دټاکنو دکمیسیون دمشراجباري ګوښه ګول: | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

دټاکنو دکمیسیون دمشراجباري ګوښه ګول:

شهادت

2017-11-15

څو ورځي مخته  د ټاکنو دکمیسیون د مشرتابه دهیئت له اړخه ، دحزب اسلامي امیر، محترم حکمتیار دکمیسیون دفتر ته  ور وبلل شو ، ترڅو دواړه اړخونه ، هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون او هم حزب اسلامي افغانستان د راتلونکو ټولټاکنو له  پاره په خپلو منځو کي  خپل آندونه سره  شریک کړي ، ددي ترڅنګ د ټاکنو خپلواک کمیسیون و توانیږی  دحزب اسلامي افغانستان د امیر له اړخه د ټاکنو له پاره  جوړه شوی هر اړخیزه  طرحه دهمغه له خولی واوري ، په دي اړه ددي کمیسیون دمشر،‌محترم نجیب الله احمدزي  له اړخه  یو مطبوعاتي ګډ کنفرانس  هم جوړ شو چي په کي دحزب اسلامي  امیر  د راتلونکو ټولټاکنو له پاره خپله طرحه وړاندي کړه . په دي طرحه کي  په خپل وخت د ټاکنوپه ترسره کولو  اصرار شوي و ، اوترڅنګ یی دبهرنیو څخه  غوښتل شوي چی په ټاکنو کي دي د پخوا په څیر دمداخلی نه ډډه وکړي  او دمداخلي په ځآي دي یی څارنه وکړي او  زمونږ ولس ته دي دخپلی  څارني پایلي  اعلان کړي . په دي کنفرانس کی ښاغلي حکمتیار د ټاکنو دکمیسیون نه په کلکه وغوښتل تر څو د هیواد ټولو برخو کي د ولس هر وګړي ته د ووټ د ورکولو حق ورکړل شي . ښاغلي حکمیتار په دي هم  اصرار وکړ چي د هیواد نژدی  څلور ، څلورنیم میلیونه مهاجرو ته دي هم د راي ورکولو حق ورکړل شي ، په دغه مهاجرینو کی یی نژدي دوه میلیونه  کورني مهاجرین لرو چي د هیواد په مختلفوولایاتو کی ډیر ستونزمن ژوند لري ، دهغوي کورونه ،‌زمکي او شتمني د ځآيي چارواکو او زورواکو مافیایی کړیو له اړخه غصب شوي اودوی مجبور شوی چي په نورو ګاونډیو ولایاتو کی دخپل عزت د ساتلو په خاطر پناه واخلي ، همدا راز زمونږ دهیواد نژدی دوه  دوه نیم میلیونه وګړي په ګاونډیو هیوادو کي اوسیږي چی  هغوي ته هم باید د رای  دورکولو له پاره لازم تدابیر و نیول شی . ددي ترڅنګ د هیواد د نیمایی زیاته خاوره چي همدا اوس د مخالفینو له خوا یا کنترولیږي او یا  یی هم امنیتي وضعیت ښه نه دي ، دهغوی له پاره دی هم د راي ورکولو په خاطر  لازم وسایل تهیه شي ، ترڅو  دولس ټولي پرګني خپل د راي ورکولو دغه حق  استعمال کړای شي .  همدا راز  ښاغلي  حکمتیار وویل چی ټول هیواد دی  په ۲۴۹ حوزو ( دپارلمان دغړو دشمیري په اندازه ) وویشل شي او دهري حوزی  له پاره دي  نماینده دهمغي حوزي  درایو په اکثریت   غوره کړل شي …….
دکمیسیون مشرانو د محترم حکمتیار نظر یات په پوره حوصلي سره واوریدل او د خپل کمیسیون دوسایلو په کتلو سره یی ددي دندي د تر سره کولو ژمنه وکړه ، په دي مطبوعاتي کنفرانس کي  د کمیسیون  مشر نجیب الله احمدزی  د نورو سیاسي ګوندونو دمشرانو څخه هم  وغوښتل چي د حزب اسلامي دقیادت په څیردی دکمیسیون سره د هیواد دراتلونکی برخلیک د ټاکلو په خاطر خپل نظریات  شریک کړي .
