بیت المقدس او داسلامي اُمت مسؤلیت | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

بیت المقدس او داسلامي اُمت مسؤلیت

شهادت

2017-12-06

تیره ورځ د امریکا ولسمشرټُرمپ  د فلسطین مشر محمودعباس ته د تیلفون په کرښه خبر ورکړ چي امریکا به ډیر ژر خپل سفارت د تل ابیب  نه  بیت المقدس ته انتقال کړي او بیت المقدس به د اسرائیلو د مرکز(Capital) په څیرپه رسمیت و پيژني . 
امریکایانو په دي لړ کي د نړئ نورو هیوادو ، په ځانګړی توګه د امریکا دولکي لاندی د اسلامي هیوادو مشرانو ته هم  خبر ورکړی اوهغوي ته یی په دي اړه د خپلي خبري د تائید حکم هم کړی . 
د اسلامي هیوادو مشران ، په ځانګړي توګه هغوي چي د اسلامي  اُمت د رهبرۍ او قیادت طمعه تری کیده ، ټول اوس د امریکایی ولسمشر ټُرمپ تر حکم لاندی اودهغی د خوښي په مطابق خپل امور مخته وړی . د اسلامي اُمت ستر عربي هیواد چي یو وخت یی  د اسلامي امُِت  د رهبرۍ بیرغ پورته کړی و په مکمله توګه خپلي پالیسۍ تبدیلي کړی ، او دغه ستر اسلامي هیواد یی د اوسنی ځوان ولیعهد پاچا ترحکم لاندی د سیکولریزم په لور رهي کړی او په  دغه هیواد کي یی ټول هغه مسلمان علماء چي ددین په دعوتي اصولو یی کار کاوه ، یا بندیان کړی اویا یی هم نورو  هیوادو ته تبعید کړی . همدغه هیواد د یو شمیر نورو خلیجي هیوادونو د مسؤلینو سره یو ځای د مصر د منتخب رژیم  دمشر دوکتور محمد مرسي په خلاف دهغه هیواد  لاسپوڅي او کمظرفه عسکري مشرجنرال سیسی را وپاراوو  اوپه ملیاردو ډالریی د سي ای ای (CIA) په حکم هغه ته ډالۍ کړل ترڅو د محمد مرسي منتخب رژیم پری له منځه یوسي او د یهودو دغه بړیڅي چي دمور له اړخه یهودي او ترور یی اوس هم د یهودو دپارلمان غړی ده داسلامي اُمت په دغه  ستر هیواد باندي  حاکم کړي . ددي ترڅنګ دغه کورنۍ د نورو عربی لاسپوڅو حکامو سره یو ځآی د فلسطین د ازادۍ اسلامي ګوند حماس، د مصر د دغه عسکري لاسپوڅي او ذلیل رژیم د مشوری  له مخي، یو تروریستي  ګوند اعلان کړاو د غزی د تراړي دروازي  یی د نړۍ په مخ و تړلی .
د اسرائیلو هیواد چي نژدی ۷۰ کاله مخته د انګلیسانو په مرسته  د فلسطینیانو په زړه کي   را  وټوکید د خپلو همدي مرستندویانو په واسطه و توانید د غزی د تراړي پرته  د فلسطین نوره ټوله خطه تر خپلي ولکی لاندی راوړي . د انګلیس صدراعظمي (تریسارامي ) نژدی یوه میاشت مخته د اسرايیلو د هیواد په جوړښت او په دغه جوړښت کي دخپل هیواد په قوي لاس درلودو باندی په داسي حال کی  پوره  ویاړ او افتخار وکړ چي د نړئ اسلامي هیوادونه په مکمله توګه  دمرګ په بستره پراته دي .
امریکایانو د همدی یهودو په مرسته او دایراني رافضی فاشستي دولت  په کومک اسلامي هیوادونه د ستري تباهۍ سره مخ کړي ، دهغوی وسایل او عسکری ځواکونه یی په مکمله توګه  یا له منځه وړي اویا یی هم د مصرد عسکری ځواک  په څیر د خپل واک  لاندی راوستي دي . یمن ، سوریه ، لبنان ، لبییا ، بحرین ، افغانستان او …. ټول یی په ورانو ویجاړواو خرابو تبدیل کړی ، او لا تراوسه بوری په کی داسي جنګونه په شدت  سره روان دي چي دهمدی  استکباري هیوادونو د جاسوسي کړیو له  اړخه تقویه کیږي . 
ترکیه چی د اتاترک د استبدادي او مطلق العنان رژیم  وروسته اوس یو ځل بیا د ازادۍ ساه اخلي هم ددي استکباري ظالمو رژیمونو د لاسو په امن پاته نه شوه ، هغوي د خپلو عسکري بړیڅو په واسطه  ددي هیواد دمنتخب رژیم د راپرځولو  هڅي وکړی خو دترکیی ولس بیداره او دخپل ولسواکه رژیم نه یی ددفاع په خاطر  خپل ځانونه قربان کړل . 
اوس په نړۍ  کي یواځي دهمدی هیواد مقتدر مشر ، ښاغلي طیب اردوګان دي چي د اسلامي اُمت سترګي ورته  ور اوړی . همغه  د ټُرمپ ددي اعلان  سره سم وویل چي که چیری امریکا دداسي ستر جنایت مرتکب شي او خپل سفارت بیت المقدس ته را انتقال کړي نو د اسرايیلو دهیواد  سره به خپلي سیاسي اړیکي پری کړي او د نور  اسلامي اُمت نه به هم په دي اړه د ورته قدم اخیستلو  غوښتنه وکړي .
خو د اسلامي اُمت د لاسپوڅو رژیمونو څخه چي همدا اوس د امریکایانو په  امصاء قدم اخلي ،‌داسي توقع او هیله عبث بریښي ، تاریخ به  ثابته کړي چي د اسلامي هیوادونو دریځ به همداسی بي تفاوته پاته شي او فلسطین به په رڼو او برندو سترګو د یهودو په  لمن کي وغورځوي او که بلمنګه قدم به واخلي . 
بیت المقدس د اسلامي اُمت لمړنۍ قبله ده او اسلامي اُمت به ددومره ستر شتون او ځواک سره یو ځآي ددی قبلي په د لاسو ورکولو اودیهودو په لمن کي په وراچولو ، خپل موجودیت او شتون به هم له لاسه ورکړي .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017