ایا د جدی شپږمه هم دخاورو لاندی شوه : | شهادت 

25th June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

ایا د جدی شپږمه هم دخاورو لاندی شوه :

شهادت

2017-12-28

ژوندي ولسونه خپل تاریخ  ژوندی ساتي او خپلو نسلونو ته یی په همغه ډول چي پیښ شوی په حقیقي توګه وړاندی کوي .تر څو دهغوی راتلونکي نسلونه  دخپل تاریخ په لوړو ژورو ، دخپلو نیکونو او اجدادوپه ځان ځاریو او دخپلي خاوری په خوندی ساتلو کی دهمغو تجربو نه ګټه پورته کړي او د نوو لارو او طریقو په غوره کولو سره  دخپلو ولسونو د پرمختګ له پاره سهي قدمونه واخیستلی شي.
د جدی شپږمه ، یا د۱۹۷۹کال ددسمبر ۲۷مه هغه ورځ  ده چي دشوروي اتحاد امپراطورۍ په کي دخپل ټول نظامي ، سیاسي او اقتصادي قوت سره زمونږ په هیواد یرغل وکړ . دزمکي اوهوا څخه زمونږ د ولس په لویشت لویشت را ووریدل او ددي سیمو ازاد بچیان یی دخپل دهشت او وحشت په واسطه دخپلو وطنی بړیڅو په مرسته د تیغه تیر کړل ، لس کاله یی ددي ولس په ککریو لوبی وکړی ، تر یو نیم میلیون یی شیهدان کړل ، په همدی اندازه یی معیوب اوزخمیان کړل ، اوه میلیونه کورنۍ یی هجرت  ته مجبوری کړی ، وطن یی وران ویجاړ کړ، عصري ښارونه یی دخاورو سره خاوری کړل ، او... خو دهمدی مجاهد ولس په میړانه او د الله تعالي په مرسته د لسوکالو وحشت اودهشت نه وروسته ناکامه او نامراده په تیښته ووتل . دا ددی ملت او ددي ولس شجاعت او میړانه ده چي تل یی باید ددي ولس نسلونه یو په بل پسی په یاد ولري ، او دا  یاد باید ورته  په پرلپسی توګه د مخکنیو نسلونو په واسطه تازه کړل شوی وی . ددي له پاره باید سیمینارونه نیول شوي وایی ، تحقیقی مقالی لیکل شوی وایی او هر کال پري دنوی تحقیق او څیړنی سره یوځای د نوي نسل د تربیی اوروزني په خاطر نوي کتابونه لیکل کیدای .
د جدی د شپږمي دشوروي عسکري تجاوز  ددغي ورځي په مناسبت  به د هجرت په دیار کی ، ستر ستر کنفرانسونه دائیریدل ، دمهاجرینو په کمپونو کي به پري کنفرانسونه جوړیدل ، مشرانو او کشرانو به ورته ویناوی کولی ، او دنوي نسل ځوانانو به تري درس اخیست .
بدبختانه چي سږکال ما دغه ورځ ډیره خواره و کتله، د ننګرهار د ولایت د حزب اسلامی ددفتر نه پرته په هیڅ  ځآي کي ددي ورځي په مناسبت  غونډه ونه شوه ، نه  کومه مظاهره وشوه اونا چا دخپلو مجاهدینو چي ډیری یی لا ژوندی دي د ویاړونو یادونه وکړه او نه یی دخپلو شهیدانو له پاره دعا.
یواځي څو کسانو په څوکوچنیو کوچنیو اعلامییو یی دا ورځ  یاده کړه . 
ولس ته ، اوپه ځانګړي توګه ځوانانو ته وایو چي مه پریږدۍ ستاسو د نیکونو او پلرونو دغه ویاړونه تر خاورو لاندی کړل شي .دا هغه تاریخ دی چي نړۍ یی بدله کړی ، دا هغه تاریخ دی چي د افغانانو ویاړ یی په نړۍ کي را څرګند کړی ، دا هغه ورځ  ده چي ټولی نړۍ ته یی د افغانانو د ازادۍ د ترلاسه کولو او ځان ځاریو په اړه درس ورکړی ، دا هغه ورځ ده چي  غلام ملتونو ته یی ښوولي چي څه ډول د ازادۍ  له پاره خپل ځان  قرباني او خپل هدف تر لاسه کړي . دا هغه ورځ ده  چي دشوروي امپراطوري  په کی غروب کړی . دا هغه ورځ  ده چي د شوروي تر ولکي لاندی داسلامي هیوادونوپه میلیونو قرباني شوو شهیدانو روح  په کی را تازه شوي او ددي ملتونو ژوندیو ته یی نوی ساه ورکړي . 
په دي خاطر دا ورځ  باید په  قوي توګه یاده کړل شي . په سیمینارونو کي ، په کنفرانسونو کي، په ټولو ټولنیزو شبکو کي او .....دخپلو ویاړونو په خاطر تري یادونه وکړل شي. 
دا زمونږ د تاریخ  یوه توره ورځ  ده ، خو زمونږ د ملت او ولس  دپاڅون یو ویاړلي تاریخ  هم دی .
 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

25th June, 2018