د افغانستان اوپاکستان ترمنځ دهیئتونوبدلون : | شهادت 

19th June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د افغانستان اوپاکستان ترمنځ دهیئتونوبدلون :

شهادت

2018-02-03

دکابل په زړه کي د څو ورځو مخته بمی ځانمرګي برید ، چي دیوه امبولانس په واسطه ترسره شو او په کي د ۱۱۰ پوري کسان شهیدان او په سلګونو نور زخمیان او معیوب شول .
ددی غمیزي د څرګندو شواهدو د تحقیق له پاره د هیواد یو لوړپوړي هیئت چي په کی د امنیت رئیس ښاغلي ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر شاغلي برمک شامل وو ، اسلام اباد ته د یو لړ اسنادو سره ولاړل ترڅو د اسلام اباد نه وغواړي د شواهدو له مخی د تروریستانو په مقابل کي جدي قدمونه واخلي او هم پاکستان ته ووایی چي ددا ډول بریدونو په مقابل کی دخپل مسؤلیت احساس هم وکړي .
نن دفبروري په دریمه ، د پاکستان یو هیئت د امنیتي مهمو امورو اویو شمیر نورو موضوعاتو دڅیړلو په خاطر پلازمیني کابل ته را رسیدلي ترڅو د افغانستان د چارواکو سره خپله لیدلوري شریکه کړي .
ددي ترڅنګ د هیواد ولسمشر اشرف غني په خپلو ټولنیزو پاڼو کي ډاګیزه کړی چی د امریکا د ولسمشر معاون ورته ډاډ ورکړي چي په افغانستان کی به د تروریستی ګروپونو د له منځه وړلو له پاره په ګډه کار کوي او امریکا به د هیواد د سیاسي حاکم نظام نه کلکه دفاع کوي .
دا په داسي حال کی چي دامریکایانو په وعدو او عیدونو دومره باور نه کیږی او تر څنګ یی د هیواد ډیری ستونزی هم دهمدي بهرنیو ځواکونو د موجودیت او ترڅنګ یی د افغانستان په کورنیو امورو کی دهغوی د اوږود لاسرسی له مخی راپیدا شوي ، او دغه اوږود لاسرسي زمونږ د هیواد کی د غمیزو دکمیدو په ځای دزیاتیدو سبب ګرځيدلی ، خو هغه څه چي دهیواد د راتلونکی له پاره اوپه هیواد کی دریښتونی سولی دقیام له پاره اړین دي هغه د وسولوالو مخالفو ځواکونو سره دخبرو اترو او ډیالوګ پیلامه ده ، دا خبری او ډیالوګ هغه وخت موقق اوبریالی ثابتیدای شي چي د هیواد چارواکي د پردیو دانحصار نه ځان وکاږی او دیوه خپلواک نظام په حیث دخپلو مخالفینو سره خبرو اترو ته کښیني . 
په هیواد کي د سولی د قیام له پاره ددي نه اخوا بله چاره نه شته ، چي په دی اړه باید د اړوندو مؤسسو نه په جدي توګه کار واخیستل شي ، او د مخالفو وسلوالو سپانسر بهرنیو ځواکونو نه که هغه ګاونډیان دي او که نوری بهرنۍ کړۍ باید په کلکه غوښتنه وکړل شي او ورته ډاګیزه شي چی که په افغانستان کی د اوسنیو عام وژنو دمخنیو له پاره په ګډه کار و نه کړل شي ، نو په دي دی و پوهیږي چي ددي اور بڅرګي به دوی هم په دي لمبو کی له ځانه سره و سوځوي .
مونږ د ولسمشر اشرف غني ددي منطق سره موافق نه یو چي وایی ، ددي تیري عام وژونکي حملی بدله به اخلی ، ځکه بدله په بدلی تمامیږي ، بدله په هیڅ صورت د دحل منطقي لار نه ده او نه یی په دا توګه اعلانول منطقي ښکاري ، ددی ترڅنګ د ښاغلي ولسمشر دا خبره چي وسلوالو مخالفینو د خبرو اترو چانس له لاسه ورکړی، هم منطقي اوپه ځآی خبره نه ښکاري ، هیواد وال او د هیواد سیاسی نظام مجبور او مکلف دي چي د مخالفینو دځآلو دپیدا کیدو او دهغوي د اصلي مسؤلینو سره دخبرو لاري چاری ولټوي . دي ته باید متوجه اوسو چی امریکایان او یا نور بهرنی ملاتړي هیوادونه نه زمونږ دا غمیزه راکمولی شي او نه یی په کمښت کي کوم جدي قدم اخیستلي شي ، او دا حقیقت مونږ ته زمونږ دغه لنډ تیر تاریخ په پوره توګه را څرګند کړی ، مونږ و کتل چي په سلګونه زرو بهرنیو عسکرو ، دخپلو ټولو نوو او تباه کونکو وسایلو سره یو ځآی ، نه یواځي د هیواد دامنیت د جړی مشوړی دحل کومه لاره وموندله بلکه برعکس یی زمونږ د هیوادوالو په مصیبتونو کي نور هم زیادښت راوست اودا زیادښت لا تر اوسه پوري همغسي جریان لری .
ددي ترڅنګ دپاکستان د چارواکو سره خبری اتري باید جدی اوسی ، او هغه کړۍ چي په هیواد کي د ترور او وحشت سبب ګرځی دهغوي سره په یو ځای کار کولو، راپیدا او دهغوي مراکز ، که د پولي اخوا وي او یا هم دپولي په سر له منځه یوړل شي .
اما دا باید څرګنده وي چي په پاکستان کی هم یو ډیر ضعیف او د غڼي دجال په څیر یو سیاسي نظام موجود دی چي واک اواختیار یی ډیر محدود او یواځي دخبرو اترو پوری را نغښتی ، ځکه هلته ټول واک د هغه هیواد دعسکري نظام سره دی ، سیاسیون یی بی واکه اوبی اختیاره دی .
په دی خاطر د خبرو اترو دموفقیت له پاره باید دهغه هیواد د عسکري مسؤلو او اړوند کړیو سره خبری اتری وکړل شي .
همدا راز غربي ګاوندي ، ایران ، څخه هم چي د هیواد په ټولو سیاسي او غیر سیاسي امورو کي یی خپلی ناولي ریښي غځولی او د یو شمیر وسلوالو او نورو مافیایی کړیو دملاتړ له پاره د هر ډول ناولي او نامشروعو پلانونو نه کار اخلي او په دی هڅه کي دي چی په هیواد کي یو ځواکمن سیاسي نظام قیام و نه مومي ، هم د کلکی سیاسي محاسبي لاره خپله کړل شي .
زمونږ له آنده دخبرو اترو وخت ، هر وخت او چانس هره ګړۍ شتون لري او ددي پرته په هیواد کي دامنیت د ټنیګښت بله لاره نه شته ، په دی خاطر د اوسنیو هیئتونو د خپلمنځي خبرو اترو ، او دخپلو جدی غوښتنو نه باید په ښه توګه ګټه واخیستل شي . دا باید په یاد ولرو چي وینه په وینه نه پریمنځل کیږي ، بلکه په حوصلی سره د معاملاتو جریان کولی شي دا غمیزه راکمه کړي ،اوس د بدلي او غچ اخیستلو وخت نه دی ، بلکه د حوصلی او زغم او دخپلو حقوقو نه ددفاع وخت دی .
 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th June, 2018