دکابل دښاریانوشجاعت | شهادت 

11th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

دکابل دښاریانوشجاعت

شهادت

2018-02-22

نن د حوت دریمه ورځ ، دهیواد دتاریخ یوه ځلانده او دځوان نسل له پاره عبرت اخیستونکی ورځ ده . په دغه ورځ دکابل ښاریانو ، نرو ښځو ، کوچنیانو او ځوانانو ټولو په یوه اواز د الله اکبر ، دښمن تباه کونکي شعارونه پيل کړل ، او ټولو په یوه خوله دشورویانو عسکري ځواک دخپلو حملو لاندی راوست ، دا حملي د وسلو په واسطه نه وي بلکه دهره کوره په شوروي نیواکګر زبرځواک د تیږو ، لوټو ، کوتکونو او … باران پیل شو. 

شوروي ځواکونو، چي په خپل ټول توان او قوت سره د جدي دمیاشتي په لمړۍ اونۍ کي افغانستان ته راغلل او ددي هیواد په سرو اوسپینو یی ولکه وکړه او کمونست کرغیړن ځواکونه یی د زمکنۍ مزدوري قوی په څیر استعمال کړل ، دا تصور هم نه کاوه چي افغان ننګیالي ولس به یی په دغه ډول مقابلی ته را ودانګي ، هغوی تصور کاوه چي افغان ولس به هم لکه د مرکزي اسیا د نورو ولسونو په څیر دخپلو وسلو په نمایش مغلوب کړی ، ځکه په دی وختو کي شوروی اتحاد د نړۍ داسی یو استعماری ستر زبرځواک وو چی د امریکا امپریالیزم یی ان دهغوي په پولو کی په ګونډو کړی و . شوروی ښکیلاک ان د امریکا تر پولو رسیدلي و. کیوبا یی دخپل اغیز لاندی راوستی وه ، د جنوبی امریکا ګڼ شمیر هیوادونه یی تر اغیز لاندی راغلي ، امریکایانو د شورویانو په مقابل کی شاتګ پیل کړی و ، په افغانستان دشوروی دیرغل په وخت کي دامریکا ولسمشر جیمي کارتر اعلان وکړ چی که چیری شورویان د تورخم پولی څخه تیر شي نو دوي به پری دغلی داني بندیز ولګوي ، یعني هغه وخت د امریکایانو قوي عکس العمل د شوروی د استعمار او اشغال په مقابل کی د غلی دانی د بندیز پوری رامحدود شوی و.
خو د افغان ولس شازلمیو ، او په پیل کي یی دکابل ښاریانو د شوروي ځواکونو غرور او تکبر چلینج کړ، او هغوي ته یی دا ډآګیزه کړه چي ستاسو شتون دلته په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی . دا انقلاب چي په ټولنیزه توګه پیل شو ، پیلامه یی دکابل غیورو ښاریانو د الله اکبر په درنو او دښمن ماتونکو شعارونو وکړه ، او همدا د ټولنیز انقلاب اغاز و. 
دکابل ښاریانو قرباني ورکړه ، دهیواد د ازادۍ او استقلال له پاره دهغوي قرباني ، د دین او وطن له پاره دهغوی ځان ځارنه ، او د شورویانو دمتکبر او مغرور ځواک په مقابل کی یی لمړۍ بی مثاله پاڅون د تاریخ ستر او زرین باب تشکیلوي چي باید هر کال ددولتی اوغیری دولتي مؤسساتو لخوا په کنفرانسونو دایرولو او د تبلیغاتي شبکو له اړخه د خپل ولس دځوان کوول د پوهولو په خاطر تر لاس لاندی وای ، 
