ټآکنی او ددښمن وارخطایی: | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

ټآکنی او ددښمن وارخطایی:

2017-10-21

په هیواد کي د ټاکنو د رانژدي کیدو سره یو ځآي مغرضو ناروغو ګاونډیانو او بهرنیو استخباراتي کړیو ، د افغانانو په وژلو ، د هیواد په ویجاړولو ، د ناامنیو په زیاتولو ، د اقتصادي پرمختګ د مخنیولو او...‌په خاطر خپلي ناولي ډلي پوره فعاله کړي . 
په کابل او غور ولایت کي د جوماتونو بمبارول او په سلګونو لمونځ کونکي وژل او زخمي کول به د وحشت ، ترور ، ظلم او دهشت پرته په بل کوم مذهب کی جواز ولري ؟ د کندهار‌،، پکتیا ، کنړونو ، ننګرهار او .... بیګناه خلکو وژل به یی ، د خپل ناروغه او مرضي بادار د کتاب پرته ، په بل کوم کتاب کي کتلي وي‌؟ 
پردي هیوادوال پوښتنه کوي ، افغانان ولي یو بل وژني ؟ ولي خپل عبادتځایونه ویجاړوي او عبادت کونکي وژني ؟ دا داسي پوښتنی دي چي له ماسره یی ځواب نه و ، او نه به یی دبل کوم مسلمان افغان سره ځواب پیدا شي . 
ولس سولي ته ضرورت لري ، شفافو او بی طرفه پاکو ټاکنو ته اړتیا لري .د باثباته او غښتلي نظام جوړښت ته اړتیا لري ، دمؤمنو او مسلمانو بی داغه واکمنانوحاکمیت ته اړتیا لري ، او دښمنان په دي پوهیږي چي که افغانان ددغسي یوه نظام خاوندان شول بیا به یی په دي هیواد کي د جاسوسي کړیو له پاره ځاي ورک شی .... خو باید په یاد ولرو چي افغانان یو هوډمن او ویاړلي ولس دی ، دغسي ازمیښتونه پري ډیر تیر شوي ، ان شاءالله چي ددي اوسنیو ازمیښتونو مقابله به هم په پوره صبر او زغم سره وکړي . دا د دښمن اخري چانس دی ، او ان شاءالله چی راتلونکي زمونږ د ولس د ویاړونو دور دوران دی .
هو ! ان شاءالله دا زمونږ هوډ دی!




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017