د سولی دقیام په خاطر دعلماؤ اتحاد ته اړتیا ده : | شهادت 

22nd July, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د سولی دقیام په خاطر دعلماؤ اتحاد ته اړتیا ده :

شهادت

2017-07-14

د قومونو اوولسونو د جرګو او مشرانو سره دحزب اسلامي افغانستان د قائید  او ملي مشر ، معزز حکمتیار لیدني کتني د پخوا په څیر په پوره  شدت سره رواني دي.   ملي مشر په دغو لیدني کتنو کي د ټولو قومونو سره په یواځنئ ستری موضوع ، په هیواد کي دسولي او امن دقیام ، په اړه خبري کوي ، دهمدي غونډو  په لړ کي د  حزب اسلامي محترم امير  د يوسفزیود سرتاسري شورا له غړو سره په کتنه کې هم ، په هیواد کي د جنګ دپاي ته رسیدو اود امن په قیام کي  د قومي مشرانو او علماوو ترمنځ په يووالي غږ وکړ.

مشردخپلي وینا په یوي برخي کي وويل،« که علمآ خپلو د یني مسؤليتونو ته متوجه شي او د افغانستان په مسایلو کې فعال حضور ولري، نو د جګړې په پای ته رسيدو او د ناخوالو په مخنيوی کې تر ډيره مرسته کولی شي».

معزز مشر زياته کړه چې« په اوسنيو شرايطو کې د علماوو يووالی ډير اړین دی او که دوی يو موټی شي نو ټول ملت به يې تر شا ودريږي».

د حزب اسلامي امير د جهاد په کلونو کې د نورو مجاهدو قومونو او ولسونو په څیر  د يوسفزيود غیور  قوم سرښندنې هم وستايلې اودهغوي څخه یی  غوښتنه  وکړه چي «لکه څنګه  چي د جهاد او دهیواد د ازدئ په وخت کي د حزب تر څنګ ولاړوو  په همغه ډول ،بلکه ترهغي زیات ،   د سولې او امن  په قیام  کې  د حزب اسلامي تر څنګ و دريږي». معزز مشر په پوره هوډ او عزم سره وویل چي « سوله ، امن ، او عدالت زمونږ شعار دي  او هڅه کوو چي خپل هیوادوال له دي نازک  حالت څخه وژغورو »

د حزب اسلامي د قائید د وینا له مخي « اوسنۍ جګړه د افغانانو په زيان ده او د پرديو د ګټو لپاره پر موږ تپل شوې ده، نو د يوسفزيو قوم  او نور افغان ولسونه دی  د جګړې په پای ته رسولو کې پریکنده قدم سره  مخته راشي .».

ځکه  ځينې ډلې، دهغه په وینا، اوس هم د جګړې پر دوام ټينګار کوي ،دهغوی ګټي په جګړه کې رانغښتي دي، خو افغانان ولس  له دې حالت نه ستومانه  او د جګړې پای ته رسول غواړي.

دیوسفریو دقوم مشرانو او علماؤ  سره د حزب اسلامي د امیر  کتنه ،  د نورو ولسی مشرانو او علماؤ  سره دکتنی په څیر ، دسولی او امن دقیام په خبرو پیل او پایلي یی  لکه څنګه چي ددي قوم مشرانو دمعزز مشر او ملي قائید نه د هغه دسولي دپروګرامونو په ملاتړ اودهغه څخه  د سولی دخبرو د پرمخبولوپه ټینګار ، غوښتني  او هوډ سره، په ډیره مثبته توګه  پای ته ورسیده .

حزب اسلامي افغانستان ددافغانستان داسلامي جمهوري دولت د ولسمشر محمد اشرف غنی سره دسولی  تړون  لاسلیک  او دهمدي تړون د لاسلیک نه وروسته ، دهمغي ورځي نه چی دحزب قائید اوملی مشر  کابل ته تشریف  راوړي ، دحزب اسلامي شعار د سولی او امن د قیام له پاره په پوره قوت سره پیل  شوی .دحزب امیر ، د لغمان ، ننګرهار اوبیا دکابل د ولسمشرئ د ماڼئ  او غازي د لوبغالي دسترو اوتاریخي غونډي پوري دسولی او امن په شعارونو بدرګه شوي او په عملي توګه یی په دي لړ کی قدمونه  اخیستي ، د حزب اسلامي قائیدا د ولسونو او قومونو دمشرانو ، سیاسي رهبرانو ، دښځو د اسلامي تنظیم د ګڼ شمیر غړو سره  لیدني کتني کړي ، او په دي لړ کی یی دپروګرام په مطابق دعلماؤ د یوي ستري غونډي د رابللو له پاره هم د انسجام دکمیسیون  له لاري کار پیل کړي  ترڅو د هیواد دمرکز کابل دمساجدو د امامانو او شاوخوا ولایتونو دعلماؤ سره  هم نژدی کتنه وکړی او دهغوي څخه هم وغواړي ترڅو دخپل اتحاد او یووالي له مخی په هیواد کي د جنګ  دغه اوسني غملړلي فضا پای ته ورسیږي او ځاي یی د سولی او امن قیام و نیسي . په همدي خاطر دحزب اسلامي قائید په دغو تیرو دوو میاشتو کي کلکه توجه کړي ترڅو د ملي اجماع په بڼه یوه داسي غونډه  جوړه کړي  چي دهیواد دسیاسي مشرانو نه علاوه  د دولت مسؤلین هم په کي برخمن شي او پریکړی یی  التزامی حیثیت ولري .

که له یوه اړخه  حزب اسلامي او قیادت یی په پوره اخلاص سره هڅه کوی خپله دغه ملي اجنډا د پریالیتوب ترپولو ورسوي ، خو یو شمیر هغه مافیایی ،‌متعصبي ، حسودي او په واک مینی کړئ  غواړي ولس یو ځل بیا د رقابت په لور  رهی کړي، او ددي پرځآي چي په یوي ملي ستري اجنډا   سره راټول شي ، د ځانته ځانته ډلګیو او داسي اتحادونو په جوړولو  مصروف دي چی  اغیز یی په ملت کی هیڅ  ډول مثبت  رول نه شی لوبولی .

په دي اساس مونږ د ولس د ټولو علماؤ، قومي اوسیاسي مشرانو ، دولتي لوړپوړو چارواکو، وسلوالو مخالفینو او … څخه په کلکه غواړو د حزب اسلامي د مشراوملي قائید په دغو مخلصانه هلو ځلو کي سره را ګډشي  او ولس ددغو اوسنیو غمیزو، او  د حسودو  ، کینه کښو او مغرضو ګاونډیو د شر نه په  پوره تدبیر اوحکمت سره بیرون کړي .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd July, 2017