ديرغلګرو دماتې دفورمول حل بشپړانسحاب دئ : | شهادت 

16th October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

ديرغلګرو دماتې دفورمول حل بشپړانسحاب دئ :

شهادت

2017-10-12

دغه جګړه په داسې هېواد کې وشوه چه هېڅ وګړې يې دتروريزم په مقابل کې دجګړې په اساس دبهرنيو يرغلګرو دپاره قانونی جواز نه ورکاوه او هم يې نه ورکوي، ځکه چه اولاً په بين المللی روابطو کې تر اوسه پورې دتروريزم ثابته تعريف نشته او حتی دتحميل شويو تعريفونو پر اساس هم هېڅ افغان نشته چه هغه ددغه تجاوز عامل وګرځي.
افغانان په خپلو بين المللی روابطو او معادلاتو کې دولسونو دخپلواکۍ، د امپراطوريو داضمحلال، دانسانی کرامت دژغورلو او دکورنيو دمينځ ددېوالونو (لکه دبرلين ديوال) دړنګېدوعلت او دليل وو نه برعکس; چه دا ديو حقيقت په توګه او انسانی آزادۍ په رڼا کې دبشريت تاريخ کې لکه يو ګران بيه ميراث ثبت شوئ دئ.
مونږ په تأكيد سره دااشغال - چه غوښتل يې خپل اغراض په شپاړسو ورځو کې په ټول مؤمن افغان ولس تحميل کړي او وينو چه شپاړس کاله کېږي چه دوی حتی دوړوکو شعارونو په پلي کېدو کې پاتې راغلي او عملاً ددوی شکست او ماته څرګندېږي - دوژلو، ويرانيو، تبعيض،رشوت، فحشا،مافيا...... عامل او زېږېدونکي بلل او بولو يې.
داجګړه او نورې پر نړۍ تحميل شوې جانبی جګړې چه دنړۍ دورانېدو باعث شوې، لکه دشطرنج دانې له پخوا څخه پلانيزه شوې وې اودسل هاو زرو افغانانو او دنړۍ په نورو اسلامی هېوادونو کې دمليونونو خلکو دشهادت سبب شوې او همداراز يې په نړۍ کې دفساد،وژلو، ويرانۍ, انفجارونو، دولسمشرانو دوژلو او دملتونو دنابودۍ تهداب او ريښه کېښودله او دغه ناخوالې تر اوسه هم دوام لري چه د مليونونو يتيمانو، کوڼډو او معلولينو ميراث يې راته پرېښود. 
نو په دې اساس کولئ شو ددغو جګړو او نظامی يرغلونو او دهغوی دمنفی نتيجو او جنايت عاملين ددې پېړۍ د جانې جګړه مارانو په قطار کې وشمېرو او د مدنی او قانونی لارو نه له دوی څخه دجنګی، روحی او اقتصادی غراماتو داخيستلو او دسل هاوزرو افغانانو شهيدانول او همداراز په نورو اسلامی هيوادونو او نړۍ کې دمليونونو نورو وګړو دوژنې او تباهۍ د عاملينو جنايتکارانو په مقابل کې دسولې داستقرار په درشل کې هم دجنګی غراماتو دعوی وکړو.
دهېواد داوسنيو جيو پوليتيکو شرايطو په کتنی سره دهيواد نظامی اشغال ددې وطن دمؤمنو او حماسه آفرينو زامنو دشهادت په بيه ديرغلګرو له ابتدا سل هاوزرو ترغاښومسلحو رسمی عسکرو او له دغه تعداده زياد غير رسمی جګړه مارانو تعداد لسو زرو ته راکم شو او بهرنيو ځواکونودخپلو محاسباتو او تحليلونو په رڼا کې دانسحاب( په شا تګ ) لاره غوره کړه او وې غوښتل چه جګړه په بشپړه توګه افغانی شی او خپله دافغانانو دغوښو ددېوالونو او کمربندونو شا ته پټ او په امنيت کې واوسي، او همداراز په دې ذريعه دبين الافغانی وژنو، قومی،ژبنی او مذهبی تعصباتو او دمخدرو موادو معتاديت ......ته سرعت ورکړي او زمونږ دبشپړې نابودۍ جهت وټاکی.
نو په دغو شرايطو کې دحزب اسلامی امارت او مجاهده اجرايوی شوری دسولې ابتکار او نهادينه کول، ملی ميثاق او تسامح يې دافغانستان اسلامی جمهوری دولت سره دسولی دهوکړه ليک په امضاء سره عملی کړ او دولس دآرامۍ او سوکالۍ له پاره يې په دې تېرو لسيزو کې يو بې سارئ قدم واخيست. ټول ولس او نړېوالو ته يې ثابته کړه چه دغه حزب له خپلو جګو آرمانونو سره څرنګه چه دجهاد قهرمان او ديرغلګرو امپراطوريو داضمحلال عامل په تېرو څلورو لسيزو کې وو، په ننۍ نړۍ کې به دخپل هيواد د موقعيت په پېژندلو سره دسولې او دهېواد او نړۍ دآبادېدو هم قهرمان وی او خپلې مدنی، حقوقی او شرعی مبارزې ته به تر هغو ادامه ورکړي، تر څو چه دبهرنيو دښمنانواو بهرنيو ځواکونووروستئ انسحاب عملی شي.
زمونږ شعار دسولې شعار دي او په همدې لحاظ په هېواد کې د بشپړې سولې داستحکام، دجګړې دټغرد ټولولو، دجګړې او جګړه مارانو دمنطق د خلع په لټون کې يو.

مونږ خپل ولس يووالې او اتفاق ته رابولو او باور لرو چه ټول يو بل ته په لاس ورکولو سره ددې بحران دپای او دسولې او امنيت دتأمين باعث ګرځو او دخپلو ضفونو په اتحاد سره به په هېواد کې دمتباقی بهرنيو ځواکونو دوتلو باعث هم شو.
بې له دې چه په دې دولت کې اداری، منفعتی او اجرايي اشتراک ولرو، ددولت دتبديلۍ يواځنئ بديل يې په آزاده، شفافه او دمافيايئ دچوکۍ او قدرت پرته او دپرديو دمداخلو پرته انتخاباتو کې وينو او په دې لاره کې له هېڅ ډول مرستې ډډه نه کوو.
زمونږه پيام ټولو په جګړې کې درګيرو اړخونو ته دادئ چه دهيواد دعلياو منافعو او دشهيدانو دآرمانونو دساتنې په خاطر اوسنئ بهترين بديل دسولې پروسې او بين الافغانی مذاکراتو ته وردانګل او دحزب اسلامی دمجاهد رهبريت مسير ته دمشرتابه او اسوه ورکول دي.
په هېواد کې دعريان تجاوز او دهغه منفی نتايج مونږ ته دماتې او شکست دورځې نويد او دمتجاوزو او بهرنيو ځواکونو دانسحاب زېرئ راکوی او د خدای له درباره دپېروزۍ، بهروزۍ او اتحاد او دملت او ګران هېوادد سرلوړۍ التجاء کوو.

مدعى خواست كه از بيخ كند ريشهء ما
غافل ازينكه الله است در انديشهء ما



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th October, 2017