دملي اجماع د جوړښت کار به ژر ترسره شي : | شهادت 

22nd July, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

دملي اجماع د جوړښت کار به ژر ترسره شي :

شهادت

2017-07-06

نن د جولای دمیاشتي په شپږمه د  هیواد داسلامي تحریک مؤسس ، او دحزب اسلامي افغانستان قائید او ملي مشر ، محترم حکمتیار په خپل دویم مطبوعاتي کنفرانس کي ، دحزب اسلامي افغانستان د مختلفو څانګو د رایوځاي کیدو او دیوه قیادت ، یوه بیرغ  او یوي اجنډا لاندی  یی دهغوی دیوکیدو په اړه په داسي حال کی دکنفرانس ګډونکونکو ته  خبر ورکړ چي ترڅنګ یی قاضی محمد امین وقاد ، محترم جمعه خان همدرد ،  عبدالهادي  ارغندیوال  او ګڼ شمیر نور غړی هم ناست وو. محترم حکمتیار وویل چي حزب  اسلامي یو وو ، یودي  او یو  به  وي . ان شاءالله 
که څه هم توقع  کیده او ډیره کي حزبیانو هم دا هیله درلوده ، چي د معزز مشر د راڅرګندیدو سره سم به ،هملته په لغمان کي ، ټول هغه واړه  واړه ګروپونه چی د هیواد په مرکز کي په یوه نامه او بل باندی ثبت شوي وو ، خپل دفاتر دحزب اسلامي امیر ته ورحواله کړي ، خو د ځینو ستونزو  له مخی دا  کار تر دي وخته و ځنډید. چي دا ځڼدیدل د هیچا  نه خوښیدل او د حزب هر غړي پوښتنه کوله  چی ولي دا دفاتر له منځه نه ځي او دخپل ملي مشر او قائید تر چتر لاندی سره نه راټولیږی . خو بلاخره ننئ  پریکړه که څه هم  ځنډنه اعلان  شوه  او داسلامي تحریک  کورنیو اوبهرنیو دښمنانو اوتبلیغاتي ادارو  تري پوره ګټه پورته کوله ، په خپل ځآي سهي او درسته پریکړه ده .
ملي قائید په دغه مطبوعاتي کنفرانس کي په ملي او بین المللی موضوعاتو پوره رڼا واچوله  او په هیواد کي دبحران د حل له پاره یی دملي اجماع د جوړښت په خاطر  په خپلو هلو ځلو دکنفرانس ګډون کونکي  خبرکړل . 
د حزب اسلامي مشر  وویل، د هیواد دمخکښو سياسي ګوندونو سره يې خبرې کړې او له يوه ګوند پرته 
ټولو ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان د ستونزو د حل په اجماع کې به ورسره ګډون کوي. هغه وویل،  د اجماع د جوړيدو لپاره يې د يوې لنډمهالې اجرايي شورا پر جوړولو هوکړه کړې ده. ده وويل له يوه پرته ډيرو سياسي ګوندونو په دغه اجماع کې د ګډون ژمنه کړې ده. ده د هغه ګوند نوم وا نه خيست، چې نه غواړي د افغانستان د ستونزو د حل په موخه په نوې جوړېدونکو اجماع کې برخه واخلي. د حزب اسلامي امير په ترکيه کې د جميعت، جنبش او وحدت ګوندونو د مشرانو تر مينځ د ائتلاف د جوړيدو په  اړه هم څرګندونې وکړې او ويې ويل، غوره به وه، که چېرې د يادو ګوندونو تر مينځ په افغانستان کې   د ننه ائتلاف رامينځته شوی وی. دسولي اتل او ملي رهبر ټينګار وکړ، چې د جګړې شعارونه په افغانستان کې نور بازار نه لري او هر هغه څوک چې د افغانستان لپاره ښه نيتونه نه لري، خپلو موخو ته نه شي رسيدای. دروند مشر، حکمتيار ،افغانستان ته د اضافي سرتېرو د را استولو په تړاو د ناټو سازمان د پريکړې مخالفت هم وکړ او ويې ويل، چې بهرني سرتيري به د افغانستان لانجه لا پېچلې کړي. 
ښاغلی ګلبدين حکمتيار په افغانستان کې د اوبو د لويو بندونو پر جوړېدو د ايران د ولسمشر حسن روحاني د څرګندولو په غبرګون کې وويل، چې له ګاونډيانو سره دې د اوبو پر سر پېښېيدونکي مسايل د خبرو اترو له لارې حل شي. حکمتيار وويل، د روحاني له خبرو مختلف تعبيرونه کېدای شي او ښايي په افغانستان کې کېدونکي بريدونه، چاودنې او د رغنيزو پروژو پر کارکوونکو بريدونه له همدې مسئلې سره تړاو ولري. ده ګواښ وکړ، چې هېڅوک د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري. ښاغلي حکمتیار وویل چي : هیڅوک حق نه لري  افغانستان  او افغانانو ته دستور صادر کړي او د هیواد په کورنیو چارو کي لاس وهنه وکړي . محترم قائید  په ایران اوپاکستان غږ وکړ ترڅو په افغانستان کي دسولی دقیام په خاطر هلي ځلي وکړي
 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd July, 2017