لمړنۍ قبله او د اسلامي امت بي حسي: | شهادت 

16th October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

لمړنۍ قبله او د اسلامي امت بي حسي:

شهادت

2017-07-28

دهغه وخته چي د الاقصی مسجد اویا د مسلمانانو لمړنۍ قبله د غاصبو یهودانو د سلطی لاندي راغلي تر دي دمه د ځآی اوسیدونکو مسلمانانو له پاره ددي مسجد دروازی تړلي ، ډیر وخت ځآیی مسلمانان د مسجد نه بیرون د سړکونو په غاړه خپل لمونځونه ادا کوی، د جنایتکاره یهودانو له اړخه وهل کیږي ، ربړول کیږي ، بندیانیږي او .... د هر راز غیر انساني شکنجو سره مخ کیږي.
په فلسطین کي د الاقصي مسجد هغه ځآي دي چي الله تعالي یی په اړه په قران کریم کي فرمایی:(...الي المسجد الاقصاالذي بارکناحوله لنُریه من ایتنا ....)«.... ترهغه مسجد الاقصي پوري بوت چي مونږ یی شاوخوا برکتي کړي ..»
د اسلام دا لمړنۍ قبله په لمړي ځل د سیدنا عمر رضي الله عنه په وخت کي مسلمانانو ته په لاس ورغله ، خوبیا وروسته په صلیبي جنګونو کي یهودانو پري ولکه وکړه ، اما د ستر او ویاړلي مجاهد اوغازی صلاح الدین ایوبي په لاسو دا قبله یو ځل بیا دمسلمانانو په لاسو کی پریوته . 
مسلمانانو هیڅکله هم دلته یهودان او عیسویان د عبادت نه دي منعه کړی ، بلکه هغوي دخپلو مذهبي طریقو اولارو په له مخی دلته په ازادانه توګه خپل عبادت کړي . 
اما بدبختانه ، دهغه وخته راهیسي چی دمسلمانانو واکمني شړیدلي ، عثماني امپراطوري هم د نصرانیانو او یهودانو د ګډو هلو ځلو په واسطه له منځه تللي او پخپله اسلامي امت داستعمار په لاسو په وړو وړو پرچو ویشل شوی ، سلاطین او امراءیی د پردیو لاسپوڅي ګرزیدلي او دخپلو واکمنیو دخوندي ساتلو په خاطر د خپل الله تعالي په ځآي د کفارو پښوته پریوتي ،نو اته میلیونه یهود په ۱۷سوه یا (یو ملیارد او اوه سوه میلیونو) مسلمانانو باندی مسلط شول ،او په دي توګه یهودو ته د فلسطین دمقدسي زمکي د ولکي کولو اجازه ورکړل شوه او پخپله په فللسطین یی یو یهودي ایجنټ د عباس ترنامه لاندي مسلط کړ نو په طبیعي توګه به دا مقدسه خاوره د یهودو د ناولوپښو لاندي مروړل کیږی او داسلامي امت ددغو لاسپوڅو سلاطینو او امراءو په عیاشیو او د ټرمپ په پښو کی د غورزیدووروسته دادي بیت المقدس هم د یهودو دداسي واکمنۍ لاندي راغلي چي اوس په کي مسلمانان ، نور لمنځونه خو لاڅه، چي د جمعي دمبارکي ورځي د لمونځ اداء کولو ته هم نه پریږدي .
په اسلامي امت کي یواځیني سالار چي دبیت المقدس ددروازو په تړلو یی د اسرائیلو دسفارت دروازي و تړلی هغه د ترکیی ولسمشر طیب اردګان دي. هغه اعلان وکړ چي ترهغي چي یهودان د الاقصي د مسجد دروازی پراننیږي نو ترکیه به هم د اسرائیلو دسفارت دروازی بندي و ساتي .
که څه هم یهودو هغه ته ګواښ کړي چي ګویا د عثماني امپراطورۍ د ړنګیدو وروسته اوس داسي ځواک نه شته چي دیهودو په سترګو کي سترګي ننباسي ، خو بیا هم اردګان نه یواځي د یهودو په مقابل کی بلکه د ټولي نصراني غربي نړئ په مقابل کی د یوه ستر چیلینج په څیر په خپل هوډ کي د فلسطین د مظلوم ولس ترڅنګ ولاړ دي .
رافضي ایران چي تل د الاقصی د ازادیدو شعارونه بدرګه کوي اوپه دي نامه داسلامي امت په سترګو کي خاوري اچوی د یهودو د بي ټیم (B_Team) دنده تر سره کوی . او داسلامی امت ترمنځ د هر نوع فساد په جوړولو کي ستر رول لري .
عربی هیوادونه چي باید خپله ټوله پانګه اوسرمایه یی د فلسطین او القدس د ازادۍ له پاره مصرف کړي وایی ، نن دغربي استعمارپه واسطه په خپلمنځي رقابتونو کي راښکیل شوي ، او خپل کوچني ورور هیواد قطر یی د یهودو په ځآي تر خپل قهر او غضب لاندی راوستي ، او دا کار یی هم د امریکا دولسمشر د رضاییت او خوشحالۍ په خاطر دهغه د سفر په جریان کی ترسره کړي .
ددي ټولو هیوادو زور یواځی د فلسطین دریښتونی نماینده ګوند حماس په خلاف استعمالیږی . او هڅه کوي دغه اسلامي ګوند چي دخپل هیواد دازادۍ له پاره دیهودو په ستونو کي لکه د هډوکي په څیر نښتی په یوه ډول نه یوه ډول له منځه یوسي . او دخپلو واکمنیو په خاطر یهودان راضي او خوښ و ساتي .
اسلامي امت باید په ټول قوت سره د یهودو دغه جنایتکارانه اعمال په کلکه و غندي او د یوه کوچني لږه کی منفور او جنایتکار ډلی څخه د اسلامی امت د عزت او وقار دغه سنبول ( الاقصي ) ازاده اوخپلواکه کړی . 
دا د اسلامي امت له پاره ستر ازمیښت دي . ترڅو خپل سلاطین او امراء د خپلو مظاهرو ،غونډو او جلسو له لاري متوجه کړی ترڅو ددي ستر عبادتځآی او د اسلامي امت د لمړئ قبلي د بیرته اخستو په خاطر دقربانۍ ډګر ته راودانګي .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th October, 2017