حکمتیار- د سیاسي زیرکتیا اوپوهی روڼ منار: | شهادت 

15th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

حکمتیار- د سیاسي زیرکتیا اوپوهی روڼ منار:

شهادت

2018-02-01

هسي خو دحزب اسلامي قائید ، ښاغلي حکمتیار ، په سیاسي پوهه ، او سیاسي زیرکتیاکي یو ډیر اوږود او ځلانده تاریخ لري ، تل دمطبوعاتو او رسنیو سره په ډیره مهربانه توګه په ارتباط کي وي.
دتحریک د تأسیس نه وروسته اوبیا د هجرت په دیار کي ، او بیا د هغي وروسته په ګران هیواد کي دراڅرګندیدو سره سم ، ما، د ښاغلي حکمتیار نژدی هر مطبوعاتي کنفرانس ، هره خبري ناسته ، اود مختلفو جنجالي مخالفو او دښمنو رسنیو سره دهغه منطقي ، مستدللی او د زغم او حوصلي نه ډکی خبري اوریدلي ، ان تر دي چي کله کله به دسوال کونکي په پوښتنه هک حیران شوم اوپه دي فکر کي به وم چي ښاغلي مشر به ورته څه ځواب وایی ، خو کله به یی چي ځواب ووایه نو دومره مطمئن به شوم چي د الله تعالی نه به مي شکر وویست چي ددغسي یوه زیرکه سیاست پوه او د منطقي استدلال خاوند قائید دقیادت لاندی مبارزه کوم .
دکابل یو څو ځانګړی رسنیۍ چي تل دپردیو په خدمت کي دي ، ډیر ځله رانه غوښتل ترڅو د محترم مشر سره ورته د مرکی پروګرام جوړ کړل شي خو شرایط داسی وو چي ، مشر حاضر نه وو ددغسي رسنیو سره چی دخپل هیواد دغم و هم پرته د نورو د اجنډا په مطابق چلیږي، مرکه وکړي ، اما دپرلپسی تماسونو او هیلو او وعدو وعیدونو وروسته شاید هم دحزب قائید حاضر شوي وي ددي ډول مطبوعاتي ډلو سره ناسته وکړي ، چي دا ناسته یی په هر صورت ګټه وره او د ولس د اذهانو د روښانه کیدو ښه ذریعه وه . 
دغه رسنۍ، چي د اختلاف او نقاق تر څنګ د فحش خپرونو ځانګړي نوم لري ، هڅه کوله ترڅو ټیم یی داسي جنجالي پوښتني مطرح کړی ترڅو په یوه ډول نه یوه ډول پری دپروګرام کتونکو ته دحزب قائید اندیښمن څرګند کړي ، خو هغوي ته دا معلومه نه وه او نه دپوښتني کونکي خبرنګار عمر دومره وو چي د جهاد تاریخ ولولي او بیا په کی د حزب د امیر خاص مقام اوپه ټولو سیاسي ، دیني او اجتماعي مسایلو د هغه خاص او ځانګړي استدلال مطالعه کړي .
پوښتني کونکي ډلی حساسو موضوعاتو ته اشاره کوله ، د هغوي د پوښتنو نه هم دتعصب بوی راته ، د فارسي او دري مسئله یی بیا بیا مطرح کړه چي منطقي اومستدلل ځواب یی ترلاسه کاوه . د قائید دا خبره بلکل په ځای ده چی فارسي دفارس ژبه ده اوپه نورو ملیتونو باندی د ایراني اخوندانو او ژبني متعصبینو له اړخه تحمیل شوی ، دا هیڅکله هم زمونږ د هیواد ژبه نه شي کیدی ، بلکه زمونږ د هیواد ژبه دري ده چي په پوره خوږ او اصیل فرهنګ بنا شوی ده . دمشر استدلال دا وو او حقیقت هم همدا دی چی هر هیواد خپل ځانته ژبه لري ، ایران کي فارسي ویل کیږي خو په سعودی کي عربي اوپه امریکا او یو شمیر نورو هیوادو کی انګلیسي ویل کیږي اوپه ګران هیواد کی پښتو اودري ددي هیواد رسمی ژبي دی. ولي به یو انسان دخپل قوم او ولس دژبی پرته دنورو په ژبه خپل قوم اوولس مخاطبوي ، حال داچي قران کریم هم وایی چي : مونږ هر پیغمبر دهغه قوم ته دهغوي په ژبه ورلیږلی ترڅو هغوی وپوهوي) ،
