د انسان وژني عجیب منطق : | شهادت 

18th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د انسان وژني عجیب منطق :

شهادت

2017-07-29

د افغانستان د ولس سرمایه او ځمکنۍ سرچینې پخپله د افغانانو له پاره د اور تنور ګرځیدلي او هره ورځ په کي زمونږ مظلوم ولس ددي سترو وحشي استعماري ځواکونو په اور کي سوزیږي . دا چي تر څوبه زمونږ ولس د دي تنور د سون مواد ګرځی ،‌لامعلومه نه ده ، خو د استعماري ځواکونو او استعمار د آند نه څرګندیږي چي تر هغي چي دافغانانو په وجود کي د زمکنیو سرچینو په بڼه وینه ګرځي ، دوي به د استعمار له پاره د سون د وموادو حیثیت لري . 

زمونږ هیواد په اتیايمو کلونو کي د شوروي اتحاد دزبرځواک له اړخه په نظامي توګه اشغال کړل شو ، او نژدي لس کاله دا اشغال جریان درلود . روسانو د افغانستان د زمکنیو سرچینو څخه څومره چی توانیدل دخپلو څرخي الوتکو او عسکري سترو کاروانو په واسطه له هیواده غلا کړل ، خو کله یی چي د افغانستان د مجاهد ولس د ځواکمن او قوي مقابلي په واسطه ماته وخوړه او په تیښته و تښتیدل نو امریکایی زبرځواک د ناټو په بڼه او شکل سره د افغانستان په مقداراتو باندي ولکه وکړه ، او دشوروی اتحادی ځواکونو ځآي یی ونیوه . دوي د شورویانو نه پاته ځمکنۍ سرچیني له ځانه سره یوړي او لا تراوسه لګیا دي ځغلوي یی . 
که له یوي خوا امریکایان وایی چي په افغانستان کي یی په سلګونه میلیارده ډالر مصرف کړي خو د بله اړخه امریکایی سرچیني وایی چي دوي د افغانستان د ځمکنیو سرچینو څخه ددي هیواد د مصارفو څو چنده زیاتي ځمکني سرچیني او خام مواد راوړي او لا لګیا دي راوړي یی . 
دا حقیقت امریکایی معتبري باوري ورځپاڼی نیویارک ټایمز په خپلي یوي ګڼه کي داسی ښکلي دي :
نیویارک ټایمز د ډونالډ ټرمپ په حواله لیکي چې د افغانستان کانونه په دې ارزي چې جګړه دوام وکړي او امریکایي سرتیري دې هېواد کې پاته شي. نوموړی وایي چې په دې اړه ورته د کانونو ماهرینو او افغان چارواکو ویلي چې د یادو معدنونو استخراج به غربي کمپنیو ته یوه ستره ګټوره سرچینه وي. راپور زیاتوي چې سټیفن فینبرګ د ډونالډ ټرمپ غیر رسمي مشاور او د ډاین کورپ انټرنیشنل خصوصي امنیتي کمپنۍ مالک او لوی ملیاردر هم په دې هڅه کې دی چې څرنګه د افغانستان تر کانونو ځان ورسوي. راپور کې اندېښنه څرګندېږي چې له بده مرغه د افغانستان ډیری کانونه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي.»
ددي تر څنګ امریکایان لکه د نورو ټیکو په څیر د افغانستان اوسنۍ جګړه هم په ټیکه ورکړي او ددي له پاره یی امریکایی جاسوسی شبکو ګمارلي دي .لکه چي همدغه اخبار مخته لیکي چي : 
« سپینې ماڼۍ کې د افغان جګړې پر خصوصي کېدو ټینګار وشو چې بلک واټر او ډاین کورپ په څېر کمپنیو ته که په ټیکه ورکړل شي نو کولای شي د امریکا موجوده لګښتونه کابو نوي سلنه راښکته کړي»
. ډاین کورپ د بلک واټر په څېر یوه خصوصي امنیتي کمپنئ ده چې په وحشت او ضد بشري کړنو متهمه ده.
دا دحکومت مسؤلیت دي چي د کانونو په استخراج کي د داسي هیوادو سره قراردادونه لاسلیک کړي چي د زمکنیو سرچینو د غلا کولو په ځآی د افغانانو سره به شریک ډول کاروکړي او د افغانانو دغه ارزښتناکه سرچیني په مکمله توګه د افغانانو څخه غلا نه کړی . دا یو بین المللي جرم او جنایت دي چي باید تري په جدی توګه مخنیوي وکړل شی . 
زمونږ ولس په داسي حال کي دفقر ژوند تيروي چی په ځمکنیو سرچینو یی امریکایی نانځکي دخپلو خیالونو په سمندرونو کي ډوبې خوبونه کوي . زمونږ کوچنیان د لوږي مري خو امریکایان وایی چي په افغانستان کي باید جنګ دوام وکړي ترڅو دوي د افغانانو دغه ستره پانګه له ځانه سره بوځی . دکانونو له استخراجه هر افغان هر کلی کوي مګر دا چې امریکایي نظامیان د څو افغان داړه مارانو سره په ګډه زموږ مرۍ غوڅوي، پر جسدونو مو ناولې پښې ږدي او بیا زموږ غر او ځمکه څیري دا نو هیچا ته د منلو نده. کانونه باید موږ ته د ژوند هیله راکړي نه د مرګ خبرداری!
حزب اسلامی افغانستان په داسي حال کي چي د امریکایی ورځپاڼي لیکل شوی راپور او داستعمار دغه ناولی هیلي په کلکه غندي ، د هیواد دکانونو او زمکنیو سرچینو دخوندي ساتلو او د هیوادوالوپه ګټه دهغي د استخراج له پاره هوډمن دي او په خپل ټول توان به دخپل هیواد دد غي ستري سرمایی نه دفاع کوي .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2017