ټرمپ د اسلامي اُمت د قهراوغضب په مقابل کي : | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

ټرمپ د اسلامي اُمت د قهراوغضب په مقابل کي :

شهادت

2017-12-07

د سی شنبي په ورځ د ۲۰۱۷ کال ددسمبر په شپږمه ، امریکایی ولسمشر په ډیره  بیباکۍ سره د اسلامي اُمت په مرۍ چاړه کیښوده او ددي اُمت لمړنۍ قبله ، بیت المقدس ، یی د یهودو د پلازمیني په څیرپه رسمیت وپيژنده ، او دغه ځآي ته یی د تل اویوو څخه دخپل سفارت دانتقال حکم هم ورکړ . 
د امریکایی ولسمشر ټرمپ  دغه اعلان  په اسلامي اُمت کي او په ځانګړی توګه ددي اُمت په پرګنیو کي سخت قهر او غضب راپارولی . په مختلفو هیوادو کي  مسلمانان دخپلي لمړنۍ قبلي نه ددفاع په خاطر لارو کوڅو ته راوتلي او په قهرامیزه لاریونونو باندی یی پیل کړي . او دامریکایانو نه یی غوښتي په دی اړه په خپلو پالیسیو کی نوي نظر وکړی . 
په دولتي سطحه د اسلامي هیوادونو له ډلي څخه یواځي د تُرکیی مشر طیب اردګان ، دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت او ددغه هیواد د انصاف دتحریک مشر ، د افغانستان د ارګ رسمی اعلامییه ،‌دایران د رافضي رژیم او یو شمیر نورو…  په خوښه اوناخوښه خپل دریځونه تر یوه حده  پوری دخپلو ولسونو ترمخ وړاندی کړي . د تُرکیی ولسمشر د او ای سي (OIC) یا داسلامي هیوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو دکنفرانس د راغوښتلو اوپه  دي اړه د یوه  ګډ تصمیم  دنیولو عاجله غوښتنه کړی .
خو ترهغی چي د( OIC) تر کنفرانس پوري اړونده  ده  او ددي کنفرانس دغړو په اړه معلومات شتون لري ، ددوي ډیره کي د امریکایی متروکی لاندی دغلامانو په څیر حرکت کوي .  ددوي ترمنځ دومره جنجالونه دي چي د یوه چتر لاندی راغونډیدل خو به یی شوني وی خو په یوه خوله تصمیم نیول او بیا دهغي پلي کول به ورته په هیڅ توګه  شوني نه وي . په دي دولتونو کي څو پادشاهي مطلق العنانه او پاته یی  دیکتاتور امیران دی  چي هر یویی  د خپل ځان اودخپلي کورنۍ د واکمنۍ د ساتلو په خاطر د انګلیس او امریکا نوکران ګرزیدلي ، دوي ټول په اسلامي اُمت کي دبیدارۍ نه سخت په ویره کی دي . په همدي خاطر یی د اسلامي اُمت د ریښتیني زوي ، دوکتور محمد مرسي ، منتخب نظام له منځه یوړ ، او د فلسطین د غزی په تړانګه کي ددغه هیواد د ازادۍ د غورزنګ ، حماس، په خلاف ،‌چي داسرائیلو په سترګو کي  اغزي حیثیت لری ،د دي ګوند د له منځه وړلو او دغه ګوند د یوه تروریست ګوند په څیر د پیژندلو پریکړه کړي . 
په مصر کی یی چي د اسلامي اُمت سترګی ور اوښتی یو مسلمان شکله یهود حاکم کړ ، او ترڅنګ یی ، د خلیج هیوادونو د اسرائیلو سره پټ اړیکي کلک کړل ترڅو په راتلونکي کی دهغوي سره په دیپلوماتیکو اړیکو کی کومه ستونزه و نه لري .
