د هیواد لړزانده امنیت اود ټولټاکنو غوښتنه: | شهادت 

20th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د هیواد لړزانده امنیت اود ټولټاکنو غوښتنه:

شهادت

2018-02-27

په ژنیو کي دملګرو ملتونو د بشری حقوقو دشورا په ۳۷مه غونډه کي ، د اجرائیه رئیس عبدالله څرګندونی ، ډیر ناهیلی کونکی او د راتلونکی په اړه د بین المللي ټولني د مرستود لړۍ داغیزمن کولو له پاره ډیر بد ګذار دی . عبدالله په دغه ګنفرانس کي د همغږو مرسته کونکو هیوادونو د نمایندګانو ترمنځ څرګنده کړه چي «د افغانستان هیڅ ځای امن نه دی او …. »، هغه په خپلو دی خبرو کی مخالف وسلوال ځواکونه ملامته کړل او د هیواد دامنیت د اوسنۍ بدی وضعی لامل یی وګڼل . دا سی په داسی حال کی چی طالب وسلوالو ځواکونو تیره ورځ په خپله یوه اعلامیه کی ویلي چی حاضر دی دامریکایانو سره نیغ په نیغه خبری وکړي . ځکه په اوسنی وخت کي امریکا د هیواد د تقدیر پریکړه کونکي هیواد دی ، او همغه څه چي هغوی و غواړي تر سره کیږي . ان تر دی چي دمسؤلینو ټاکل اویا دهغوی ادل بدل هم د هغوی د مشوری پرته شونی نه دي .
دا چي ولی طالب ځواکونه په دی اسرار کوی چی غواړي د افغانستان په اړه خپلي ستونزی د امریکایانو سره نیغ په نیغه حل کړي ، پخپله دلیل لری اوهغه دا چي د افغانستان اوسنی نظام نه ددی وړتیا لري چي د خبرو په پایلو کي راغلي نتایج په خپله ګټه و څرخوي او نه یی د لاسته راغلو پایلو دپیاد ه کولو توان اوتوفیق لري . مونږ یی څرګندی بیلګي د حزب اسلامي افغانستان او داسلامی جمهوري دولت ترمنځ د شوی تړون په اړه په څرګنده توګه ونیو، اودا هم ملاحظه کوو چي دولت تر اوسه پوری نه دی توانیدلی چي نه یواځی د حزب سیاسی بندیان دهمغی توافق له مخی راپریږدی ، بلکه لا تراوسه یی د هیواد مهاجرینو ته د زمکی او کور د جوړولو په ژمنه کي هم کوم منلی او کوټلی قدم نه دی اخیستی ، دا په داسی حال کی چي دحزب او دولت تر منځ د شوی ژمنلیک تائید په بین المللي توګه هم شوی او د اروپا اتحادیی له اړخه یی د پلی کیدو دملاتړ غږ هم شوی .
طالب وسلوال ، چي دحزب اسلامي اودولت ترمنځ د شوي تړون دپلي کیدو حالات ګوري نو په دولتي چارواکو یی ورځ تر بلی باور له منځه ځي  .
ددی ترڅنګ د اجرائیه د رئیس عبدالله څرګندونی اوپه هغوی کي دوسلوالو مخالفینو ملامتول ډیر بی معنا ښکاري ، ځکه پخپله ددولت مسؤلین او چارواکي ددولت له پاره دومره ستونزی را ولاړوي چی وسلوال مخالف ځواکونه یی په خپلو بمی چاودنو نه شي را ولاړولای .
معلومه نه ده چي ددولت او اجرائیه ریاست کوم ځآی دداسی باور وړدی چي ولس پری باور وکړي اودهمغی باور له مخی تري په زغرده ملاتړو کولی شي . د الکترونیکي تذکری مسئله چي یوه ملي ستره مسئله ده ، دهمدی اجرائیه ریاست له اړخه بیا بیا د تعطل سره مخ کیږي، حال داچي تذکره دولس دهر وګړي مسلم حق دی اوباید تر لاسه یی کړي ، چی بدبختانه د اجرائیه ریاست مړژواندی مسؤلین یی د اجراء نه ویره لري .
همدا راز د هیواد په بیروګراسۍ کی ډیری زیاتی نافرمانۍ او بغاوتونه هم دهمدوی له اړخه پخپله راپیدا شوی ، هر څوک چي یو ځل په کوم منصب ( د وړتیا دلیدلو پرته ) ټاکل شوی هغه بیا دهغی منصب څخه د خپل ځآن د لری کیدو فرمان دخپل ځان سپکاوی ګڼی او نافرمانۍ ته ملاتړی ، چی ژوندی مثالونه یی مونږ دبلخ ، سمنګان ، بدخشان او ...سیمو کي په څرګنده توګه وینو. دا اوداسی نور ګڼ شمیر مثالونه شته چي ددی ثبوت ورکوي چي ددولت اوسني چارواکي پخپله خپلي پښي په تبر وهی، دوی ته د وسلوال دښمن اړتیا نه شته ، وسلوال دښمنان کولي شي دغسي کرغیړن چارواکي ، هر ځای چی وغواړی ، دخپل اثرو نفوذ له لاری دخپلی ضربی لاندی راوړي .
