وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ

شهادت

2017-10-17

بسم الله الرحمن الرحیم

دحزب اسلامي افغانستان د مرکزي شورا غونډی چي د میزان په شلمه د حزب اسلامی د امیر او ملي قائید محترم حکمتیار تر مشرۍ لاندی جوړه شوي ، په پوره قوت سره جریان لري او شوني ده چي دمیران دمیاشتي تر اخري ورځي پوري  به ، د مرکزی شورا د نوو غړو د ټاکلو ترڅنګ ، دحزب اسلامي په پالیسیو ، راتلونکو ټولټاکنو او دحزب د کورني نظم او انسجام  په اړه بحث او څیړنو ته  دوام ورکړي . د مرکزي شورا د نوو غړو د ټاکلو وروسته  به  دګوند دامیر له اړخه په یوه مناسب ځآي کي د مرکزي شورا ستره  غونډه دایره او بیا به دهغوي له منځه د مرکزي شورا د ځآی ناستي قیادي شورا د ټاکلو اوهمداراز د ۱۵ مهمو ریاستونو له پاره  د اجرائیه شورا د غړو انتخاب  هم تر سره کړل شي .

دحزب اسلامي دمرکزي شورا دغه غونډه  نژدی ۴۰ کاله وروسته دلمړي  ځل له پاره دهیواد په داخل کي په دغسي مناسبي فضا کی  دایریږي . ددي نه مخته دمرکزی شورا له پاره ټاکني او ددي شورا غونډی  دهجرت په دیار کي څو ځله دحزب اسلامي د امیر په حضور کي  او یو ځل د حزب اسلامي د امیر په غیاب کی تر سره شوي . د هجرت په دیار کي ددي شورا اخری غونډه په کابل کي دکمونست رژیم د مشر ، ډاکتر نجیب الله په اخري وروځو کي هغه وخت  جریان درلود  چي د کابل د رژیم وضعه ډیره خرابه او دحزب  اسلامي قیادت ته یی هیئتونه  را استول ترڅو د هیواد په امورو کي د مشر ورور په څیر  د رغنده رول د ترسره کولو له پاره د رژیم واکمنو کړیو ته په لږ څه برخي ورکولو سره واکمني تر لاسه کړي . په هغه وخت کي په  شورا کی دګرمو بحثونو ترمنځ  د کابل د رژیم مختلفو هیئتونو  هم تګ  راتګ کاوه ،‌چي په دي ډله کی دپاکستان دنشنل ګوند مشر عبدالولي خان هم دشپي شپي د حزب د امیر کور ته  راغلی و او د ډاکټر نجیب پیغام یی ورته منتقل کړی و.

خو دا ځل د حزب اسلامي مرکزي شورا په خپل هیواد او په خپل کور کی په داسي حالت کي دایریږي  چي د افغانستان د اسلامي جمهوریت او حزب اسلامي  ترمنځ  د سولي د ۲۵ ماده ایز تړون د لاسلیک کولو وروسته دحزب امیر د ۱۶ کلن غیابت او نژدي ۴۵ کاله لیږد او هجرت  وروسته بیرته خپل هیواد ته  را  ستون شوي دی .

کابل ته د حزب دامیر بیرته راستنیدل د هیوادوالو له اړخه  په ډیره ګرمئ سره استقبال شو، دروان کال د ثور په نهمه ،  په لغمان کي د راڅرګندیدو وروسته ، دهغه ولایت د قومی مشرانو ، قومندانانو ، علماؤ او ځوانانو له اړخه  دروند استقبال شو .ځکه دغي ورځي  ، د ۱۳۵۸ کال د ثور د کمونستی کودتا په خلاف د هیواد دمجاهد ولس دپاڅون د ورځی سره سمون خوړ،  د لغمان نه د را ستنیدو وروسته  د حزب اسلامي قائید بیا په جلال اباد کي د یوي اونئ د تم کیدواو هلته د شینوارو ، مهمندو ، خوګیاڼو ، ساپیو ، عربو ،ساداتو ، نورستانیو ، او ….. همداراز  د مختلفوهیئتونو او قومي جرګو سره دکتلو او خبرو ورسته  کابل ته  تشریف  راوړ، د کابل په غازي لوبغالي کي د لسګونو زرو هیوادوالو په استقبال کي او همدا  راز ددولتي  چارواکو له  اړخه د ولسمشرئ د ماڼئ په تالار کي  ورته  د ښه راغلاست  د ویلو وروسته خپل هستونګنځي ته لاړ او هلته یی  په زرګونو ولسي خلکو ، د قومی جرګو مشرانو ، ښځینه هیئتونو ، دولتي او ولسي  چارواکو ، د کابیني غړو ، د ولسي  جرګي او سنا غړو ،د بین المللي ټولني لوړپوړو هیئتونو ، د امریکا، روسیی ، چین ، انګلستان ، فرانسي ،هند ، پاکستان او …..سفیرانو ، او د اروپایی اتحادیی  غړو  سره لیدني کتني وکړي. په دغو لیدنو کتنو کي دهیئتونو له اړخه محترم مشر ته  د ښه راغلاست د ویلو وروسته   دهغه سره  د  اوسني  غمناکه او کرکجن حالت  نه  د هیواد دوتلو په اړه   دهغه په پلان  بحث او خبري شوي .

