حکمتیار په کې څه وایي؟ | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

حکمتیار په کې څه وایي؟

شهادت

2017-09-07

نن سبا هلته او دلته چې خواږه او ترخه مسایل زمونږ ټولنه او سیمه کې مطرح شي او مطرح کړای شي نو یو ‌‌‌‌‌‌ډېر حتمي سوال مطرح کیږي چې د اسلامي حزب امیر ښاغلی ګلبدین حکمتیار په کې څه وایي؟
واقعیت دادی چې حزب اسلامي د جناب  ګلبدین  حکمتیار په مشرۍ زمونږ د ټولنې د سیاسي ستیج هغه واقعیت دی چې نه منل یې د جنګ اور ته لمن وهل دي. د اسلامي حزب د خپل نیم قرن په مبارزو کې دېرې لوړې ژورې لري چې هر پړاو یې د جدا بحث اجندا کیدای شي. خو داچې اوس د خپلې سیاسي مبارزې دغه پړاو کې قرار لري چې د خپلو زرنامو مشروعیت د خلکو د انتخاب په صورت کې د تطبیق مشروعیت نه منبعث او مطرح بولي د پوره دقت او اهمیت خبر ده. 
حزب اسلامي د جناب حکمتیار په مشرۍ د توازن او ادوریتې هغه تشه ‌‌‌‌‌‌ډکه کړه چې افغاني ټولنه کې د ټولو نه د مخه د ب 52 په زور. زور او زر ته رسېدلو ځانته مافیایی انحصار کوې وه. 
حد اقل د تېرو دوه لسيزو تخلفات، چور، غلا او رشوت. د ب ٥٢ په زور حاکمیت ته رسیدلي. مافیایي کړۍ سخت وارخطا کړي او د حزب اسلامي ته د خطر جدي احساس کوي او د اخلاقي لحاظه یې هم مورال له لاسه ورکړای. 
حاکمیت کې حاکمه حلقه په تېرو ١٧ كلو كې د حزب اسلامي سره د توافق نه. مخکې وتوانیده د سیاسي مصالحې نه د سیاسي افزار او وسیلې په توګه. استفاده وکړي او لکه هماغسې چې جناب عطا محمد نور په ‌‌‌‌‌‌ډاګه وویلې، سیاسي. مصالحه یعنې تسلیمي او سیاسي بې هویتي... افغانستان کې د سیاسي جوړې روغې. عملاً مخالفت وکړ او په دې توګه یې د افغانستان د غمیزې لړۍ اوږده کړه. 
دغه فاسدې کړۍ د حزب اسلامي سره د سولې د خبرو پروسې ممانعت. د ټولنې د خواست او نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې ونکړای شو نو د انتظار سره. سم مناسب فرصت ته منتظر پاتې شول. 
جنایي قضایا ( رشوت، غلا، اختلاس، سر غړونې) يې سیاسي کړې او بیا سیاسي قضایا یې جنایي کړې ( مهمند ، نور) او بيا جنايي قضايا يې سیاسي. کړي او. دغه ستر حزب کې تا تر اوسه داسې شخص پيدا نه شو چې د جنا ب نور نه د جمعیت اسلامي د ګروګان نیولو مسأله او له هغه نه د خپلو شتمنیو په ګټه استفادې کار ته خاتمه ورکړي. 
په کابل کې د حزب اسلامي د یو ستر مشر د ترورناکامه قصد او داسې نور ممکن پلانونه به د هغو شوم برنامو لړۍ وي چې د افغانستان په ګټه نه دي. جمعیت اسلامي، حزب اسلامي او نورو مطرحو سياسي ځواکونو ته په کار دي چې هڅې سره شریکې او د ملت د انتخاب زمینې برابرې کړي. 
اسلامي. حزب ته د حکمتیار په مشرۍ توقع او د هغوی نظر په مسایلو کې د هغه حزب قوت او عالم اسباب کې د توازن مرجع ده او حتمي نه ده چې دا توقع کوونکي تمام حزبیان وي او یا حتې انتخاباتو کې حزب اسلامی ته رای ورکړي. 
مونږ د افغانستان په سیاسي ستیج کې د ټولنې د ټولو واقعیتونو د وجود غوښتنه لرو او دا موجودیت باید په طبعي پروسې یعنې د خلکو د ارادې پر بنیاد. و ټاکل شي اوتحقق ومومي. 
ژوندی دې وي افغان واس
امین



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017