په سرپل کي د میرزاولنګ پيښه : | شهادت 

16th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

په سرپل کي د میرزاولنګ پيښه :

شهادت

2017-08-09

داځل  په سرپل په ولایت کي د میرزاولنګ په سیمه کي  ، د وحشت ، ظلم ،تیری او بربریت  نموني را څرګندی شوي . ددي ولایت  په یاده سیمه کي د نامعلومو وسلوالو په لاسو ددی سیمي بي وزله ، فقیر ، غریب  او په هیواد مین هیوادوال د سختو نارواو سره مخ شول . ۵۰  کسه هیوادوال مو  شهیدان ، زخمیان او یا هم معلول کړل شول . ددي پنځوسو کسانو کورنئ ،خپلوان اودوستان ټول چي په طبیعي توګه به یی شمیره تر زرګونو کسانو رسیږی د غم په ټغر کیناستل . په دي وژنو کي کوچنیان ، ښځي او بوډاګان  هم شامل دي .  دا چي څومره کوژده شوي  پیغلي نجوني کونډي شوي ، داچي څومره کوچنیان دخپلو والدینو په وینو ککړو جسدونو ته کیناستل ، دا  چي څومره میندي د خپلو اولادونو پسي په ویر کيناستی ، دا چي څومره  پلرونه دخپلو ارمانو د رژیدو شاهدان شول ، دا چي څومره ځوانان د خپلو  نوو را ټوکیدلو هیلو د  سر ته  رسولو په ارمان ددي  فاني نړۍ څخه  د یو څو وحشي ، بی درده ، نا اهله  او پردیو مزدورانو په لاسو شهیدان شول ، او داچي .... زمونږ د ولس په غمیزو کی د زیادښت  سبب وګرزید ، لا تر اوسه  په ژوره توګه معلومه  نه ده . خو په دي کي هیڅ  شک نه شته  چي نه خو دا غمیزه لمړنۍ ده اونه به دا  وروستنۍ وي . 
د دي ستری  غمناکي  غمیزي دپيښيدو وروسته ،د میرزاولنګ  سیمه بیا هم د همدي وحشي ځواکونو په لاسو تر  محاصري لاندی وه ، خو نن سهار خبرونه  وایی چي  د سیمي خلک د محاصري او کلابندۍ څخه خلاص شوي ، کډي یی بار کړي ، معلومه نه ده چي چیري  به ځي او چیري به په دي فقر ،لوږه او بي وزلۍ کی ځانته ځآي پیدا کوی .
د بلخ حاکم اوپخواني قومندان  عطامحمد نور چي  دا  ۱۶ کاله کیږي ددی سیمو بي ساری پادشاه دي، والي هم دي او ددولت مخالف هم ،  دولت ته ګواښونه هم کوی  او ددولتي ماڼیو او هوایی ډګرونو دکلابندۍ  غږ  هم پورته کوي . ټوله سیمه یی  د مطلق کنترول  لاندی ده . په داسي حال کی چی دهمداسي ورته پيښو مسؤلیت  یی هم په غاړه دی ،پخپله سیمه کي دخپلی سلطی لاندی وګړو دخوندي ساتلو له پاره یو قدم هم نه اخلی او یا یی د اخستلو هوډ نه لري  ، په دي خاطر  ددي  عام وژني نه  د تیښتي لار لټوي او دا ټول مسؤلیت د مرکزي دولت په ارګانونو باندي تپي .  وایی دولت ناکامه دي ، امنیتي ارګانونه ناکامه دی او ددی ستري غمیزي مسؤلیت هم ددولت په سر پروت دی . دا په داسي حال کی  چي دبلخ د ولایت په سر  مرغۍ هم تیریږي باید د ښاغلي عطامحمد نور اجازه ولري . په دي خاطر پوښتنه داده چي ولي  د شمالي سیمو دغه واکمن او خپلواک والی ددغسی پيښو په مخنیوي کي ناکامه راغلي ؟ بلکه شک دادي چي ددي پيښو تر شا پخپله همدا جناب او ددي  ډلګۍ ده چي غواړي دغسي پيښي  رامنځته کړي ، کله د خپلو اړتیاو په وخت کي دطالبانو د تحریک تر نامه لاندي ډلي وسلوالي کړي او دپښتنو د وژلو له پاره یی توظیف کړي ،خو کله یی چي دا اړتیا پوره شی نو بیا دداعش تر نامه لاندي دغسي ظالمانه او وحشیانه  قدمونه اخلي .
په دي کي شک نه شته چي ددولت  امنیتي ارګانونه او لوړپوړي  چارواکي هم په دغه  پيښه کی  ستر مسؤلیت په غاړه لری  او دمسؤلیت  یوه برخه یی داده چي ولي دغه ډول خپلسرو والیانو ته واک پریږدي  چی ددغسي غمیزو د پیښیدو عامل وګرځی .
په هر ځآي کی  چي  قانون  نه وي ، خپلسري  شتون ولري ، حاکمان یی غله او داړه ماران اوسی ،اودخپلو واکمنیو د خوندي ساتلو په خاطر ددغسی وحشت اوبربریت میدانونه ګرموي او لوړپوړي چارواکي ورته د سیل بین په توګه  ناست وی او لاسونه ورته پړکوی ، نو په طبیعي توګه  به هغه ټولنی او د اوسیدو ځایونه د همدا  ډول  بربریت  نښي ګرځي .
اي دولس  واکمنانو ! دا ولس په تاسو حق لري ، چي امن یی و ساتۍ ، دا ولس نور ددي مغرورو اومتکبرو عناصرو څخه  وژغورۍ ، دی ولس تاسو ته رایه  درکړي ، زحمت یی ویستلي او د رایو تر بکس پوری  تللي ، وسلوالو مخالفینو یی  ګوتي پری کړي ،زورل شوي ، وژل شوي ، ښځي او کوچنیان یی  له کورو ویستل  شوي  او تاسو یی د حاکمیت تر پولو را رسولي یاست . اوس هغوي  له تاسو غواړي چي دهغوي حق  اداء کړئ . او هغه دا چي امن او سکون ورته  راوړئ ،که نه یی شئ کولي ، په ډیر ادب او احترام  تري  بښنه و غواړئ او دا نظام  داسي لاسو ته پریږدئ چي په ریښتیا هم دخپل  ولس ددغه ارمان د پوره کولو جوګه اوسي .
د مرزاولنګ د پيښي د شهیدانو اوزخمیانو سره د زړه له کومي همدردي لرو ، دشهیدانو له پاره یی د بښني  دعا کوو او دزخمیانو له پاره د عاجلي شفا غوښتنه کوو. اودغمځپلو کورنیو له پاره د الله تعالي په دربار کي د صبر او زغم غوښتونکي یو .
(فاصبرا جمیل .....)



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2017