وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ : الله اکبر، سبحان الله | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ : الله اکبر، سبحان الله

شهادت

2017-11-30

بِسْمِ اللَّهِ الْرَّحمَنِ الْرَّحَيمِ

 وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ[الأنبياء:107].
الله اکبر، سبحان الله : 
اللهم صلِّ وسلم على سيدنا محمد في الأولين وفي الآخرين، وفي كل وقت وحين، وفي الملأ الأعلى إلى يوم الدين.
د ربیع الاول ۱۲ مه ورځ دبشریت په تاریخ کی د وحشت او بربریت نه دخلاصون او د انسانیت ،میني او محبت  په لور دبدلون ستره ورځ ده . په دغه ورځ د انسانیت معلم ، د اخلاقو متمم،  د ظلم اوبربریت په مقابل کی ددریدو او دعدل او انصاف دنظام دقیام محرک او لارښود، د الله تعالي استازی او د بشریت ناجي او…. رسول الله صلي الله علیه وسلم د زیږیدو ورځ  ده . رسول الله صلي الله علیه وسلم د لمرپه څیر په دغه تیاره  نړۍ خپله دعلم اوپوهی رڼا خپره کړه . انسانیت یی د جهالت د تورو تیارو څخه وویست او  الله تعالي پیغام یی د قران کریم په څیر د( لاریب فیه ) کتاب په شکل دانسانیت مخی ته کیښود. او انسانیت ته یی د الله تعالي دا پيغام ورساوه چي ( د الله تعالی په دین منګولی و لګوئ  ، همدا مو دنجات او خلاصون لار ده . )
انسانیت ته یی دا درس ورکړ چي  الله تعالي هسی عبث  پیدا کړي نه یاست ، بلکه ستاسو پیدایښت د الله تعالي د عبادت په خاطر شوي .الله تعالي تاسو په زمکه پیدا کړئ ، تاسو ته یی په همدی زمکه تمکین درکړ ، او دهمدی زمکي نه یی روزي او  رزق درته  مقرر کړ، تر څو الله تعالي شکر کونکي اوسئ.
انسانیت ته یی دا درس ورکړ چی د رزق پسی مه سرګردانه کیږئ ، الله تعالي ټولو مخلوقاتو ته ، که هغه په زمکه دي او که په هوا کي د  رزق دورکولو ژمنه په خپله غاړه اخیستی ، دزمکي په سر هیڅ داسي ژوی نه شته چي دهغه درزق د ورکړی او د هغه د اوسیدو دځآي په اړه  الله تعالي پریکړه او فیصله نه وي کړي…..
د الله تعالي رسول دانسانیت ترمنځ د میني او محبت د سنبول او داخلاقو د متمم په څیر خپل اصول رامخته کړي  او  د یو داسي دین بنسټ یی کښیښود چې ورورګلوي او برابرې یې اساسي اصول ؤ ، مسلمانان یی د مینې او محبت په دین کښې د  اسلام تر سیورې لاندې راټول کړل  او د توحید دین ته یی تسلیم کړل،عرب عجم، حبشي، پارسي  او نور توکمونه د پیغمبر د وجود او قرآن په برکت ،تیرو قبیله ای کینو ته له پامه پرته په یووالې او آرامښت سره د اسلام  له مینې په ډکه غیږه کښې  وحدت ته ورسیدل .
د  الله تعالی رسول( صلی الله علیه وسلم ) ټولو ته  دا ویلي ؤ چې نور د قوم ،توکم  او پوستکې په دلیل په نورو برلاسی کومه معنا نلري ،بلکه د اسلام تر بیرغ لاندې ،هغه کس ترټولو غوره دی چې تقوا او پرهیزګارې یې زیاته وي ،الله تعالی دغه ښکلي وینا د حجرات سورت په ۱۳ آیت کښې کړي ده او فرمايي :
(يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِير) الحجرات ۱۳.
ژباړه:
ای خلکو! ما تاسو له یوه نر اوښځې پیدا کړئ  او تاسو مو ډلي ډلي او قبیلې وګرځولئ څو یو بل وپيژنئ (خو دا د امتیاز  معیارونه نه دي)،د خدای په نزد غوره کس هغه دی چې تر ټولو زیات پرهیزګاره وي ،خدای پوهه او خبر دی .
الحمدلله نن داسلام دغه خوږ او زړه وړونکی پیغام دنړۍ  ګوډ ګوډ ته رسیدلي او لا رسیږي . نن په نړۍ کي د مسلمانانو په شمیره کي ورځ تر بلي ډیرښت راځی ، ان تر دي چي یو شمیر اروپایی هیوادونه په دی ویره کي دي چي مسلمانان به یی په راتلونکي  نیم قرن کی د هیوادونو اغیزمن ولس وګرځي . 
اسلام  نن په نړۍ کی په پوره قوت سره خپریږي . علت یی  دادي چي دا د الله  تعالي پیغام دی ، لاریب  فیه . ددي پیغام دخپریدو په خلاف  عیسویانو او یهودانو ، هندوانو اومجسویانو او….ډیری دسیسي جوړي کړی ، اولا  جوړوي یی خو ددي پیغام په حقانیت یی هیڅ  ډول اغیز نه دی کړی ، بلکه برعکس یی اروپایان او د نورو باطلو ادیانو پلټونکي وګړي دي ته هڅولي ترڅو د اسلام پیغام مطالعه او ځانونه پری وپوهوي .
ان شاءالله د  اسلام راتلونکي ورځ تر بلي روښانه ده ، زمونږ د ولس ځوانان، که هغه هلکان دی او که نجوني نن د اسلامي نظام د قیام په خاطر  هڅي او هاند کوي ، په دي ډاډمن یو چي که چیری  هلي ځلي مو په اخلاص سره وی نو هغه هدف ته به د رسیدو له پاره ، چي اسلام او رسول الله صلي الله علیه وسلم  د اسلامي اُمت  له پاره ټاکلي او هغه د عدل او انصاف نظام او په زمکه دالله تعالي ددین قیام دی ، په اسانۍ سره ورسیږو.
اللهم صلي علي محمد و علي اله و اصحابه اجمعین 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017