متاسفانه چي یو شمیر ایران پرسته ، پردي پاله د څو ډالرو د ترلاسه کولو په خاطر دخپل قوم ژبه کي د پردیو الفاظ را ننباسي ترڅودولس ترمنځ د پردیو اصطلاحاتو په استعمالولو سره خپل ځانونه مترقي او پرمختللي معرفي کړي .
همدا راز پوښتونی کونکي ډلي هڅه کوله د پښتونستان تر نامه لاندی اویا هم د ډیورنډ دکرښي په اړه او یا هم دپاکستان سره دکنفدراسیون د جوړښت په اړه ښاغلي قائيد د ستونزی سره مخامخ کړي ،خو هغه درائيت چي دروند قائید ته الله تعالي په ټولو مسایلو کی ورکړي ، د همغی له مخی دا پوښتني هم په پوره قاطع او منطقي توګه داسي ځواب کړل شوی چي زمونږ دهیواد د تاریخ یو ځلانده باب تري جوړیږي . بدبختانه یو شمیر بدمسته ، پردیپاله او مغرور عناصر دخپل کچه ذهن نه په دی اړه داسي اوتي بوتي وایی چی د هغوي دعقل ، فکر او صلاحیت نه ډیري پورته دی ، د قائید دا خبره بلکل په ځآی ده چی پریږدئ تر څو په هیواد کي یو قوي ، ځواکمن حکومت او خپلواکي پارلمان جوړ شي اوبیا دا ډول موضوعات دهمغوي له لاري مطرح او دحل لاري یی پیدا کړل شي ، دا موضوع د یوه حزب ، یوه ګروپ او یا دهغه او دغی شخص پوری په هیڅ صورت اړونده نه ده ، دا ملي موضوع ده او هغه وخت پری بحث کیدی شي چی په ریښتونی توګه ملي پارلمان ولرو ، ملي اداری ولرو ، ستر او ځواکمن قوي حکومت ولرو ….
د قائید په دی مرکه اوددی نه زیاتو نورو جنجالي مرکو چي د یو شمیر رالیږل شوو متعصبو او حسودو بهرنیو اوکورنیو خبرنګارانو له اړخه تر سره شوي اوپه هغوي ټولو کی د قائید استدلال په کومه توګه شوي ، دکتاب لیکلو ته اړتیا لري . 
زه په دی کرښو کی دحزب اسلامي قائید ته د الله تعالي نور هم توفیق غواړم ، او هم د هیواد ټولو منورو شخصیتونو او ځوانانو ته ، په ځانګړي توګه دحزب کدرونو ته وړاندیز کوم چي که غواړئ د هیواد په سیاسي رموزو ، او داوسنیو بحرانو څخه دوتلو په لارو چارو باندی وپوهیږئ نو لطفا دی د حزب د قائید مرکی او لیکني په غور سره واورئ/ او و یی لولئ، ځکه نوموړی د سیاست ، سیاسي زیرکتیا او پوهی روڼ منار دی.
د حزب د قائید هره مرکه د تاریخ یو زرین باب جوړوی ، د الله تعالی نه غواړم چي نوموړي په ریښتوني توګه وتوانیږي دخپل ولس د مصیبتونو له پاره علاج وګرځي او دخپل همدغه درائت له مخی ولس داوسنیو کړاونو څخه را بیرون کړي .

 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th July, 2018