دسولي دکاروان دسفیردمیړانی ډکی هلي ځلی | شهادت 

23rd January, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

دسولي دکاروان دسفیردمیړانی ډکی هلي ځلی

شهادت

2017-12-10

د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په نهمه ، دحزب اسلامي امیر ، د جهاد اوازادۍ قائید ، ملي مشر او دسولی او امن سفیر او ددي کاروان مییر ( رهبر )، ښاغلي حکمتیار په خپل دریم بلکه خطرناکه سفر د خوست په لور و خوځید او هلته د شاوخوا شپږو ساعتو مزل وهلو وروسته په خیرو خیریت دخپل کاروان سره یوځای دخپل ولس ترمنځ د لوړی شملی سره و درید . دخوست او لویی پکتیا خلکو یی د تیرې د کنډو نه نیولی ان د خوست ترمرکزه پوري په کتارونو کتارونو دریدو سره، خپل معزز مشر او د سولی او امن سفیر ته دروند او د تاریخي افتخاراتو نه ډک ښه راغلاست ووایه .
نن ددسمبرپه لسمه ، دخوست د ستر ولایت او دپکتیا او پکتیکا د معززو ولسونو له اړخه د سولي دسفیر او دامن دقیام له پاره هڅونکي مشر ته دهغه ولایت په مرکز خوست کي د ښه راغلاست ستره غونډه د هغه ښار په لوبغالي کي جوړه شوی ده. دغونډی ځای دښه راغلاست په ښکلو شعارونو ښایسته کړل شوی ، په لسګونه زره وګړي په پورته متانت سره د خپل محبوب او معزز مشر د استقبال اودهغه د پیغام د اوریدو له پاره را ټول شوي ، او دخپل مشر وینا اوپيغام ته منتظر دي .
د سولي او امن دستر سفیر او ملي قائید ، خوست او دپکتیا او پکتیکا ولایتونو ته دغه سفر دهغه دریم ستر سفر دی چي د ولسي ګڼو پرګنیو دښه او دروند ښه راغلاست سره مخ کیږي . 
دهغه وخته چي د سولی او امن سفیر ، معزز مشر ، په لغمان کي راڅرګند شو او دلغمانیانو له اړخه یی په ډیر اخلاص او صمیمیت سره استقبال و شو ، دهغه ځآیه یی د ګلونو ښار ، جلال اباد ته سفر وکړ او هلته یی د یوي اونۍ په جریان کي د لسګونو زرو قومي ،‌ملي او دولتي چارواکو سره لیدني کتني وکړی ، او د ټولو قومونو له اړخه ورته د زړه له کومي ښه راغلاست وویل شو .
کابل ته د رارسیدو سره سم ورته د ارګ د چارواکو اود ملي یووالي دحکومت له اړخه دروند ښه راغلاست وویل شو ، اوپه بله ورځ یی د غازي لوبغالي کی د لسګونو زرو په هیواد میئنو وګړو له اړخه د خپلو شنو بیرغونو په رپولو د یو ځل بیا بیعت او د اوامرو د اطاعت لاسونه راپورته شول . 
په خپل هستوګنځي او دحزب اسلامی په مرکزي دفتر کی ورته، د بهرنیو دیپلوماتیکو هیئتونو ترڅنګ د هیواد دسیاسي احزابو لوړپوړو هیئتونو ، دولتي لوړپوړو چارواکو ، دپارلمان ددواړو کورونو مشرانو اوغړو د کابل میشتو ښاریانو ، علماؤ او منورینو او د لسګونو زرو هغو وګړو له اړخه چي د مختلفو ولایاتو څخه د هیئتونو په څیر راغلي وو ، ښه راغلاست وویل شو . 
ددی وروسته ، دهرات د ولس په غوښتنه دسولي ستر سفیر او دامن دقیام هوډمن په هیواد او ولس میین حکمتیار هرات ته دیوي اونۍ له پاره سفر درلود ، چي هلته ورته د هغه ولایت د ولسی مشرانو ، کشرانو ، ځوانانو ، ښځّو او نرو ، علماؤ او منورینو له اړخه دروند ښه راغلاست وویل شو، او یوه اونۍ یی د هغه ځآی د مجاهد او مؤمن ولس ترمنځ په پوره امن سره تیره کړه ، او دسولي او امڼ پیغام یی دهراتیانو کور کور ته ورسوو .
د خوست اوپکتیا ولایتونو ته د سولی دسفیر دغه سفر دهغه په سترو سفرونو کي دریم ستر سفر ګڼل کیږي . که څه هم د زیاتو دوستانو له اړخه دسولی او امن سفیر او ملي قائید ته مشوره ورکړل شوه چی د خوست ولایت ته د سړک له لاري سفر ونه کړي ، خو د سولي سفیر په خپل عزم کي هوډمن او دخپل دغه سفر تکل یی ،لکه څنګه یی چی د جلال اباد نه کابل ته درلود ، په همغه شکل ټینګ و ساته . 
دهغه دکاروان د خوندي ساتلو په خاطر په ټوله لاره کي د حزب اسلامي غړي او د ولس مخلص وګړي په پوره شان وشوکت سره ولاړ او بلاخره د سولي او امن دغه ستر کاروان دخپل محبوب مشر سره یو ځاي خپل ځای ته ورسید او د هغه ځآی د والی ترڅنګ د ولس ددروند استقبال سره مخ شو .
د سولي او امن سفیر خپلو ولسونو ته یواځي او یواځي یو پیغام لري ، او هغه داچي په خپلو کي لاسونه ورکړئ ، مه پریږدئ چي د افغان ولس ازلی دښمنان ستاسو ترمنځ دشر اچولو هڅي وکړي ، هیواد مو سولی او امن ته اړتیا لری ، ټول وسلوال افغانان ، چي ددولت په مقابل کی یی توره په لاس کي نیولی باید د خبرو دمیز تر شا خپلی ستونزی دخبرو له لاری حل کړي . که چیری همدا ولسونه یو بل ته سره لاسونه ورکړي ، متحد شي او پرینږدي چي پردیپاله عناصر یی امن له منځه یوسي ، او دغه ډول عناصر بی له ځنډه تشخیص او د مخنیوی له پاره یی هڅی وکړي ، نو په ډیره لږه موده کي به مو هیواد دامن او سولی خوږه او دمیني نه ډکه غیږ وګرځی او …...



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2018