افغانستان او د امریکایی ولسمشرپالیسي : | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

افغانستان او د امریکایی ولسمشرپالیسي :

شهادت

2017-08-23

امریکایی ولسمشر ډونلډ ټرمپ  تیره ورځ دډیرو مناقشو او بحثونو وروسته  ، د افغانستان او سیمي په اړه خپله پالیسي اعلان کړه . شاغلي ټرمپ  چي د ولسمشرۍ د ټاکنیزو منډو ترړو په وخت کي یی  په خپلو خبرو کي په دي اصرار کاوه چي د افغانستان څخه  به خپل ټول ځواکونه را باسي ، او په دغه هیواد کي به نور دخپلو بیدریغه مصارفو څخه مخنیوی کوي . خو دښاغلي ټرمپ دا دریځ هغه وخت بدل شو چي  په افغانستان کي دامریکایی ځواکونو ستر قومندان د ښاغلي ټرمپ نه ددغه ناکامه مبارزي د بري په خاطرد نورو ځواکونو دلیږلو غوښتنه وکړه .
امریکایی ولسمشر ټرمپ په خپله پالیسۍ کي په زغرده وویل چي « نه غواړی ملتونه تعمیر کړي بلکه غواړي چي ترهګر ووژنی .» او زیاته یی کړه چي « تر اخره به دافغان ځواکونو ترڅنګ د ترهګرو سره دمبارزي په ډګر کی پاته شي »
د سرچینو له مخي په افغانستان کي  د امریکایی او ناټو د ځواکونو قومندان د ښاغلی ټرمپ نه غوښتي چي ۴۰۰۰ نوی  امریکایی جنګیالي اافغانستان ته ولیږي. ددي ترڅنګ  ښاغلي ټرومپ په خپله پالیسۍ کی دا هم وویل چی دوي به د ترهګرو په مقابل کي د ډرون بي پیلوټه الوتکو څخه کار اخلي او د ترهګرو ځالي به په نښه کوی .
د امریکایی ولسمشر دا اعلان په داسي وخت کي  منځته راغي چي ګڼ شمیر سیاسي او نظامي شنونکو ګمان کاوه چي شاغلی ټرومپ  به دافغانستان څخه دخپلو ټولو عسکرو د ویستلو له پاره مهال ویش ټاکی او د افغانستان د لانجي دحل مسئله به خپله افغانانو ته پریږدي ، ځکه افغانان کولي شی خپله ستونزه پخپله د بین الافغاني یاخپلمنځي خبرو له لاري حل کړي .
معلومه نه ده چي امریکایی جنرالان ولی  دخپل ولسمشر نه غواړي افغانستان ته نوي ځواکونه راولیږي، ځکه له دي مخته  د ۲۰۰۱ کال داکتوبر راهیسي تر ننه پوري  دامریکا اوناټو ۱۵۱زره  په نوو وسلو سمبال ځواکونه په دغه هیواد کي د سولي اوامن تر نامه لاندی نژدي ۱۶ کاله د وسلوالو مخالفینو په خلاف و جنګیدل ، په لکونو کسان یی شهیدان او په لکونو نورو یی بی کوره او معیوب کړل ، خو ونه توانیدل په دي هیواد کي ددوي په اصطلاح  سوله او امن راوړی ، همدا علت دی چي د ټرومپ نه مخته ښاغلي اوبامان ددغه نه ګټونکي جنګ  په اړه پریکړه وکړه ترڅو خپل ځواکونه  تر لسو زرو پوري راکم کړي . او د تیرکال تر دیسمبره پوري یی د افغانستان څخه په مکمله توګه  بیرون کړي . 
اوس دا معلومه نه ده چي ښاغلي ټرومپ په کوم ډاډ  سره او په کومي هیلي یو ځل بیا دي هیواد ته د نورو زیاتو ځواکونو د را استولو پریکړه کړي ده . که  چیری  یو نیم لک  وسلوال  و نه توانیدل  دي هیواد کي د سولی له پاره یو قدم واخلي نو بیا به یی په ۴۰۰۰ زرو  اضافي ځواکونو څه  تر لاسه شي .  په کار دا و او اوس هم په دي فکر کول په کار دي چي  دوي او نور  هغه هیوادونه چي په  افغانسان کي  ځواکونه لری ، ددي هیواده خپل ځواکونه بیرون کړي ، او هغه مصارف چي دوي یی په خپلو ځواکونو کوی هغه د افغانستان  په ملي اردو . ملي پولیسو او ... باندی مصرف کړي .ترڅنګ یی افغانان پریږدي  چي دغه اوسنی تاو تریخوالي دخپل منځي او افغاني ډیالوګ  له لاري حل کړي .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017