د مرکزي شورا دبریالیو غونډو وروسته : | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د مرکزي شورا دبریالیو غونډو وروسته :

شهادت

2017-11-13

دحزب اسلامی د ستري مرکزي شورا دري ورځینۍ غونډي پای ته رسیدلي ، اوس د مرکزي شورا د ولایاتو غړي بوخت دي چي دخپل منځ څخه د ټاکل شوی نصاب په مطابق څو کسه وګړي د مرکزي شورا، قایم مقام شورا ته، چي شمیره به یی (۵۰۱) کسان وي ور وپيژنی ، او ترڅنګ یی د سل کسیزي تصمیم نیونکی او یا د اجرائیه شورا په امورو، څارونکي شورا ، جوړه شي . او په دي توګه په اخري مرحله کي ۱۴ کسیزه اجرائیه شورا منځته راشي ، ترڅو د حزب د محترم امیر اودجهاد او ازادۍ د قائید سره دحزب اسلامي په سیاسي ، ټولنیزو او نورو هر اړخیزو ورځنیو امورو کی قدم په قدم مرسته اوملتیا وکړي .

دا ډیره ستره بریالي مرحله وه چي کابو د ۱۵ ورځو نه یی زیات وخت واخیست . علت یی دا و چي لمړئ د حزب اسلامي د مرکزي شورا پخواني غړي د حزب د امیر تر مشرئ لاندی کیناستل ، پرلپسی غونډی یی وکړی او د ستری مرکزي شورا د جوړښت له پاره یی د اصولو په مطابق وګړي و ټاکل اوبیا یی دهمدي وګړو ترمنځ د ستري مرکزي شورا د جوړښت له پاره کار پیل کړ چي کاریی بلاخره د عقرب په ۱۷مه پیل او په ۱۹مه پای ته ورسید ، خو د نورو یادو شوو شوراګانو د جوړښت کارونه لا همغسي په پرلپسی توګه جریان لري ، هیله او امید دادي چي دا ټول مسایل په څو راتلونکو ورځو کي حل وفصل شي او حزب اسلامی به یو ځل بیا د تنظیمي اړخه یو مستحکم او قوي فعاله او منظم ګوند وګرځي او په ټولوولایاتو کي به د راتلونکي له پاره د خپل ولس په منظمولو ، دعوت کولو او د یوه شعار او بیرغ لاندي دهغوی د راټولولو له پاره هڅی او هاند وکړي .
د مرکزي شورا د غونډی په جریان کي د حزب اسلامی امیر د شورا په غړو غږ وکړ چي که چیري په خپلو خپلو ولایاتو او حوزو کی خپل فعالیتونه ګړندي کړي نو همتاسو به وکولی شئ د راتلونکو ټول ټاکنو مخه خپلي لور ته راوګرځوئ .
حقیقت هم همدا دي چی که چیري دحزب اړوند هغه ستر کدرونه ، که هغه په دولتي سطحه دی او که په ولسي کچه ، که هغه د ښووني او روزني په کچه دی او که په زراعتي او صنعتي سکتورونو کي …د ګوند د اصولو په مطابق خپل ځانونه فعاله کړي ، ددعوت لاره خپله کړي او په نبوي سیرت او صورت سره په خپل چاپیریال کی خپلو دوستانو ته بلنه ورکړي ، نو پرته له شکه به د هیواد راتلونکي د سوله ایز ژوند په لور د ښه قدم اخستلو ضمانت ورکړي ، ځکه په دي ټولو برخو کی حزب فعاله او ویاړلي علمی کدرونه لري ، او دا د همدي کدرونو دنده ده چي دخپل محبوب او ویاړلي ګوند داهدافو او مرام د حاکمیت ، دخپلو شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو ، د خپل ولس سره دکړل شوو ژمنود ترسره او هم دخپل ایمانی مسؤلیت د اداء کولو له پاره خپل فعالیتون منظم کړي.
