امنیتي حالات د بد نه دبدتر په لور : | شهادت 

24th February, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

امنیتي حالات د بد نه دبدتر په لور :

شهادت

2018-01-29

د تیری شنبی په ورځ دکابل په زړه کي ، د یوه ملکي امبولانس په واسطه چي د چاودیدونکو موادو نه ډک وو ، یوه  انتحاري ځان و چاوو، چي په پایلو کي یی ۱۱۰ کسان ووژل شول او ۲۴۰  نور زخمیان ا و معیوب شول چي همدا اوس  په شفاخانو کي دمرګ اوژوند ترمنځ پراته دي ، دهغوی علاج او معالجه هم ډیره ستونزمنه او دردونکي ده ، هغوي ته نه مناسبه ادویه ورکول کیږی او نه یی ددولتي مسؤلین لکه څنګه چي لازم دي  هغسي مرسته کوي ، 
ددي حادثي او ددی نه مخته حادثاتو د څیړني او راتلونکي له پاره ددولت امنیتي ادارو ، د یکشنبي په ورځ  خپلمنځي ناسته وکړه او د راتلونکو تدابیرو په اړه یی کلک تصمامیم و نیول ، خو دهغي تصامیمو پایلي دا شوي چي نن ددوشنبي په ورځ سهار وختي د جنرال فهیم په عسکری پوهنتون باندی یو ځل بیا یرغل شوی چي  تر اوسه پوري  تري د ۱۱ کسانو د وژل کیدو او د نورو ګڼ شمیر کسانو د زخمي کیدو  خبرونه را رسیدلي ، خبري چینلونه لا تر  اوسه اخري  احصاییه له ځانه سره نه لري .
د مخالفو وسلوالو دا حملي چي نژدی ورځ تربلي خطرناکي او په ډیرو مصئونو او عسکري میشتو خوندي ځایو کي صورت  نیسي دا څرګندوي چي زمونږ امنیتي ځواکونه ،‌یا په اصطلاح  استخباراتي کړۍ  دومره کمزوری دي چي د هیواد دمخالفینو په لیکوکي د ځان له پاره هیڅ  ډول استخباراتي راپورچیان  نه شی تر لاسه کولی ، ددي ترڅنګ د هیواد دامنیت شورا  چي ډیره کي یی  دپخوانیو یا اوسنیو جنګسالانو  زامن دي ، ددي وړتیا نه لري چي د هیواد امنیتي حالات لکه څنګه چي مناسب دی هغسي و څیړي او د راتلونکي په اړه مناسب تدابیر و نیسي . 
ننۍ بدمرغه حمله په داسی وخت کي ترسره کیږي چي د اندونیزیا ولسمشر دخپلي ماندیني سره دکابل رسمی میلمه دی ، څرګنده ده چي ددی برید او دکابل دامنیتي وضعی  په اړه به هغه څومره دریدلی وي او د هیواد ولسمشر به یی تر مخه څومره ناخوالي ناست وي. په هرصورت دا د هیواد امنتیي وضعه ده ، چي مسؤلیت یی پخپله دهیواد  لوړپوړي چارواکي به غاړه لری .
ددی ترڅنګ د مزار دلري کړل شوي والي ښاغلي نور ورځني ګواښونه ، دهیواد د  مرکزي دولت واکمني دپخوا به نسبت نوره هم دپوښتني لاندی راوړی . ځکه ددولت د ولسمشر فرمان د سرغړونکي  د تخلف  سره سم باید دامنیتي ځواکونو له خوا بی له ځنډه پلي کړل شي . مونږ په خپل ګاونډ پاکستان کي ګورو چي د هغه هیواد ستري محکمی د هغه هیواد دصدراعظم نوازشریف د نا اهل کیدو او بی کفایتۍ پریکړه  سمدستی پلي کړل شوه،  نا اهله او بی کفایته ، په غلا تور ن نوازشریف ، که څه هم نه  غوښتل دا مقام له لاسه ورکړي خو دهغه هیواد د عسکري قواو له ویري یی سمدلاسه  دا مقام پریښود او اوس په کوڅو او لارو کی چیغي وهي چي زه یی په کومه ګناه لري کړی یم .  ښاغلي عطانور ، دهیواد د اوسنۍ کړکیچني وضعی په نظر  کی نیولو سره باید خبل مقام پریږدي او بیا د ارګ سره د جمعیت اسلامي له پاره  دنور واک  د ترلاسه کولو له پاره چنه ووهي .
معلوم نه ده چي ښاغلي نور  به ددولت نه د جمعیت له پاره نور څومره واک  غواړي ، ځکه  همدا  اوس تر ۸۰ سلمی زیاته واکمنی د جمعیت اسلامي د وګړو په لاسو کي ده ، بیروني سفارتونه او کورني وزارتونو ، امنیتي او عسکري قشلو ، والیانو او رئیسانو پوري هر څه ددوي په لاسو کی دي ، خو دوي نوره هم غواړي او ددي معنا  به داوي چي د ټول هیواد واکمني همدوي ته ور وسپارل شي . 
مونږ ددولت د لوړپوړو چارواکو  نه په کلکه غواړو ترڅو په خپلو امنیتي پالیسیو کي تجدید نظروکړي ، په خپلو امنیتي او عسکري ارګانونو کي په پوره توګه چآن وکړی ، پالیسیو کی بدلون راوړي او که د ټول هیواد  له پاره نه وي نو لږ تر لږه دي د کابل دامنیت له پاره قوي او ځواکمنه پالیسي جوړه کړی . همدا راز دي د ښاغلي عطانور ، چي د جمعیت اسلامي په نامه یی یوشمیر ذهنونه  اغوا کړي ، په اړه کلکه او پریکنده لاره اختیار کړي. چي برعکس، په طبیعي توګه خطرناکی او ګواښمني پایلي له ځانه سره لری .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th February, 2018