د قُدس په اړه د استنبول فوق العاده غونډه | شهادت 

19th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د قُدس په اړه د استنبول فوق العاده غونډه

شهادت

2017-12-13

د امریکایی ولسمشر ټُرمپ له اړخه د بیت المقدس په  اړه دهغه په دغی پریکړه چي: بیت المقدس دي د اسرائیلو دپایتخت په توګه وپیژندل شي ،  اسلامي اُمت خپل سخت غبرګون ښوولی . په ټوله اسلامي نړۍ کي د مظاهرو او عکس العملونو یو ستر توپان راولاړ شوی ، پخپله په فلسطین  کی ، د فلسطیني ځوانانو ،‌ښځو ،  نرو او کوچنیانو له اړخه په دي اړه دسختو عکس العملونو ښوونه روانه ده ، تر اوسه پوري څو کسه د یهودي صیهونستانو له اړخه په شهادت رسیدلي او او ګڼ شمیر زخمیان اویا هم د یهودي عسکرو له اړخه  په بندیخانو کي اچول شوي .
نه یواځي اسلامي نړۍ د ټرمپ دغه پریکړه یو خپلسري او جنجالي داسي عمل ګڼلی چي دټولو بین المللي اصولو  او ان د ملګرو ملتونو دامنیت د شورا دپریکړو سره په مخالفت کي دي . اروپایی اتحادیی هم په دی اړه کلک  عکس العمل ښوولی اود ټرمپ دا پریکړه یی خپلسری عمل ګڼلی . 
په اسلامي نړۍ کي ترکییه  چي په دي وختو کي د اسلامی هیوادو د کنفرانس (OIC) مشري په غاړه  لري سخت عکس العمل ښوولی او په استنبول کي یی د اسلامي  هیوادو د سرمشرانو  ننۍ  غونډه هم  د ترکیی د ولسمشر په غږ  په  عاجله توګه راغوښتل شوی ترڅو د ټرمپ ددغي  کرغیړني پریکړي په اړه خپله متحده پریکړه اعلان کړي . د ترکیی ولسمشر نن په دغه غونډه کي په خپلو خبرو کي اسرائیل یو صیهونی او تروریست هیواد و نوماوه او د اسلامي اُمت نه یی و غوښتل ترڅو د یوه متحد قوت او یوه موټي په څیر ددي یهودي ریاست په مقابل کی په کلکه و دریږي . همدا راز د ترکیی ولسمشر د نړۍ د ټولو هیوادو څخه په کلکه وغوښتل ترڅو بیت المقدس د فلسطین دپایتخت په توګه په رسمیت و پيژني 
د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني چي په دي غونډه کي یی دخپل هیواد او ولس نمایندګي کوله په کلکه د ټُرمپ د پریکړی مخالفت وکړ او د  اسلامي اُمت نه یی وغوښتل ترڅو د بیت المقدس په اړه  سره یو لاس  شي .
ولسمشر غني د دې ناستې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل: "مونږ په ځانګړې تاریخي شېبه کې سره راټول شوي یو چې د اسلامي امت او نړۍ ګډ پام پر قدس، حرم شریف او د فلسطین د خلکو پر حقونو متمرکز دی."
ــ هغه زیاته کړه، قدس زموږ لومړنۍ قبله او د حرم شریف او د (مسلمانانو) د درېم سپېڅلي جومات په توګه د مسلمانانو په توګه زموږ د هویت مرکزي هسته تشکیل کړې او زموږ د اسلامي تمدن کلیدي سمبولونه دي.
ــ دولسمشر غني په وينا، له پیوستون څخه په استفادې کولای شو د فلسطین خلکو او حکومت سره د مرستې لپاره جامع پلان ترتیب کړو، ځکه واړه اقدامات او خورې ورې پروژې کافي نه دي.
ــ ولسمشر غني په فلسطین او سیمه کې د عادلانه او پایداره سولې د تامین په خاطر د عرب نوښت جامع طرحې د ترتیب لپاره له بین المللي قوانینو څخه استفاده مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د مسلمانانو او عیسویانو، د خلکو او د امریکا په ګډون د امنیت شورا کلیدي غړو ترمنځ، تلپاتې سولې ته د رسېدو په خاطر سم درک ته اړتیا ده.
ــ هغه په ټینګار سره وویل، د اسلامي نړۍ د هېوادونو تر منځ د شخړو او مناقشو ختمولو ته جدي اړتیا ده چې له دې سره خپله واقعي رهبري ثابتولی او د همدغې پیاوړې اجماع له لارې خپله توانایي نندارې ته وړاندې کولی شو.
 
-- نوموړي د عادلانه او پایداره حل لارې د پیداکولو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونه چې د یو خپلواک دولت لرلو لپاره د فلسطین د خلکو د حقونو د تامین او د القدس او حرم شریف د موقعیت د تثبیت لامل کېږي، مهم وبلل اود هغو هرکلی یې وکړ.
ــ ولسمشر غني څرګنده کړه، زموږ پخوانيو مشرانو چې کوم زغم او درناوی ښودلی، له حضرت عمر فاروق  رضی الله عنه څخه نیولې تر خلیفه عبدالملک چې اقصی جومات یې جوړ کړ، تر صلاح الدین ایوبي پورې د یو تمدن او فرهنګ په توګه د اسلام د عمق او وسعت ښودونکي دي.
ــ ولسمشرغني وويل، د اسلام روښانه ماضي، مونږ ته دا لارښوونه کوي چې خپل راتلونکی د تمدنونو، فرهنګونو، ادیانو او خلکو ترمنځ د رغنده مذاکراتو په پیلولو سره مجسم کړو.
 د فلسطین د چلونکي رژیم مشر محمود عباس  وویل چي القدس  د فلسطین پایتخت و او  وی  به ، هغه د ټرمپ پریکړه په کلکه رد کړه  او ویی ویل چي  د فلسطین او یهودانو ترمنځ د سولی په پروسه کي امریکایانو خپل رول  له لاسه ورکړی او په راتلونکی کی به ورسره په   دي اړه هیڅ  ډول خبری و نه کړل شی .
په اخر کی د اسلامي کنفرانس هیوادو په ګډه  دنړۍ څخه وغوښتل ترڅو   بیت المقدس   د فلسطین د پایتخت په توګه و مني .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th July, 2018