معزز مشر د زرګونو هیوادوالو سره، هم  په خپل هستوګنځي کي  او هم د حزب اسلامي دمرکزي دفتر د کانفرانسونو په تالار کي تفصیلی  لیدني درلودی ، ترڅنګ یی  د هرات په تاریخي سفر کی  چي د هرات د ولس له اړخه ورته ، د توقع او هیلو پورته ، تود او ګرم ښه راغلاست وویل شو ، د هیواد والو سره ، په هیواد کي د تلپاتی  سولي دقیام په خاطر خپل  پلانونه شریک کړي او ټول یی په خپل اعتماد کی اخیستی .

اما دولس د لارښوونی  او په منظمه توګه دولس دغو پرګنیو ته  د سولی د قیام په لور دخوځنده حرکت ورکولو په خاطر، ترهر څه لمړۍ دحزب اسلامی د منسجمو کدرونو منظمولو ته اړتیا محسوسیده ، ځکه حزب اسلامي افغانستان  دهیواد یواځني  ملي او ملت شموله ګوند دي  چي په ټولو قومونو ،  ولسونو  او مذهبونو کي  پیروان لري .  ان تردي  چي  دهیواد میشت هندوان یی هم په غړیتوب   ویاړي . په دي خاطر  دحزب اسلامي  مشر او قائید دحزب د  اجرائیه شورا سره دمشورو او دهغوي د تائید وروسته  دحزب اسلامی دکدرونو دښه منظمولو او ولس  ته د راهنمایی په خاطرد   ګوند  د مرکزي شورا د  ژوندیو پاته  غړو د رابللو تکل وکړ .

الحمدلله ، دادي نن دهمدي غړو ترمنځ د شلم دمیزان د لمړنی غونډي وروسته د مختلفو ولایتونو څخه د مرکزي شورا  له پاره د نوو اغیزمنو غړو د ټاکلو کارپه پوره جدیت سره  روان دی ، تر اوسه  دکابل ، ننګرهار ، لغمان ، لوګر ،پکتیا ، پکتیکا ، خوست ، پروان او…. ولایتونو د  اغیزمنو غړو د انتخاب کار پاي ته رسیدلي او دنورو ولایتونو کار به هم  ډیر ژر پای ته ورسیږي . ګمان کیږي  چي د مرکزي شورا دغړو شمیر به  تر۹ سوو کسانو پورته وی ، خو که چیری د مرکزي شورا غړي خپله غیږه لږ څه پرانیزي او د اخلاص نه کار واخلی او ټول هغه کسان چي په دي  ستر اوږود مزل کی  یی دحزب اسلامي ترقومندي لاندي سختي شپي او ورځي تیري کړي ، شهیدان یی ورکړي ، بندیخاني  یی  تیري کړی او مالی او ځآني  زیانونه یی  ګاللی او یا همدا اوس هم په زندانو کي شپی او ورځي تیروي  او د اساسنامي له مخي د  وضع کړل  شوو شرایطو سره برابر دي ، دغي شورا ته را وبلي نو د حزب زیات شمیر  هغه کدرونه او اغیزمن  غړي په هر ولایت ، هر قوم او هر ولس کي چی  شتون ولري ددي شورا دعضویت په تر لاسه کولو سره به خپل ځانونه  په حزب کي  او دحزب  په امورو کي شریک و ګڼي . همدا راز دا پریکړه  چي   د مرکزي شورا ۱۰٪( لس سلمه) برخه غړیتوب به د ښځو اسلامي تنظیم ته ورکول کیږي ،  په خپله پخپل ځاي یو اصولي پریکړه ده . او هغه خویندي چي دحزب اسلامي په لیکو کی یی ځآن ځآرني کړي ،شهیدان یی ورکړي ، مالي او ځآني ستونزي یی ګاللي  او د نظر او فکر خاوندانی دي ، په دی شورا کی دعضویت  له  مخی  خپل ځانونه  په مناسب  شورایی تصمیم نیونکي ځآي کي وویني ، باید په یاد مو وي  چي ښځي زمونږ د ټولني نیمایی برخه تشکیلوي او د کورنیو امورو ترڅنګ د ټولني په  ښه روزلو او پرمخ بولو کی  اساسي او مهم  رول لوبلوي شي .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017