د سولی مذاکرات | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د سولی مذاکرات

شهادت

2018-01-18

حزب اسلامی طالبانو سره د مذاکراتو په هکله په واضحه توګه له خپل لوری اعلامیه ورکړی، نه رد او نه ئی تأئید کړی، په اعلامیه کی ویل شوی چی :
که مذاکرات رښتيا د طالبانو له رښتينو او رسمي استازو سره د مذاکراتو پيل وي؛ موږ ئې نه يوازې حمايت کوو او دوام ئې غواړو، بلکي دواړو لوريو ته سپارښتنه کوو چې له دې فرصت مثبته استفاده وکړي او مذاکراتو ته تر هغه په سړه سينه او تحمل سره دوام ورکړي چې مثبت او رغنده نتائج ترلاسه شي. خو که داسي نه وي، طالبان له دې ناستي او د مذاکراتو له دي بهير سره موافق نه وي، په ترکيب ئي اعتراض لري او وايي چي د دوی رسمي استازو په دي ناستي کي برخه نه درلوده؛ نو غوره ګڼو چي دا ناسته همدلته متوقف شي او د طالبانو په توافق د داسي ناستي او مذاکراتو انتظام وشي چي د دوی اصلي او رسمي استازي پکي برخه ولري.
موږ طالبانو سره د مذاکراتو د پیل ملاتړ کوو، له طالبانو هیله لرو چی بین الافغانی مذاکراتو ته مخه کړی، بالواسطه مذاکرات همیشه ناکام ول ، نباید د سولی په مذاکراتو کی هم بهرنیانو ته د مذاخلی زمینه برابره کړو، افغانان خپله ستونزه باید پخپل منځ کی حل کړی، طالبانو ته اطمینان ورکوو چی د دوی له ټولو برحقه حقوقو به دفاع وکړو، یو ځل دی بین الافغانی مذاکرات و آزمویی، هیله لرو چی خپل اصلی استازی مذاکراتو ته معرفی کړی، دوی ته ډاډ ورکوو چی د دوی شرعی ،معقول او برحقه حقوق به ټول افغانان خبر کړو او مخالف لوری به مجبور کړو چی سولی ته غاړه کیږدی.
دا هم صحیح نه ده چی امریکا نه غواړی دوی سره مذاکرات وکړی او دوی پر همدی اصرار کوی چی باید امریکا سره مذاکرات وکړی، دا له هره پلوه د ضعف نښه ده، ښه داده چی په لوړ همت ووایی چی امریکا ته په مذاکراتو کی د مداخلی اجازه نه ورکوو او په بین الافغانی مذاکراتو باور لرو.
ترکومه چی معلومات لرو په دی مذاکراتو کی مهم استازو برخه اخستی وه او د دوی مشرتابه هم په جریان کی وو. خو بیا هم صریح وایو چی د دوی د خوښی پرته ډرامه نه جوړوو.
په دی مذاکراتو کی طالبانو استازو سره د سولی شوری له لوری د محترم خلیلی نماینده ، همایون جریر د رئیس جمهور مشاور او د حزب اسلامی د اجراییه غړی او حاجی دواجان د حزب اسلامی د کوچیانو آمر برخه اخسته وه . 
په دی هم باور لرو چی مختلف لوری په حکومت کی طالبانو سره د سولی په هکله ستونزی رامنځته کوی، د هغوی حیثیت،عزت او ولسی او نظامی قوت په نظر کی نه نیسی، غواړی چی مقابل لوری ورته تسلیم شی، یوه چپنه ورکړی، یو جلد قرآن کریم او په تلویزیون کی لس،شل،سل یا کم او زیاد تعداد وښیی چی سولی پروسی سره یو ځای شول!!
له هغه وروسته د څو میاشتو لپاره مصارف ورکړی او بیا نه خپل کور او کلی ته تلی شی، یا ډیری په همدی مودی کی د امنیتی ارګانو له لوری سپک شی،ووهل شی،زندانی شی،ووژل شی او... او توبی ته راشی چی تر ټولو لویه غلطی یی همدا وه چی تسلیم شو.
دا د سولی لاره نه ده، باید اجتماعی عدالت تامین شی، ټول احزاب حق لری چی د هیواد په چارو کی په هغه تناسب چی ولس رأی ورکوی او ولس ملاتړ لری په چارو کی صلاحیت او اختیار ورکړل شی، دا ئی حق دی نه دا چی کوم لوری خیرات ورکوی، ترڅو وشی کولی ښه خدمات وړاندی کړی، ترڅو چی ځینی دا ګومان کوی حکومت او اقتدار د دوی د پلار ده هیڅکله جنګ نشی ختمیدی. احزابو پرته ولسواکی ستونزی رامنځته کوی، متاسفانه امریکا او بهرنی لاسوهنی کوشش کوی چی زموږ په هیواد کی احزاب کمزوری کړی او یواځی پر اشخاصو پانګونه وکړی.
همدا وجه ده چی حکومت لوری هیڅ کله هم په مذاکراتو کی کامیاب نه وو، مخالفین ورځ تر بلی زیاتیږی، د شورای امنیت مشر اقرار کوی چی په ۷ کالو کی مخالفین دری چنده ډیر شوی، بمباری ، د سولی غلطه طریقه او واک ځانته انحصار او مخالف لوری ته په سپکه کتل هغه عوامل دی چی وضعیت ورځ تر بلی لا کړکیجن کوی.



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018