دا په داسی حال کی چي همدا اوس اوس ولس د عمومی ټولټاکنو انتظار باسي ، د ولسي جرګي موده چي دوه کاله مخته پوره شوی ، بیا دغځیدو وړ نه ښکاري ، ځکه د ولسي جرګي ډیره کي وکیلان پردیلاسی او د نورو مزدوران ګرزیدلی ، ددی په ځای چي د هیواد او ولس په خیر کوم قانون جوړ کړي ، د هیواد دريښو په پری کولو او دخپلو ځانو په پړسولو لګیا دی. 
اوس چي د هیواد یو شمیرځواکمنو او کوچنیو سیاسي ګوندونود یوی ګډی اعلامیی له لاری په خپل وخت د ټولټاکنو غوښتنه کړی ، او ددلت او د ټاکنو کمیسیون نه یی غوښتي ترڅو ټاکنی په خپل وخت تر سره کړي ، خو د امنیتي حالاتو ، ددولت دمسؤلینو او بیروګراتو ترمنځ خپلمنځی کمشکونه ، د الکترونکی تذکری نه اجراء کول ،‌د اجرائیه ریاست منفي طرزالعمل ، د وسلوالو ځواکونو قوي او پلان شوي نظامي عملیات ، ددولت د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او د ملي اردو د ځواکونو کمزورتیا او…. ددی سبب ګرځي چي دا ټاکنی پخپل وخت تر سره نه شي ، بلکه ددولت چارواکي قصدا غواړی دا ټاکنی د راتلونکو څو کالو له پاره دهمدی پورته لاملونو او د بین المللي مرستندویه هیوادونو د زړه نا زړه کیدو په خاطر و ځنډوي، ددی ترڅنګ دغه نا مطلوبه چارواکي په دی هم پوهیږي او دوی دخپل پخوانی منفي او کرغیړن کړچار له مخی هم دا درک کړی ،چي که چیری په ریښتیا هم ټاکني په منصفانه توګه تر سره شي ، نو دوی به بیا په راتلونکي اقتدار او ځواک دګډون نه لری پاته کیږی .
په دی خاطر د هیواد هغو ټولو سیاسي ګوندونوته ، چي په دی اعلامیه کی یی نومونه یاد کړل شوی او د پخپل وخت د ټاکنو غوښتنه یی کړی ، زمونږ مشوره داده چی دوی دي تر هر څه لمړۍ په دغه اوسني حاکم نظام کي خپل ځانونه ور ننباسي ، د نظام داصلاحاتو هلي ځلی دي وکړی ، د وسلوالو ځواکونو او په ځانګړي توګه د طالبانو د اسلامي غورځنګ سره دي د خبرو اترو دروازی پرانیزي ، ترڅو د ټولټاکنو له پاره لاره همواره شي اوپه ټولو هغه سیمو کي ټاکنی په مصئونه توګه اجراء کړل شی چي د وسلوالو مخالفو ځواکونو تر کنترول اویا اغیز لاندی دي . 
په دی اوسنیو حالاتو کی چي تر ۶۰ سلمی زیاتی سیمي د وسلوالو ځواکونو تر ولکی لاندی دي ، نژدی اوه میلیونه کورني اوبهرنی مهاجرین مو د ووټ د ورکولو دحق نه یا بی برخی وي اویا یی هم د ووټ د ورکړی په لور زړه نه ورځی او دخپلو چارواکو او کاندیدانو په اړه ناهیلي وي ، په اړه جدی فکر وکړل شي او داسي شرایط برابر کړل شي چي هغوي هم په مصئونه توګه او په پوره زړه ورتیا سره دخپل ووټ استعمال وکولی شي، ددی پرته به څنګه شوني وي چي هیواد او هیوادوال مو د منصفانه ټاکنو شاهد و اوسی؟ دا به ډیر بیځآیه باور او اعتماد وي چي د اوبو دکتلو پرته پڼي و کاږل شي او په نالیدلي سیند کي ورګډ شي. دهیواد ټول حالات باید تر شدیدی محاسبي لاندی و نیول شي ، او په ټولو ناامنه سیمو کي د ټاکنو کیدل حتمی کړل شي ، او ټولو بی کوره شوو ولسونو او مها جرینو ته د ووټ د ورکړی حق ور کړل شي اوهم دهغوی ترمنځ اغیزمن مثبت تبلیغات وکړل شي ترڅو هغوی دخپلی رایی او ووټ د استعمال له پاره تیار کړل شي ، نوبیا په دی اړه په هوډمنه توګه په دی اوبو کي ورګډیدل په کار دی .



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th September, 2018