دافواهاتو په بهیر کي : | شهادت 

18th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

دافواهاتو په بهیر کي :

شهادت

2017-07-30

دتیرو دوو دری ورځو راهیسي د سولي او امن ددښمنانو له اړخه په پراخه پیمانه تبلیغات روان دي چی وایی د حزب اسلامي معزز مشر دخپل کوم محافظ له اړخه زخمي شوي او....
ددي نه مخته هم ،هغه وخت چي دحزب اسلامي قائید او رهبر په خپل پټنځاي کي وو ، د دښمنانو له اړخه تبلیغات پیل شول چي ګویا محترم حکمتیار ناروغه شوي او د ترکیی په کومه شفاخانه کي بستر دی . بیا په دي هم اکتفاء ونه شوه او درواغجنو اوکذابو عناصرو دا اعلانات هم پیل کړل چي معزز مشر حفظه الله وفات شوي دی .....
نه دا لمړۍ ځل دي چي د معزز مشر په اړه دغسي منفي ، درواغجن او کاذب راپورونه د یو شمیر معلوم الحال کړیو له اړخه خپریږي ، اونه دا اخري درواغجن اوکاذب راپور دي چي ددي نه وروسته به بیا داسي کوم یو نه خپریږي . نن د ټولنیزو پاڼو لاري هر چا ته پرانستی دي ، هر څوک خپل نظر او آند وړاندي کولي شي ، خو بهترین وګړي هغوي دي چي دخیر په خپرولو (فستبقوالخیرات ...) کي د هر چا دمخه وي . د ټولنیزو پاڼو څخه په غربي نړۍ کي د علمي او تحقیقاتي راپورونو په خپرولو او په علمي توګه د اذهانو د روښانولو کار په زغرده روا ن دي . هر څوک او هر کس خپل علمی تحقیق او یا د کوم علمي تحقیق په اړه خپل آند په تفصیلي توګه وړاندی کوی اویا هم داسي علمي مضامین او لیکني خپروي چي د نورو له پاره د غوره معلوماتو خزانه وګرځی . 
اما بدبختانه چي زمونږ د ځوانانو اوپیغلو په صفحاتو کي پرته له خپلو انځورونو دخپرولو او یا هم د میلمیستیاګانو او یا دغه ډول نورو میلو چړچو راپورونه خپریږي چي په ډیرو وختو کي پخپله دهمغوي د سپکاوی سبب ګرځي . ترڅنګ یی یو شمیر دغسي بدبخته ، غرضي او مرضي درواغجن عناصر دی چي د نورو دسپکولو ، په درواغو د خلکو د شخصیتونو د ترورولو ، او یاهم دهغوي په اړه دغلطو او غلیظو افواهاتو په خپرولو سره خپل زړه ته تسکین ورکوي . او په دي توګه غواړي د هیواد او ولس یوه ستره کتله په غلطه او کاذبه لاره رهنمایی کړي . 
د حزب اسلامي د معزز مشر په خلاف اوسنی تبلیغات هم دهمداسي غرضي او مرضي کړیو یوه برخه ده ،چي هسي په هسي دخپلو عقدو د حل او د خپلو زړونو دتسکین په خاطرد محترم مشر په اړه په داسي افواهاتو خپرولو لاس پوري کوی چي له یوه سره درواغ او کذب دي ،مونږ ورته وایو چي (موتو بغیظکم ..). 
معزز مشر ، الحمدلله ، پرون ټوله ورځ د مختلفو لوریو څخه د راغلیو هیئتونو سره لیدل کتل درلودل چي په دي ډله کی د انګلستان څخه دحزب اسلامی د مشرتابه هیئت او د بلجیم دحزب اسلامي ددفتر دمسؤل په ګډون یی د سویډن او امریکا نه د راغلیو ورونو سره تفصیلی لیدني کتني درلودي اوزه پخپله په دي کتنو کي تر اخره پوري حاضر وم . 
همدا راز معزز مشر دحزب اسلامي د اجرائیه شورا ریاست هم په غاړه درلود چي د پرون ورځي د ۵ بجو څخه پیل او دماښام تر اوه نیمو بجو پوري یی دوام درلود او زه یی هم د غونډي ملګري وم. 
معلومه نه ده چي د سولی او امن دښمنان ولي دومره وارخطا دی چي هسي د خلکو او ولس د ذهنیت دخرابولو په خاطریی په دغسي اوتو بوتو پیل کړي . 
مونږ خپل ولس ته ډاډ ورکوو چي ، معزز مشر ، الحمدلله ، دمکمل صحت اوروغتیا خاوند دي ، اوپه معمولی توګه خپلو لیدنو کتنو ته چي هره ورځ یی دسلهاو کسانو سره دخپل کور په انګړ کي کوی ، دوام ورکوي . او د سولی او امن په لور د قومونو ، ولسونو او سیاستپوهانو سره یو ځآي د مخته تللو په لار کي جدی قدمونه اخلی . 
دسولی او امن دښمنان نشي کولي زمونږ ولس په دغسي ناروا او کاذبو تبلیغاتو تیرباسي . ان شاءالله هغه ورځ لري نه ده چي هیواد به مو دهمداسي ستر قائید او مشر په رهبرئ او رهنمایی سره د سولي او امن جونګړه و ګرځي . 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2017