د ترکیی غونډه یا دملي اجماع دپروسي سبوتاژ!؟ | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د ترکیی غونډه یا دملي اجماع دپروسي سبوتاژ!؟

شهادت

2017-06-30

نن د هیواد په سیاسي ډګر کي  په هیوادکي دسولي دقیام  او دا چي دکومي لاري نه به په اغیزمنه توګه دا قیام منځته راشي ، د هیواد دسیاسیونو او عام وګړو ترمنځ ګرم بحث روان دي. 
خو دا بحث  هغه وخت ډیرګرم شو چي په ترکیه کي دولسمشر د معطل شوي لمړي معاون جنرال دوستم د زوي د واده په مراسمو  کي د مزار والي عطامحمد نور ، د اجرائیه ریاست معاون محقق او د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح الدین ربانی ترمنځ د یوی پریکړی له مخي د خپلمنځي ائتلاف  اعلان وشو. ددغي پریکړي له مخی به دغه څلور کسیزه  ډله په هیواد کي د سولی دقیام په خاطر یوه شورا اعلامیوي تر څو ددي لاري(ددوي په اصطلاح)  په هیواد کي دحکومت دسولي اوامن دقیام او د  موجوده نظام دکمزورتیا مخه و نیول شي . 
دا چي په دي شورا کی  به کوم کوم کسان شامل وي او هغوی به دسولی له پاره څه رول اداأ کړای شي وروستئ خبره ده . خو هغه څه  چي د بحث وړ دي هغه دا چي : کابل ته دحزب اسلامي افغانستان د امیر ، معزز حکمیتار ، د راتګ وروسته ، دحزب امیر دیوی ملي اجماع د جوړښت له پاره په جدي توګه کار پیل شوی  ، په دي لاره کي یی دمختلفو الفکره سیاسي عناصرو او مشرانو ترڅنګ د قومي مشرانو سره هم لیدنی کتني کړي ، دحزب اسلامي مشر پروګرام درلود ترڅو دغه ملي اجماع  چي په کی به دهر سیاسي ګوند څخه دوه دوه کسان شامل وي د کمکي اختر دپیل نه مخکي دایره کړي . ددایریدو ځای  یی هم د ولسمشرئ ماڼئ  ښووله . په دي لاره کی یی  خپلی مشوري  دتکمیل تر حده رسولي . اما دا چي ولي د ښاغلی حکمتیار له اړخه ددي ملي اجماع ددایریدو پروګرام تر یوه وخته پوري و ځنډید معلوم نه ده . اما په هرصورت دا پروګرام تر لاسه لاندي دي .په دي پروګرام کی د نورو نه علاوه د جمعیت اسلامي  او د جنبش پوري اړوند دوه دوه کسان هم شامل دي
دحزب امیر کابل ته د راتګ نه وروسته خپله غیږ ټولو ته پرانستي ، او دخپل  راتګ په همغه لمړئ  اونۍ کی د پوهاند رباني ، احمدشاه مسعود او جنرال قسیم فهیم  دفاتحو په خاطر د صلاح الدین رباني  کور ته ورغی  او ددریواړو زامنو ته یی په همغه ځآي کی فاتحه وکړه . ښاغلي حکمتیار غوښتل او اوس یی  هم غواړی ترڅو پخوانۍ تربګنئ  او تاو تریخوالي یوي لوري  ته کړی . ټول په یوه ټغر د خپل هیواد د استقلال او په هیوادکي دسولی او امن  له پاره په ګډه هلي ځلي وکړي . خو د جمعیت د رهبري کدر  له  اړخه  اوپه ځانګړي توګه د یادوشوو عناصرو له خوا کوم داسی مثبت  عکس العمل و نه ښوول شو چی  هغه د هیواد په راتلونکي کی ددي اسلامي ګوندونو ترمنځ  دیووالي هغه درز  چی دپخوانیو ناخوالو په واسطه  راپیدا شوي و بند کړای شي . اما ددي سره سره  بیا هم دحزب اسلامي قیادت په پوره خلوص  سره هلي ځلي کوي ترڅو دداسي یوي ملي  اجماع له  لاري چي پریکړو ته یی ټول غاړه کیږدي دهیواد اوسني غمیزه پای ته ورسیږي او وسلوالو مخالفینو ته دهمدي اجماع  له لاری د سولي اوامن یو پیغام ولاړ شی ، ترڅنګ یی دهیواد د ازادئ او استقلال له پاره په هیواد کي د موجودو بهرنیو ځواکونو په اړه  تصمیم و نیول شي او هغوي ته هم  ګډ پیغام ولاړ شی .
اما په ترکیه کي دپخوانيو دشمنانو او اوسنیو دوستانو ترمنځ د  واده  د مراسمو تر نامه لاندي دا ډول غونډه  څرګندوي  چی په  دالو کي توروالي شته . ځکه چي نه خو ددي غونډي په اړه د حزب اسلامي په  ګډون د نورو سیاسي ډلو سره تماس نیول شوي او نه یی څوک په  اعتماد کي اخیستی .
حزب اسلامي  نن دخپلي یوي اعلامیی له لاري یو ځل بیا تأکید وکړ چی: « مونږ دهرهغه اقدام  چي د نظام د اصلاح او تقویی اوپه هیواد کي دامنیت دتأمین او عدالت سبب ګرځي  په پوره اخلاص سره  ملاتړ کوو ، خو دهغو تصامیمو او هڅو نه  چي د نظام د تضعیف او کمزورتیا سبب  وګرځی او تشنج او هرج و مرج منځته راوړي، نه یواځي ملاتړ یی نه کوو، بلکه هیچا ته به هم دداسي اقدام  اجازه نه ورکوو ، بلکه  دخپل ولس ترڅنګ به دداسی منفي اقدام په مقابل کي په کلکه ودریږو.» 
په دي خاطر  په ترکیه دمتضادو مخالفینو ترمنځ نوي ائتلاف ډاګیزوي چي دوي دحزب اسلامی په ابتکار د ملي اجماع ددایریدو د سبوتاژ په خاطر دا ډول قدم اخیستي وي



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017