د پکتیار دري ورځیني سفر پای ته ورسید : | شهادت 

19th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د پکتیار دري ورځیني سفر پای ته ورسید :

شهادت

2017-12-11

خوست او دلویی پکتیا ولایتونو ته د سولي اوامن د سفیر او دجهاد او ازادۍ درهبر دري ورځینی سفر په خیر او عافیت سر ته ورسید . دغه سفر چي د شنبي په ورځ پیل شوي و نن د غرمی وروسته پای ته ورسید . 
په خپل دغی دری ورځیني سفر کی دحزب اسلامي امیر ، دپورته یادکړل شووولایتونو او په ځانګړی توګه دخوست د ولایت د قومي سترو مشرانو ، ولسی عامو وګړو او دولتي مسؤلینو ، علماؤ ، منورینو او دپوهنتونود استاذانو، معلیمینو او….سره تفصیلي لیدني درلودی .د حزب امیر د یکشنبی په ورځ د خوست د ولایت دمرکز خوست په لوبغالي کي د دغه ولایت او ددي نه اخو د نورو ګاونډیو ولایاتو نه د راغلیو هیئتونو یوي درنی غونډی ته چي شمیره یی لسګونو زرو ته رسیده، درنه وینا وکړه ، چي په دی وینا کي یی : د هيواد په خپلواکی او آبادی کې د لویی پکتیا د ولسونو په رول رڼا واچوله او ویی ویل چي د شورویانو د عسکري یرغل په وخت کي د لویی پکتیا وګړو د هیواد ټولو مجاهدینو ته ، که هغه د هر قوم ، ولس او مذهب پوري مربوط خپلی دروازی پرانستي پریښودی ، دهغوي مرسته یی وکړه اوپخپله یی هم دخپل هیواد د ازادۍ له پاره بیدریغه قربانۍ ورکړی چي د تاریخ په زرینو پاڼو کي به په افتخار سره یادیږي . او زیاته یی کړه چي : د لويې پکتيا خلکو دحکومتونو په جوړولو او ساتلو کي مهم او تاریخي رول لوبولی اوهغه حکومت ډیر ځواکمن وي چې د لويې پکتيا د ولس ملاتړ یی په برخه وي . 
ښاغلی مشر په هیواد کي د اوسنیو ناخوالو او جګړو په اړه وویل چي :په هيواد کې روانه جګړه ګټونکی نه لري بلکه پخپله افغان ولس په کي سوزیږی ، دا جګړه بین الافغاني جګړه ده او دافغانانو په زیان تمامیږی . په وسلوالو طالبانو یی غږ وکړ او ویی ویل چي : له طالبانو غواړم چې مخامخ له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کيني که دوي دا کار وکړي حزب اسلامي به يې تر ټولو ډیر لاسنیوی وکړي. دحزب قائید په هیواد کي د ولسونو ترمنځ د عدالت د پلي کولو په اړه وویل چي : تر هغې چې په ټوله نړۍ کې افغان مهاجرین په کور نه شي دولسونو ترمنځ واقعي عدالت نه شي پلی کیدلی . ښاغلي حکمتیار په انتخاباتو کي د ونډی اخیستو او د همدی لاری د حکومت دبدلولو په اړه په اصرار سره وویل چي ټولو سیاسي ګوندونو ته وړانديز کوم چې راشی په هر اړخيز ډول په راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلۍ ، او زیاته یی کړه چي : راتلونکي پارلماني انتخابات باید په خپل وخت تر سره شي،‌په دې برخه کې هيڅ ډول پلمه او بهانه د منلو وړ نه ده، او افسوس یی وکړ چي ځيني سیاسي ګوندونه په خپل وخت د انتخاباتو له تر سره کولو ویره لري په همدې اساس هڅه کوي چې انتخابات په یوه ډول نه یوه ډول وځنډوي. هغه ټينګار وکړ چې د انتخاباتو په کميسون کې دې هيڅ ډول تغيرات نه راځي ځکه دا پخپله دې ته زمينه برابروي تر څو انتخابات وځنډیږي. او ویی ویل چي : مونږ اوسنی حاکم نظام منو او ورڅخه ساتنه هم کوو او هيچا ته دا اجازه نه ورکوو چې دنظام دبدلون له پاره د ارګ په ديوالونو وروخيږي، هيڅوک نه پريږدو چې دا حکومت بې له رڼو او ولسي ټولټاکنو د ټوپک دزور له لاری بدل کړي. 
محترم حکمتیار په ټينګار سره وویل چې: افغان مهاجرينو ته دې‌، چي په هر هیواد کي دي ، په انتخاباتو کې د برخي اخیستو اودخپل ووټ د استعمال حق ورکړل شي . او په زغرده یی وویل چي : د رڼو او شفافو ټولټاکنو منلو ته باید خپل ځانونه ژمن کړو .او دهمدی لاري په دي هیواد کي یووالی او عدالت حاکم کړو .
د ځدراڼو لوي اومیړني ًقوم ته په اشاری او په حکومت کې هغوي ته د ونډی د نه ورکولو په اړه هغه وویل چي : شايد ددې لامل دا وي چې مولوی جلاالدين حقاني په خَټه ځدراڼ دی، او دهمغه په خاطر د ځدراڼو ټول میړنی ولس چي په یولسو ولسوالیو کي خپور پروت دي په حکومت کي د ونډی ورکولو څخه بی برخی کړل شوی. 
په اخر کي ښاغلي حکمتیار دخوست او د لویی پکتیا دولسونو سره دیوه پوهنتون د جوړولو ژمنه وکړه. 
د جهاد او ازادۍ د رهبرد سفر په جریان کي د هغه ولایت والی او دولتي نورو چارواکو، قومي مشرانو او... په پوره اخلاص سره دخپل ملي رهبر سره ملتیا کړی او دحزب اسلامي دقیادت غوره میلمه پالنه یی کړی . ښاغلي حکمتیار نن ( دوشنبه ) بیرته په کابل کي خپل هستونګنځي ته راستون شو .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th July, 2018