همدا اوس هم یهودان (اسرائیل )  په مکمله توګه  په عربي خلیج باندی بی له جنګه  واکمن دي ، او هر څه چي وغواړي  په دغه  سیمه کي یی پرته له کوم تهدید اوګواښ نه ترسره کوی.
امریکایانو ، انګلیسانو او اروپایانو هم یهودان ، نژدی ۷۰ کاله مخته ، په دی سیمه کي دخپلو ګټو او د همدی عیاشو عربو د اېیل کولو  په خاطر دیوه پولیسي ستر ځواک په څیر ساتلي او تري دفاع کوي او هر وخت چي وغواړي دغه عرب پری په کلکو متروکو ځپوي.
اوس چي بیت المقدس په مکمله توګه د یهودانو د مرکز اوپلازمیني په څیر دامریکا د ولسمشر له اړخه په رسمیت  و پيژندل شو ، نو دا به د اسلامي اُمت پوري مربوطه وي چي په دی اړه څه ډول کلک  قدم اخیستلی شي . 
د مظاهرو او لاریینو په واسطه د قهر څرګندونه کیدی شي خو په دي لاریینو کی ډیر وخت یو شمیر وګړي خپلو املاکو ته زیان رسوي او دا کار پخپله د یهودو او نصاراوو په ګټه دی . 
نړیوال اسلامي پیژندل شوی تحریکونه هم په دی اړه ستره دنده لري ، ترڅو دخپلو حکومتونو له لاري په امریکایانو فشار راوړي چی دبیت المقدس په اړه دمسلمانانو احساساتو ته  په درنه  سترګه وکوري. 
نن که اسلامي  امت اوددي اُمت ستر اسلامي غورزنګونه د خپلي لمړنۍ قبلي په اړه کلک او تصمیم نیونکي قدمونه وا نه خلي ،او په یوڅو اعتراضاتو اکتفاء وکړی ، نو بی له شکه چي بی تفاوتي به یی هم دخپلي لمړنۍ قبلی ، هم  دخپلو ځآنو اوهم په خپلو ولسونو کي د خپل اهمیت او اسلامي مبارزی په خلاف کلک ګذار وي . په دی اساس ټول نړیوال اسلامی ګوندونه باید په خپلو منځو کي دیوي عاجلی غونډی له پاره په یوه مناسب هیواد کي ، د راټولیدو تصمیم و نیسي او په خپلو منځو کي د یوی مشترکي پالیسۍ په غوره کولو سره خپل ولسونه همغه لوری ته  متحرک کړي.
د تُرکیی د ولسمشر طیب اردګان له اړخه د راغوښتل شوي (OIC) کنفرانس  او په دی اړه ددي هیواد دا پریکړه چي د اسرائیلو سره به دیپلوماتیک اړیکي پري کړي پخپله یوه ښه قدم دی خو که په دی اړه د اسلامي اُمت زعماء  په ګډه همداسي یوه پریکړه وکړي او نه یواځي د یهودو سره بلکه د اسرائیلو د مربینو په اړه هم همداسی جمعي پریکړه وکړل شی او عملي شي نو دا به د اسلامي اُمت د رایوځآي کیدو او د دي اُمت د عظمت د را ژوندي کیدو غوره نمونه وی.
داسلامي اُمت عالم دروند قرضاوي ، په اسلامي اُمت غږ کوي او وایی چي :
( فلسطین د قدس نه پرته څه معنا لري ؟  مسلمانان څه شول ؟  اسلامي اُمت  چیری  دی ؟ هغه اُمت  چي نفوس یی د شرق نه ترغربه پوري ټوله نړۍ کي خپور دی ، اوس چیری دی ؟  مونږ به هیڅکله هم د  ،بیت المقدس نه، دخپلي لمړنۍ قبلي  او د اسلامی  اُمت ددریم  ستر مسجد په څیر تیر نه شو ! دی موضوع ته به دکوچنۍ  او جانبي موضوع په څیر ونه کتل شي ، اونه دا تصور کړل شي چي دیو چا په تصمیم نیولو سره به  یی حقیقت د هیریدو په لور ولاړ شی!..) 
یا اسلامي اُمته !
الله اکبر



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017