اما نه یواځی زمونږ دښاریانو ټولنیزه قرباني ، بلکه د هیواد د ګوډ ګوډ ولسونو قربانۍ او ځان ځارنی ټولی دیوه فعال او واحد قیادت په نه شتون کي ضایع کیدونکي معلومیږي . افغان ولس شوریان د ځپل ټول ځواک سره داسی مات کړل چي اخري قوماندان یی ( جنرال ګروموف ) د دوستۍ په پُل د تیرو په وخت کی ددی جوګه نه و چي مخ بیرته راواړوي اوشاته وګوري، ګروموف په افغانستان د شوروی یرغل یوه ستره تاریخی اشتباه اعلان کړه، 
اما نن افغانستان او افغان ولس دهغي وخت نه د ډیر بدتر حال سره مخ دی چي دشوروي د ځواکونو په وخت کي یی درلود . هری لوری ته جنګ ، د مجاهد په نامه یو شمیر مافیایی کړۍ په دولت اوملت واکمنی ، د غصب او ترور لړۍ په ټول هیواد کی په قوت سره فعاله او د هیواد پانګه او سرمایه د معلوم الحاله غلو او قطاع الطریقو په واسطه بیرون انتقالیږی.
نن او همدا اوس د شفافیت د څار بنسټ وايي، چي افغانستان د نړۍ په څلورو فاسدو دولتونو کي راغلي ،د نړۍ د څلورو فاسدو هېوادونو په ډله کې د افغانستان راتلل د دې ښکارندویي کوي چې حکومت له فساد سره د مبارزې اراده نه‌لري او په دې برخه کې پاتې راغلی دی.
هغه افغانستان چي د دوو میلیونو انسانانو په قربانۍ ازاد کړل شو ، او تر اوسه یی په حاکمیت ټول هغه شریک دی ، بلکه واکمن دی چي خپل ځان ته مجاهد وایی ، خو همدغو په اصطلاح مجاهدینو نن دغه هیواد د نړۍ څلورم فاسد هیواد وګرځاوه .
ددی ترڅنګ ددولت د استقرار او دنظام د حاکمیت مسئله هم تر پوښتني لاندی ده ،که له یوه اړخه دولت او نظام د وسلوالو مخالفینو سره لاس اوګریوان دی او دبین المللي مؤسساتو د راپورونو له مخی نژدی ۷۰ سلمه خاوره د وسلوالو مخالفینو سره ده ، خو دبله اړخه پخپله دنظام حاکمین د خپل ولسمشر نه د بغاوت سره مخ دي ، نه یی والیان خبره مني او نه یی نور قوماندانان ، هیواد د مکملي انارشۍ سره مخ دی ، او ددی یو ستر علت دادی چي د هیواد ولسمشر محمد اشرف غنی دخپل قانوني قوت څخه کار ، یا نه شي اخیستلي اویا یی هم داخیستلو توان نه لري .
مونږ له دی ځایه په ټولو مسؤلینو ، مشرانو او قوماندانانو غږ کوو چي نور دا ولس ددی بدنامیو نه وکاږۍ ، دی ولس ډیره قرباني ورکړی ، ددي ولس هره ولویشت خاوره د قربانیو یو ځلانده تاریخ را تازه کوي . دي ولس په نړۍ کی د قهرمانۍ اواتلوالي نوم پیدا کړی و . خو د نا کاره ، ناوړه او نا اهله مافیای کړیو او بی صلاحیته قیادتونو له اړخه یی نن نوم د فاسدو هیوادو په لمړۍ کرښو کی دی .
مونږ د هیواد دنور ولس په څیر د کابل دښاریانو قربانیو ته د هغوي د اتلوالي په سترګو ګورو ،‌شهیدانوته یی د الله تعالي په دربار کي بهترین درجات غواړو ، او د کابل دښاریانو په ګډون د ټول ولس نه په کلکه غواړو چي خپل هیواد ،‌لکه څنګه یی چي د شوروی د تجاوز نه په خپلو وینو سره رابهر کړ ، په همدی توګه د اوسنیو مافیایی کړیو نه دخلاصون له پاره لاسونه یو کړی ، او د فساد ددی درجی نه یی بیرته د تاریخ د اتلوالی درجي ته ورسوي .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2018