دځوانانوخوزښت: مشورو ته اړتیا ده : | شهادت 

18th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

دځوانانوخوزښت: مشورو ته اړتیا ده :

شهادت

2017-07-21

کابل ته د حزب اسلامي افغانستان د قائید محترم مشر حکمتیار د راتګ نه دا دی دری میاشتي تیریږي ، چي په دغه موده کي د نورو قومونو ، اتحادییو، جرګو اوشمله ورو شخصیتونو تر څنګ د ځوانانو د مختلفو اتحادیو دشورا ګانو غړو هم  ورسره لیدنه کتنه کړي  او د معزز مشر د سولي او امن د پلانونو څخه یی پوره تائید  او ملاتړ څرګند کړي او ان  تردي چي دمعزز مشر په لاس یی ، د سولی او امن د قیام دهلو ځلو په خاطر ، دبیعت لاس  هم  ورکړي .
ملي مشراوقائید د ټولو پورته یادکړل شوو قومی مشرانو ، جرګو ، مخورو شخصیتونو اوځوانانو ته د اتحاد او یووالي غږ کړی او تري غوښتي یی دي ترڅو په خپلو مینځو کي سره لاسونه یو کړي .
 که چیري زمونږ د ولس دغه طبقه اوپه خآنګړي توګه  ځوانان  چي تل د انقلابي بدلونونو  مخکښ  عناصر دي ،  په هیواد کي د جنګ د تل پاي ته درسیدو او  په ولس کی  د یوه سوکاله او ارام ژوند دپیلامي  په خاطر سره لاسونه یو کړي ، او په سالمه توګه رهبري کړل شی نو زمونږ د ټولني ډیری ستونزي به دهمدي منورو ځوانانو په لاسو دحل لار پیدا کړي .
حزب اسلامي  افغانستان چي پخپله د ځوانانود ټولني یوه مجموعه وه او اوس د ۴۸ کالو د تیریدو وروسته ، اوس هم، لکه دپخوا په څیر، د هیواد  د ځوانانو د تعلیم یافته طبقي ستر کور کڼل کیږي او د ځوانانو هیلی  هم دهمدی  ګوند او ددي ګوند د عالم ،مدبر او متقي  قیادت  پوري  را نغښتي دي .
په حزب کی د ځوانانو او د محصلینو اسلامي تنظیمونه  دهغو ځوانانو په نسبت چي په متفرقه توګه دحزب په چوګاټ کي منډی ترړی وهي ، ډیر فعاله اوخپل کارونه په  منظمه توګه پر مخ بیایی . ددي دواړو تنظیمونو مسؤلین دخپلو شوراګانو له اړخه د حزب اسلامي د اصولو سره سم په انتخابی توګه ټآکل شوي او خپل کارونه یی په همغه وخت کی هم  چي دحزب اسلامي  دغړو په خلاف دښمنانو دهر ډول شکنجی ، تعذیب او بندیخانو نه استفاده کوله .او چا ددي جرئت هم نه شو کولی  چی دحزب اسلامي او یا ددي ګوند د مجاهد  قائید نوم په خوله واخلي،خپله مبارزه په څرګنده او پټه توګه پر مخ  بوولي ده.
خو د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي  افغانستان ترمنځ د سولي د تړون  دلاسلیک نه وروسته او دمعزز مشر  کابل ته دراتلو سره  سم  په حالاتو کي پوره بدلون راغلي ، حزب اسلامي ته په هیواد کي د یوه ستر سیاسي ګوند په څیر د فعالیتونو زمینه برابره شوي او د نورو نه  علاوه د ځوانانو پاک احساسات   په پوره جوش او ولولي سره دخپل دغه ګوند او ددي ګوند د قائید د سوله ایزو پلانونو د پلی کولو او پرمختګ له پاره په څپو کي دي .
الحمدلله  زمونږ ځوانان ( نجوني او هلکان)، که هغوي خپل تعلیمي  کورس پاي ته رسولي او یا که اوس هم د تعلیم اوروزني په مراحلو کي  خپلو درسو ته دوام ورکوي ، ټول په شرعي سیرت او صورت ښایسته  او ددین په  رڼا منور شوي دي .
په دي خاطر ددي ځوانانو د منظم تحرک او خوزښت  له پاره دهغوي دمسؤلینو او شوراګانو په مشوره  داسي  انسجام کولو ته اړتیا ده چي دوي په کي خوښ  او ددوي ته په کي دکار کولو او پرمختګ زمینه برابره کړل شي . که خداي ناخواسته په  دوي د کوم  فشار یا مصلحت له مخي ، او یا ددوي دمشوري پرته  پري کوم داسی څوک  مسلط کړل شي چي له مخي یی ددوي  فعالیتونه د فلج کیدوسره مخامخ کوي ،نو بیا به د ځوانانو او محصلینو ترمنځ  هغه ولولي په طبیعي شکل مړاوی شي چی همدا  اوس یی د فعالیتونو  لمن  په ټول هیواد کي خپره شوي  ده . 
زمونږ  مشوره  به  ځوانانو ته دا وي  چي دحزب د قائید د هدایاتو سره سم خپل ځانونه  منظم او متحد کړي ، که چیري ددوي ترمخ داسی کومه ستونزه راپیدا کیږي چي ددوي د فعالیتونو ترمخ خنډ پیداکوي او یا هم  ددوئ  دغه پاک احساسات  مړژواندي کوي نو په اړه دي  یی دخپلو شوراګانو په مشوره او دحزب  دقیادت  د حکم سره سم  قدم واخلی . خو اختلافی مسایل دي په ټولنیزو پاڼو کي د خپرولو په ځاي د ګوند دمسؤلینو سره نیغ په نیغه  هموار کړی ، ترڅو په ګوند کي د نظم  او دځوانانوترمنځ د اتحاد او یووالي روحیه په خپل ځاي پاته شی . ان شاءالله په همدي کي خیر هم رانغښتي دي . 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2017