حقیقت دادی چی په یو شمیر امورو کی به ،دموجوده ستونزه تر مخه ، کمښت شتون ولري ، دحزب د غړو ترمنځ به ګیلي او کیسي هم را ټوکیدلی وي ، ځکه ګڼ شمیر کسانو ماته د خپلو پیغامونو له لاري دغه ډول ګیلي کیسي هم را لیږلي ، په ځانګړي توګه د ځوانانو په برخه کي ګیلی اوشکایتونه زیات را رسیدلي دي ، خو دا هم باید د یوه حقیقت په توګه ومنو ، چي د تاریخ په دي حساسو شیبو کی او په هیواد کي د حزب اسلامي د نظم په اعاده کولو کي به یو لړ مشکلات او ستونزی هم را مخته شوي وي ، په انتخاب اوانتصاب کی به شکایتونه موجود وي ، یو شمیر کسانو ته به دهغوي حق ، لکه څنګه چي هغوي یی ادعا کوي ،‌هغسي نه وي ورسیدلي ، مګر د دحزب اهداف او مرام ، د شهیدانو د ارمانونو پوره کول او ... هر څه د یوي ګیلي په خاطر ترپښو لاندی کول په هیڅ صورت دمنلو وړ منطق نه دی او نه یو انسان دخپل مسؤلیت د اداء کولو څخه په شاکولی شي.
د حزب اسلامی د مرکزي شورا غړي ، ارکان ، او دګوند عام ولسی غړي د ځوانانو په ګډون ، ښځی او نر ټول باید په کلکه متوجه اوسي چي دښمن ډیر زیرکه ،مکار او غولونکي لاري لري ، او غواړي زمونږ مخلص ورونه اودوستان په یوي اوبلي بهانی له اصلي لاري و ګرځوي ،د ګوند دمشر په خلاف سخت ناروا او غلیظ تبلیغات کوي ، دمعزز مشر پوري داسي خبري او تبصري تړي چي د هغه په خوله او قلم هم نه یی راغلي اوبیا پري پردیپاله اوشریری رسنۍ زهرجن تبلیغاتي پروګرامونه جوړوي او د یو څو مزدرو شنونکو په نالولو خولو د حزب د امیر دحیثیت د خرابولو او په ولس کي دهغه په خلاف د غلط فکر دخپرولو هڅي کوي ، خو دحزب اسلامي د ارکانو او غړو ایمان به ددی اجازه ورنکړی چي د لستوڼي دمار په څیر دښمن به یی د یوي سوړي دوه ځلی و چیچی .
دا باید درک کړو چي جنګ د حل لار نه ده ، هغوي چي په جنګ اصرار کوی هغوي په ستره اشتباه کي دي ، ځکه هره ورځ زمونږ د مظلوم ولس بی دفاع انسانان ددي کرغیړن جنګ د اور په لمبو کی سوځی ، کورنۍ خپل ویاړلي شخصیتونه له لاسه ورکوی ، ښځي دکونډتون او کوچنیان د یتیموالي په لور روان دي . 
د حزب امیر په خپله وینا کي د جنګ غوښتونکو په اړه وویل چي : «جنګ غوښتونکو خپل حیثیت له لاسه ورکړی او ملت نور د دوی تر شا نه دريږي.موږ د يو ذلیل او سپک دښمن سره مخامخ يو، خو مطمن يو چې د دوی راتلونکې تیاره ده او په ملت کې يې خپل اعتماد او اعتبار له لاسه ورکړی دی.»
په دي اساس ددغه سپک او ذلیل دښمن مقابله هلته شوني ده چي دحزب ټول غړي ، ځوانان او زاړه ، ښځي او نر ، کوچنیان او بوډاګان سره لاس یو کړي ، دحزب اسلامي د محبوب امیر او دجهاد او ازادئ د قائید تر شا په کلکه ودریږي او د شهیدانو د ارمان د تر سره کولو له پاره مټي را ونغاړي . دا باید په یاد ولرو چي دخپلو موخو او اهدافو نه یوه شیبه شاته کیدل هم بیا په عمرونو تیریدو سره نه اعاده کیږي .بلکه برعکس دمکار او ذلیله دښمن د تقويی سبب ګرځي .
دمکار دښمن همدغه سازش او فریب دي چي څو کسان په دغه او هغه باندي سره راضي کړي ، حزب کی د اختلاف دپیدا کیدو او دموازي ګوند د جوړښت له پاره هلی ځلي وکړي ، ځکه دهغوي موفقیت په همدي کي رانغښتی چی دحزب قوت په یوه ډول نه یوه ډول اغیزمن کړي . خو دمحترم مشر د وینا له مخي حزب اسلامی افغانستان یو وه ،یو دي او که خداي کول یو به وي . 
راځئ د همدي شعار لاندی دخپلو مسؤلیتونو د اداء کولو له پاره سره د یوه فولادین صف (بنیان مرصوص) په څیر دخپل ویاړلي ګوند اومقدس تنظیم تر شا په کلکه و دریږو . ځکه موفقیت په اتحاد، یووالی او یو دبل په غښتلي کولو کي دی .
 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017