به داوي  چي دهغوي ددفاترو ترمخه خیمي ولګوي اوخپل اعتراض دهغوي ترمخه وړاندي کړي ،

که چیري  حکومت په دي  اړه قدم وانخلی نو کابل ښاریان به مجبور وی ترڅو په خپله اقدام وکړي  اوخپل ښار ددي اشوبګرانواو ماجراجویانو د اذیت څخه پاک کړي .

حزب اسلامي په خپله اعلامیه کي وایی چي : ددي  پيښو دعواقبو مسؤلیت به  دهغه چا په غاړه وي  چي دغه ډول فتنه یی  انجنیري کړي  او دعام ولس د اذیت  او تکلیف  سبب ګرزیدلي .»

ریښتیا هم بدمعاشي هم یو حد لري ، که پخوا دا بدمعاشي موجوده وه خو هلته یو یکته تاز نظام موجود و ، هیڅوک نه وو چي ددغي ډول بدمعاشو او ذلیله کسانو په مقابل کی چي ټول یی د پردیو د استخباراتي کړیو غړی دي  غږ پورته کړي . خو اوس دحزب اسلامي په څیر یو ځواکمن او قوي ګوند د هیواد په سیاسي فضا کی خپل فعالیتونه پیل کړي . دا ددي ګوند دنده ده چي د خپل ولس نه ددفاع په خاطر ددولت مسؤلینو ته  خطاب وکړي  ،اوپس له دي  دغی ډول بدمعاشیو ته ، چي دولس د زوریدو سبب ګرځي  نور د پاي ټکي  کیږدي.

 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd October, 2017