د شورویانو ماتې او دانقلاب اختطاف : | شهادت 

25th May, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د شورویانو ماتې او دانقلاب اختطاف :

شهادت

2018-02-14

د هیواد په تاریخ کې د ۱۹۹۰کال د فبروري ۱۴ مه د شوروي زبر ځواک دماتې او د میړنو ددغه هیواد نه د هغوې د تیښتې د ورځي په څیر په زرینو پاڼو کې ځاې لري .
شورویان او دهغوې سرې لښکرې د مرکزي اسیا ددغه ستراتیژیک هیواد د اشغال له پاره د خپلو یو میلیون نه زیاتو عسکرو سره ددغه هیواد په نومیالي ولس د ولکې کولو هڅه وکړه ، پوره لس کاله یی ددې هیواد کلی کلی ، ښار ښار او تیږه تیږه بمباري کړه ، کمونستي سره فوځ په دغه هیواد کې دخپل هر ډول وحشت او دهشت نه کار واخیست ، خپل بړیڅی یی دکمونستو ګوندونو تر نومونو لاندې دخپل ولس په خلاف و جنګول. تر یونیم میلیون مظلوم افغانان دخاورو خوراک وګرزیدل ، په همدې تناسب معیوب او زخمیان شول ، د ولس ګڼ شمیر وګړي دخپل کور او کهول پریښودو ته اړ شول ، د ګاونډیو هیوادو دښتې او غرونه د افغانستان د لیږدیدلو ښځو او نرو ، کوچنیانو او مشرانو او زړو او ځواناانو د پنډغالیو څخه ډک شول . 
ولس مود خپل غیرت ، هیواد سره دمیني او محبت او دخپل دین د بیرغ دپورته ساتلو په خاطر خپل همت له لاسه ورنه کړ او عمومي پاڅون ته یی ملا و تړله ، دغه پاڅون د نورو جهادي ګوندونودمصممو قیادتونو او مجاهدینو ترڅنګ دحزب اسلامي د ویاړلو مجاهدینو او ددغه ګوند د هوډمن قیادت تر مشرۍ لاندې په پوره میړانه د اشغالګرو شوروي ځواکونو اودهغوي د ګوډاګیانو په مقابل کې د الهي حکم سره سم د خپل هیواد دازادۍ او استقلال له پاره جهاد ته ملا و تړله ،اشغالګر ځواکونه یی د خپلو ټولو پرمختللو وسلو او روزل شوو عسکرو سره یو ځای دي ته مجبور کړل د اتلو او ویاړلو دغه ځاله بیرته پریږدی ، چي په پایلو کې یی نیواکګر دداسې ماتې سره مخ کړل چې د افغان انګلیس د جنګ او جګړي پخواني تاریخ یی دنړیوالو تاریخپوهانو ترمخ یو ځل بیا را تازه کړ .
د افغان ننګیالي ولس دهمدې میړانې په برکت د شورويانو امپراطوري لکه دانګلیسانو داستعماري امپراطورۍ په څیر له منځه ولاړه ،دمرکزي اسیا ګڼ شمیر محکوم او تر ولکی لاندی هیوادونه ازاد شول ، او شورویان بیرته په روسانو تبدیل شول،خو زمونږ د میړني ولس دغه بریا د ولس ددښمنانو په سترګو کې اغزی وګرزید ،دیوی ستری ناماتیدونکي امپراطورۍ په مقابل کي د افغانانو دغه ستره لاسته راوړنه ، دهیواد دښمنانو ته په هیڅ توګه د زغم وړ نه وه ، په دي خاطر یی هڅه او هاند دا شو چې په افغانستان کېدجهاد او ددې ویاړلي ولس د ځان ځآریو ثمره باید په ترخې ناکامۍ بدله کړي ، یو شمیر مجاهد شکله سنګردارانو دقومي ، ژبني او ګوندي عصبیتونو په بنسټ د بین المللي استخباراتي کړیو په مرسته د کمونست ګوند د پاته شونو سره لاس یو کړ او ددې ستر جهاد او ولسي بریا د اختطاف په لټه کې شول . بلاخره استعمار بریالي او د ولس هیلې د ناکامیو سره مخ شوې . پایلي یی د هیواد په کورنیو جنګونو چې دپردیو او اجنبي هیوادو له خوا دیکته کیدلې ، دهیواد په تباهۍ تمامې شوې .
خو بین المللي استعمار په دې هم بسنه و نه کړه . او د ناټو ځواکونو د شوروي د بړیڅو په څیر دخپلو تسلیم شوو ټوپکیانو په اخستلو او دهغوې څخه د زمکني فوځ په څیر دکار داخیستلو لوبه پیل او هیواد یی یو ځل بیا د خپل ستر نظامي یرغل لاندې راوست . او ډیره کي هغه سوګندخوړلې وسلوال یی دخپلو باد راوړو ډالرو په زور واخیستل چې په هیوادکې یی د عمري خلافت د حاکمیت د اعادی نه کمه خبره په خوله نه راتلله. همدوې دخپلې قلیلي متاع د تر لاسه کولو په خاطر په هیواد باندې دهغوې ولکې ته په وازو لاسونو ښه راغلاست ووایه .
