هیواد ددي حالت نه ویستلوته اړتیا ده | شهادت 

24th June, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

هیواد ددي حالت نه ویستلوته اړتیا ده

شهادت

2017-06-18

 د روژی دمبارکي میاشتي د پیلامی راهیسي که څه هم د حزب اسلامي د قائید او ملي مشر محترم حکمتیار له اړخه د وسلوالو مخالفینو نه په کلکه غوښتنه شوي وه ترڅو د روژی د مبارکی میاشتي په دوران کي نه یواځي د جنګ بندۍ له پاره اعلان وکړي بلکه د سولی د خبرو اترو دپیلامي له پاره هم حاضر شي او خپلي شرعي غوښتني ،که څه وي ، دهمدي خبرواترو دمیز له لاري ترلاسه کړی . اما وسلوالو مخالفینو ددغي غوښتني په اړه نه یواځي مثبت ځواب و نه وایه بلکه برعکس یی په ټول هیواد کی نظامي او وسلوال عملیات پیل او دپخوا څخه لا ګړندي کړل چي په پایلو کی یی په لسګونو بي وزله وګړی شهیدان شول او په لسګونو نوری کورنئ هم د غم په ټغر کښینول شوی .

همدا اوس  د هیواد په مختلفو سیمو کی د جنګ بهیر روان دي . د ننګرهار د ډیرو حساسو سیمو لکه توري بوړي او یا هم نازیانو او خوږیاڼیو څخه راپورونه را رسیږي چي وسلوالو مخالفینو په کی خپل سنګرونه کلک کړي . په قندوز او هلمند کي خو د جنګ لمن ډیره نازکی مرحلي ته رسیدلی . په کابل او نورو سیمو کي ځانمرګي بریدونه ان د اهل تشیع د الزهرا تر جوماته ورسیدل . ترڅنګ یی دولت ناستي چارواکي چي په عین وخت کي د دولت اپوزیسیون هم تشکیلوي د هرډول ګواښ نه کار اخلي ، هغوی په تشو خیمو درولو د مرکز نظام فلج کړي او دولت ددي جوګه نه دي چي ددي ډول وګړودکړچار اوبدمعاشیو په اړه کلک ځواب ووایی .
دسیسي ورځ تر بلي زیاتیږي . مغرض او مفسد ګاونډیان  هم د وخت او فرصت نه په ګټي اخیستو سره لګیا دي د سولی دغه اوسني کاروان چي دحزب اسلامي دقیادت له اړخه پیل شوی په یوه ډول فلج کړي .
لنډغر او اوباش عناصر ورځ تر بلي د استخباراتي شبکو په واسطه ملاتړکیږي او د هیواد په  ناامنیو کي دخپلي ونډي په اجرا کولو کی رول لوبولو ته هڅول کیږي .
هیواد دسختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي . وسلوال مخالفین هم ددي پهځاي چي دهیواد اوسنئ  ناامنه حالاتو او دهیواد د جغرافیی د له منځه تللوپه فکر کی شي یواځي د بیګناه انسانانو د وژلو فکر کوي او پري خوشحالیږي . 
دهمدي وضعی نه په ګټي اخستو سره امریکایانو هم اعلان کړي چي هیواد ته به نور  څلور زره وسلوال سرتیري رالیږي . ددي سر تیرو رالیږل به هغه هیلی هم مړاوي کړي چي حزب اسلامي یی په هیواد کی دامن او سکون د لاسته راوړو په خاطر کوی . 
حزب اسلامي افغانستان دامریکایی عسکرو زیادښت د سولی  اوامن له پاره سخت زیانمن ګڼي او په دي فکر دي چي که چیري د پردیو ځواکونو ډیرښت په هیواد کي دامن دقیام له پاره کوم ارزښت درلودی نو په دي تیرو ۱۷ کلونو کي به یی امن قایم کړي و . ددوي زیادښت نه یواځي دا چي هیڅ ډول ګټه نه شي رسولی بلکه برعکس د ناامنیو سبب او زیږنده ګرزیدلي او لا به ګرځي .
 په همدي حساس حالت کی د استاد سیاف ، قاضي محمد امین وقاد ، دپارلمان درئیس ابراهیمي او نور شخصیتونو راتګ او دسولی او امن دکاروان د مشر معزز حکمتیار سره یی لیدنه او په اوسنیو باریکه او نازکو امنیتي حالاتو بحث کول پخپله ددي امیدونه رابښي چی که چیري په ریښتیا هم قیادت په یوه خوله د یوه قوي فارمول له لاري په هیواد کی دسولی د قیام او وسلوالو مخالفینو ته د یوه درست پیغام په لیږلو اودهغوی د قانع کولو په خاطر اقدام وکړي نو د نورو مسایلو دحل له پاره به هم لاره پیدا شي 
په دي حساس وخت کي چي دحزب قیادت د یوي ملي مجمع د جوړیدو غږ کړي په ځآي او مناسب  قدم دي چی باید د استاد سیاف ،د ټولو سیاسي او قومی مشرانو او پخپله دولسمشر محمد اشرف غني له اړخه په پوره قوت سره بدرګه شي او دمناسبو پایلو د راوستلو په خاطر یی نه یواځي په کلکه ملاتړوشی بلکه د پرمخ بولو په خاطر یی هم ګړندي ګامونه واخیستل شي . تر څو هیواد مو د اوسنیو بدو ناامنیو څخه رابیرون کړل شي.
 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th June, 2017