حکومتي واکمنان په ترکیه کي : | شهادت 

22nd July, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

حکومتي واکمنان په ترکیه کي :

شهادت

2017-06-29

ویل کیږي چي  ددولت مهم چارواکي ،چي په کي  د ولسمشر لمړئ مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ، دمزارشریف والي او د جمعیت اسلامي د اجرائیه کمیټي رئیس عطامحمدنور، د اجرائیه رئیس دوهم معاون محقق ، او....یو شمیر نور د څو ورځو راهیسي په ترکیه سره را ټول شوي ترڅو د هیواد د راتلونکي په اړه پریکنده تصمیم و نیسي . که څه هم په څرګنده توګه دوي د ښاغلي دوستم د زوي په کوژده کي برخه اخلي خو د هیواد سیاسي حالات ددوي  دغه غونډه بلمنګه تصور کوی.
لمړئ دا چي د جنرال دوستم واکمني ، او دولسمشرئ د لمړي معاون په څیر یی دندي د څو قانوني مسایلو له مخي د ولسمشر له اړخه د ځنډ سره مخ شوي او نوموړي اوس په ترکیه کي د بیکارئ ژوند تیروي .خو جنرال دوستم بیا بیا ویلي  چی نه غواړی دا نظام  چي نوموړي یی لمړئ معاون دي له منځه یوسي ، خو هغه د خپل ولسمشر محمد اشرف غني په خلاف لا دپخوا نه د ښاغلي محقق او عبدالله عبدالله سره یو لاسی معلومیده.
ترڅنګ یی ښاغلي عطامحمد نور چي له یوه اړخه دمزارشریف والي او دبله اړخه دجمعیت اسلامي اجرائیوي رئیس هم دي د یو لړ ستونزو سره مخ شوی . په دي اخرو ورځو کي په کابل کی د بمونو د مور د چاودیدو اودهغي په پایلو کی د امرالله صالح او پدرام  له اړخه د مظاهرو په لاره اچول او د دولت په مؤسساتو باندی یرغل کول ، او دهغي وروسته د ښاغلي یزیدیار د زوي د مړیني دجنازي په وخت ي  څلور انتحاري عملیات ، او بیا د کابل په لویو لارو دخیمو درول او ولسي خلکو ته دمزاحمت پیدا کول، اوپه پایلو کی د دولت له اړخه ددغو خیمو له بیخه ویستل ،دغو دولتي چارواکو ته چي ددولت اپوزیسیون هم ځان حسابوي د سخت ټکان ورکولو سبب وګرزید .
د معلوماتو له مخي دوي غوښتل  چي دهمدي مظاهرو ، حملو ، نا ارامیو او اغتشاشونو په واسطه د ولسمشر اشرف غني نظام را چپه کړی  اوپه ځآي یی دوي چي همدا اوس هم ددولت د ټولو مزایاو نه  پوره پوره ګټه اخلي ،ددولت  نوي  انقلابي حاکمان وګرځي . خو ددوي د مظاهرو او خیمو څخه د ولس لریوالي دا ډاګیزه کړه چي  دوي  په ولس کی هغه  ځآي نه لري چي تصوریی کیده  اونه دا اولس هغه ولس دي  چي ددوي په قومنده  به یو ځل بیا د غرونو په لور مخه کوي .
څومره به ښه وو چي دا ټول په خپل هیواد  افغانستان کي سره را ټول شوي وایی ، دحزب اسلامي د معزز امیر ، محترم حکمتیار دملي اجماع د جوړښت  له پاره یی ګډي هلي ځلی پیل کړي وی ترڅو هیواد ددي مصیب او تراژیدئ نه چي همدا اوس په کي پروت دي  په ویستلو بریالي شوي وی.
بهرنیو هیوادو کی  د هیواد  د راتلونکي په اړه دغسي  ټولنی بی  له دي  چي هم  په ولس کي او هم په بین المللي ټولنه کي د نظام  او دهیواد دسیاسي تګلاري په اړه اندیښنی راپیدا کړي او استخباراتی ټولنی تري د خپلو ګټو له پاره استقاده وکړي ، نوره  لاسته راوړنه نه لري .
زمونږ سیاسی مشرانو !!؟  ته تر هر څه  ضروری او اړینه ده چي ترهر څه لمړئ دخپل هیواد د ساتلو اوسلامتیا په فکر کي شي ، بیا ټول سره راټول او دهیواد د راتلونکی په اړه ګډ تصمیم و نیسي ، او دحزب د قائید ددی فارمول سره  سم چي که هر څوک غواړی  اقتدار ته ورسیږي  باید د ولس رایه تر لاسه کړي . راځئ دحزب اسلامی ددي  فارمول په پلي کولو کی چي وایی : په هیواد کي باید د ولس د ازادو ټولټاکنو له لاري دنظام بدلون  صورت  ومومی ، ټول په دي تعهد وکړو  چي په راتلونکي کي به دنظام په بدلون کی د ولسی خلکو د پاکي ویني یو څاڅکي هم نه تویږي ، د ټوپک اوزور په ځای به دولس راي ته  اهمیت ورکول کیږي او.....
نو که زمونږ  سیاسیون نوره  څه اندیښنه و نه  لري نو بیا ولی په خپلو منځو کی دملي اجماع د دایریدو نه ،او بیا ددي اجماع  دالتزامي پریکړو نه په تیښته ځان باسي . 
ایا هغوي  چي په دي نظام کی د بی ۵۲ بمبار الوتکو تر چتر لاندي دا ۱۷ کاله په پرلپسی توګه په واکمنئ کي پاته شوی ، دا کافي نه ګڼي چي اوس یو ځل  دخپلو  پخوانیو کړچارو او اعمالو سره یو ځآی د ولس مخي ته راشی او خپل ځان ازمیښت  کړي . ترڅو به دا ډول دوستان  د تهدید اوګواښ پالیسي مخته وړي او خپل ځآن ته به په واکمنئ کی ځآی زیږی  راپیدا کوي .
ښه او بهترین محک د ولس ترمنځ  را څرګندیدل او دولس رایو ته درنښت دي . راځئ  ټول په دي فارمول  باندی دحزب اسلامي د امیر محترم  حکمتیار دملي اجماع د تائید له پاره سره لاسونه یو کړو. همدا مو د موفقیت او په هیواد کی د سولی اوامن د قیام له پاره غوره اوبریالئ لاره ګڼل کیږي.
 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd July, 2017