اما د حزب اسلامی د امیر سره د ټاکنو دازاد کمیسیون دغه  غونډه  د ملي وحدت دحکومت دیو شمیر کړیو له  نظره ښه و نه بریښیده ، اوپه همغه وخت کي یی د مختلفو تبلیغاتي لارو دکمیسیون دمشر ښاغلي نجیب الله احمدزی د ګوښه کولو افواهات  خپاره کړل . ان تر دی چي دهرات په ولایت کی د حکومتي چارواکوچي په عین وخت کی د دولت د اپوزیسیون بڼه هم لری  له لوري په یوی غونډه کي دکمیسیون چارواکي په دي خاطر تر نیوکو لاندي رغلل  چی ولي یی دحزب اسلامي قائید ته بلنه ورکړي اودهغه  سره ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته ناست دي، په دي اساس یی ددولت څخه وغوښتل چی سمدلاسه دي دغه چارواکي  لري او په ځای دي یی نور و ټاکي . داسي بریښي چي اوس دغه  فارمول عملي شوي او ښاغلي نجیب الله احمدزی  د خپلي دندي څخه په  اجباري توګه  ګوښه کړل شوی دي .
په داسي  حساسو حالاتو کي چي هم د ولسمشرئ له پاره او هم د پارلمان ، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو دشوراګانو له پاره مو ، ولس شموله ټولټاکنی  ډیری ژر ترمخه دي ، د ټاکنو دکمیسیون د مشر محترم نجیب الله احمدزی په اجباري توګه ددندي څخه لری کول په هیڅ  توګه د ولس  او د نظام د راتلونکي له پاره دخیر او ګټی سبب  نه ګرځي ، بلکه برعکس به ددغی تشي د ډکولو له پاره دملي وحدت د حکومت دچارواکو ترمنځ  ، ډیر وخت  او ډیرو نانندریو ته اړتیاوي.
د محترم احمدزي دلری کولو نه داسي ډاګیزیږی چی  په حقیقت کی دولت  اودملي وحدت حکومت راتلونکو  ټولټاکنو ته مخلص  نه دي، بلکه غواړی دا ټاکني لکه دپارلمان د ټاکنو په څیر  وخت په وخت  شاته و غورزوی  او که دا کار صورت و نیسي نو هیواد  به داوسني کرغیړن حالت نه دمکمل  انارشیزم په لور ولاړ شی ،چی بیا به یی کنترول دهیچا په واک  کي نه وي .
د ټاکنوکمیسیون  ،‌یو ازاد او مستقل کمیسیون دی چي غړي یی باید ازاد ، بی پري او مستقل وګړی وي ، او دهمدوي تر نظارت لاندي دشفافو ټاکنو له پاره قدم واخیستل شي . داسي  بریښي  چي دولت او چارواکي یی  د یو شمیر مخالفینو ګواښونو وارخطا کړي ، ځکه هغوي بیا بیا دا خبره تکراروله  چي د ټاکنو دکمیسیون مشر باید له دندي لري کړل شي . 
د ټاکنو دکمیسیون درئیس د اجباري لري کولو سره مو  هیواد د یوي بلي تشی سره مخ  شو ، په داسي حال کی چی ددولت اوسنیو چارواکو په خپلو منځو کي ښکرونه اړم کړي او یو شمیر یی هڅه کوي چی دټول ټاکنو په ځآی دي لویه مشورتي جرګه  جوړه او دوي ته دي بیا د څو کالو له پاره واکمني ور وسپارل شي، ترڅو ددوي اوسنۍ  واکمنی ، شتمني ، غصب او مافیایی لاسته راوړی بی حسابه سرمایی تر پوښتني لاندی رانشي،  دوی د ولس د حال نه بي خبره د عیاشۍ په خواږه خوب ویده او د اوږدی واکمنۍ خوبونه  په خیالونو کي لري ، په دي توګه هیواد د یوی بلي غمیزي سره مخ کول نه یواځي دعام ولس په زیان دي بلکه دوی پخپله هم ددي زیان څخه دخلاصون لاره نه لري.
وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَّا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنكُمْ خَاصَّةً ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017