دجدي شپږمه : | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

دجدي شپږمه :

شهادت

2017-12-27

د هیواد په تاریخ کي د جدي شپږمه ورځ د تاریخ د تورو پاڼو یوه ستره برخه ده . دغه ورځ د پخواني شوروي اتحاد (اوسنۍ روسیی) وسلوال ځواکونه د هوا او زمکي له لاري لکه  د مچیو او ماشو په څیر زمونږ په هیواد را شیله شول . ټول هیواد یی د عسکري اشغال لاندي راوست ، فکر یی کاوه چي افغانان به دخپل دغه ستر فوځی یرغل په واسطه کابو کړی ، هیواد به یی تري ولکه او دوی به د غلامۍ په ځنځیرونو کي  را  ښکیل کړي ، او خپلو کمونیستی بړیڅو ته به د واکمنۍ چاری ور وسپاري ، او په دی توګه به شورویان په دی قادر شی  چي خپلي هغی هیلی ته ورسیږي چي پیړۍ پیړۍ یی  هغی ته د  ور رسیدو فکر کاوه .اسلامي هیوادونه  به یو په بل پسی تر ولکی لاندی راوړي او دهند سمندر ته به دخپلو تجارتي او نظامي بیړیو د تګ راتګ  لنډه اواسانه لار پیداکړی .
د شورویانو د عسکري ځواکونو له پاره دلاری دهوارولو په خاطر په هیواد کي د خلق اوپرچم دکمونستو ګوندونو کدرونه لا دمخکي نه تیار دخپلو هیوادوالو په وژلو ،شکنجه کولو او ترټلو کی مصروف وو.  هیواد د جهنم تنور ګرزیدلي و . کمونستو منفور ځوانانو به ویل چي که چیری د افغانستان د نفوس  یو نیم میلیون هم پاته شي خو چي په کمونیست عقیده سبنال وي ، ددوی له پاره بسنه کوی . خو دا یی هم ویل چي که ددي هیواد ټوله زمکه په یوه  لویشت سیکه باندی ډکه شي او  ددوي پرته نور ټول ژوي له منځه ولاړ شی  هم دوی ته  د منلو وړ دي . کمونستو ګوندونو په همدی لاره کي ډیره هڅه  وکړه ،خو موفقیت ور په برخه نه شو . ولس یی په مقابل کی قیام وکړ. ددي کمونست ګوند د وحشت او دهشت له امله په سلګونو زرو ولسي خلکو خپل کور ، کلي ، زمکه او باغونه شاړ پریښوول او د هجرت دیار ته یی پناه یوړه . 
دکمونست ګوند دناکامیو نه وروسته  شورویان نیغ په نیغه رامیدان ته شول ، د زمکي اوهوا  له لاري  یی یو سل اوشل زره عسکر دافغانستان په مختلفو ولایاتو کی د ماډرن وسایلو سره یو ځای ، ځآی په ځای کړل ، او د ټول وحشت  نه یی ،چی په وس کي یی وو ، کار واخیست ، لس کاله  د دي هیواد دتیږو ، غرونو ، ځنګلونو ، سیندونو او انسانانو سره و جنګیدل ، خو پایلي یی د شوروي امپراطو ری د تجزیی ، او دکمونیزم د  اتیا کلن ژوند مړینه وه ، کمونیزم په خاورو کي ننوت ، دلینن  او ستالین مجسمي را وپرزیدی او شوروی په  سپینه روسیه تبدیله شوه .
دافغان ولس سره دشورویانو ټکراخري پړاو داسي مرحلي ته ورسید چي د شوروی د عسکرو داخري جوپی  قومندان د دوستۍ په پُل د تیریدو په وخت کي د شاته کتلو جرئت  هم نه درلود . 
شورویان په روسانو بدل شو ، امپراطوري  دخاورو سره خاوری شوه ، کمونیزم په قبر کی د ډیری ډیری خاورو لاندی ښځ کړل شو ، د جرمنیانو ترمنځ  دیوال مات شو ،دواړه جرمنی (شرقي اوغربي) بیرته یو هیواد وګرزید ، د وارسا پکت مات  له منځه ولاړ او....
افغانانو هم بیدریغه قرباني ورکړه ، دوه میلیونه شهیدان ، اوه میلیونه مهاجر، یو نیم میلیون معیوبین او ... خو بدبختانه روسانو خپله ماته و نه منله ، وروسته پاته شوي  جاسوسي کړی یی دي ته حاضری نه وي چي افغانان په خپله خاوره خپل حاکمیت  حاکم کړي ، کمونستي رژیم یی د خپلو جاسوسي کړیو  او قراردادی قومندانانو سره یو ځآي په ځاي پریښود ، خپل جنګ یی دافغانانو دخپل منځي جنګ په شکل بدل کړ . دخپلو عسکرو په ځآی یی افغاني قراردادیان استخدام کړل او په دی  توګه  رژیم و توانید څو کاله  نور هم دوام وکړي ، 
د مجاهدینو دګوندونو ترمنځ  خپل منځی تربګنۍ هم په هیواد کي یود بل  مخ ته ودریدی او یو دبل په خلاف یی د ملت وسایل د زړه له اخلاصه استعمال کړل . دعقل او تدبر مسله د قدرت او ځواک  د اخستلو په مسئله باندی تبدیله شوی وه . هر چا غوښتل  ټول واک واوسي ، د بل د زغم او تحمل له پاره هیڅ یو هم تیار نه وو. په دي توګه دا غمیزه په  نورو غمیزو بدله شوه چي لا تر اوسه یی سر په اوبو کي دي . معلوم نه ده چي ترکومه به دوام وکوي .
اوس هم وخت دی ، د جنګ لاسونه باید قطع کړل شي ، د قدرت داخستو او ځواک د قایمولو له پاره  د ولس غیږي ته ورشئ ، په خپل ولس مو زړه  وسوځوئ، هره ورځ  دبیګناه  ولسي خلکو د وژلو نه  لاس په سر شئ، تدبر او عقل نه کار واخلئ ، پخواني جاهلیتونه مه تکراروئ ، د پردیو دلاس آلی مه ګرځئ ، په یوه میز ، د یوي اجنډا له پاره سره راټول شئ او هغه داچی څه ډول کولی شئ  ولس مو د نورو ولسونو سره سیا ل کړئ او دجنګ ، وژنی ، ترټني  او .....لاري نوري و تړئ.
دا یو ارمان دی او ددي ارمان د پوره کولو له پاره الله تعالي ته لاس په دعا یو .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018