حالاتو اوشرایطو ډاګیزه کړه چې د شورویانو د سرو لښکرو په مقابل کې د جهاد په لیکو کې شتون د داسې خلکو له پاره یو غنیمت و چې د شورویانو او کورني کمونستانو د لاسو څخه یی نجات موند ، خو اوس داسې بریښي چې که همدې ټوپکي سنګرلرونکو ته ، چې وایی د سنګر ګردونه یی اوس هم په کالیو پراته دي ، په هغه وخت کې شورویانو او یا کورني کمونست رژیم همداسې امتیازات منلې واې اودهمدې صلیبي ځواکونو په څیر یی نازولې وایی ، نو دوې به همغه وخت هم د شورویانو بربنډ او وحشیانه اشغال ته د جواز د ورکولو له پاره لاره پرانستې واې . بدبختانه هغوې چې په خپل پرونیو سنګرونو ویاړکوي، نن دغربي امپریالیزم د ځواکونو تر لاسو لاندې د یو څو ډالرو دترلاسه کولو او موقتي واکمنۍ په خاطر دهغوې تر مخې د تسلیم سرونه ایښې او دخپل جهاد ثمره د همدوی لخوا ورکړل شوې قدرت ګڼي . اما فکر نه کوي چې اشغال ته یی تسلیمي د الله تعالي له اړخه داعمالو د ابطال یو مهم اړخ تشکیلوي . او د صلاح الدین ایوبي د ایمان پلورونکو د ریښتونو پیښو دداستان ممثلین ګرزیږی.
دغم نه ډکه خبره ده چې د افغانستان ویاړلي ولس بیدریغه قربانۍ ورکړې ،خو ثمره یی دهغوې د یو شمیر دلالانو له اړخه په ډیر کم قیمت وپلورل شوه .
په هیواد کې ننې حاکم نظام دهمدې دلالانو په لاسوکي محصور دې . د یو څو مافیایی کړیو پرته ټول هیواد دامنیت او سولې د قیام په غم کې ډوب دې 
ولس باید دخپل راتلونکې له پاره د یوه مستحکم قدم داخیستلو په اړه تصمیم و نیسي . سیاسي ستر ګوندونه اوپه تیره بیا د اسلامي تحریک پوری اړوند ټول شخصیتونه ، که په هر اسلامي ګوند کي موجود وي ، او ددې ګوندونو پاک او منور غړي، چې تل په سترو سترو بحرانو کې د خپلو هیوادوالو تر څنګ دریدلي او کړاونه یی ګاللي ، دهیواد دراتلونکې له پاره خپل ځوان نسل ته یوه سوله ایزه لارښوده پالیسي جوړه اودخپل ولس د خلاصون له پاره را ودانګې .
هو ! روسان مات شول ، خو هغوې یوځل بیا دادې په اسلامي هیوادو کې د پخوانۍ شوروي اتحاد پيښې کوي ، هغوې د خپل یوه قاتل دوست بشار الاسد د ژغورنۍ له پاره د رافضیانو سره یو ځای د سوریی د ولس په ستوني پښه ایښي او د خپلو سختو بمباریو لاندې یی نیولې ، سوریه یی د خپل اشغال لاندې راوستې . او دا هغه جنګ دې چې امریکا یی پیلامه وکړه خو کله یی چې وکتل چې پایلي یی د اسلامي ګوندونو په لاسو کې لویږي نو سمدلاسه ترې تر شا شول . او روسي اشغالګرو ته یی ددې زمینه برابره کړه ترڅو سوریه تر خپل اشغال لاندې راوړي . نن سوریه هم د افغانستان په څیر د اوو میلیونو نه زیات مهاجر لري ، چي نژدی په ټوله نړۍ کي خپاره دی ، ټوله سوریه د خاورو سره خاوری شوی ، د زخمیانو شمیره یی هم تر دی اوچته ده . همدا راز دعراق ، یمن ، لیبیا او نورو اسلامي هیوادو روان حالت دی .
افغان ولس باید دخپل راتلونکی له پاره پخپله تصمیم ونیسي ، خپله راتلونکي پخپله جوړه کړي ، د هر ډول استعمار او استثمار نه ځانونه خلاص کړی ، دخپلی رای او دخپلي خوښي دحکومت د جوړولو هڅی وکړی او خپل تقدیر پخپلو لاسو کي واخلی .
الله تعالي دې د افغانستان په مجاهد او میړني ولس دخپلو رحمتونو لورینه وکړي .
امین



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

25th May, 2018