بهرني ځواکونه او دهیواد امنیت ! | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

بهرني ځواکونه او دهیواد امنیت !

شهادت

2018-03-13

د هیواد دمرکز په ګډون ، په مختلفو ولایاتو کي د مظلومو او بی وسه هیوادوالو مرګ ژوبله په پوره قوت سره روانه ده .  نژدی دري ورځي مخته د ننګرهار د ولایت د بټی کوټ په سیمه کي یو موټر چی د لوګر د ولایت اړوندی ،د یوي کورنۍ ټولو غړو په کي یو ځای سفرکاوه د وسلوالو مخالفینو له اړخه په راکټ ویشتل شوي او ددي کورنۍ اوه کسان ، چي په کي ښځي او کوچنیان هم شامل دی ، د اور په لمبو کي سوځیدلی ، یواځی یو کوچنی ددي غمیزی نه ژوندی راوتلي ، تر څنګ یی د فراه ولایت د مختلفو ولسوالیو نه خبر ورکول کیږی چي وسلوالو مخالفینو هلته د  امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر کسان له منځه وړي ، او د فراه د ولایت په ګډون ګڼ شمیر نور ولایتونه هم د وسلوالو د ځواکمن ګواښ سره مخ دي .  همدا راز طالب وسلوالو ځواکونو  نن اعلان وکړ چي په پنځو ولایاتو کي  به د شپي له اړخه تیلفونی او مخابراتی شبکي بندی ساتي .
د وسلوالو ځواکونو وروستي فعالیتونه دهغي ورځی نه نور هم ځواکمن شوي چي د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني ورته د تیري اونۍ د نړیوالی غونډي په جریان کي ډیر په زړه پوری وړاندیزونه وکړل ، هغوي ته یی  په پلازمینه کی ددفتر  د ورکولو ، په نظام کي د شرکت ، دپاسپورتونو د تهیه کولو او د ویزو د اخیستو تر اسانتیاو پوری وړاندیزونه وکړل چي نه یواځي د نړیوالو له اړخه بلکه پخپله د افغان ولس له  خوا هم پوره وستایل شول ، اما طالب وسلوالو ځواکونو دا ټولو وړاندیزونه هسي بابس وګڼل او د امریکا د متبوعه دولت نه یی وغوښتل ترڅو د افغان ولس د مسؤلینو په‌ځای ورسره  دسولي په پروسه خبری وکړي ، چي امریکایانو دغه وړاندیز په کلکه مسترد او طالب ځواکونو ته یی مشوره ورکړه چي د هیواد د مسؤلینو سره دي دسولي دپروسی خبرو ته کښیني .
دا چي دا خبری ، او دسولی پروسی ته به دطالبانو راتګ څومره دحقیقت سره برابر وي ، د وخت خبره ده ، اما د وروستیو اعلامیو څخه او دامریکایانو د هوډ څخه داسی څرګندیږی چی ر اتلونکی پسرلی به یو ځل بیا د خونړیو پيښو شاهد  اوسي او د طالب د ځواکونو تر نامه لاندی به دپښتنو یو شمیر سیمي د اور په لمبو کی راونغاړل شي . 
همدا اوس د امریکا ددفاع د وزیر دکابل په ناڅآپي سفر بوخت دی ، امریکایانو اعلان کړی چی کابل ته نور  اته سوه وسلوال ځواکونه ولیږي . همدا راز  امریکایی ځواکونو  هیواد ته مختلف ډوله  جنګي الوتکي رالیږلي او اعلان  یی کړی چی په راتلونکي پسرلی کی به  په پوره قوت سره  د  وسلوالو ځواکونو په مقابل کی و جنګیږي .
اما د تیرو ۱۶ کالو تجربو ، او په هیواد کي د دري سوه زرو زیاتو ناټو وسلوالو ځواکونو ، پټو امنیتي   کوماندوګانو او د هیواد ملي اردو په دی نه دي   نتوانیدلي  چی  په هیواد کي وسلوال ځواکونه ، که څه هم د شمیر له اړخه ډیر کم دي ، له منځه یوسي او یا هم لږ ترلږه د هغوی وسلوال فعالیتونو را و نغاړي ، بلکه برعکس د وسلوالو ځواکونو فعالیتونو ډیرښت موندلی او د هیواد د نظام اوسني بی کفایتي ، دمخالفو وسلوالو په لاسو د امنیتي ځواکونو بیدریغه وژل ، دملي اردو د ځواکونو سره دوسلو او جنګي ابزارو کمښت او یا هم نشتوالي ، دهغوي مرچلو او سنګرونو سره ددولت د مسؤلینو بد چلند ، … او په هیواد کي د ځوان نسل د بی کارۍ  لوړه کچه ،،،دا ټول ددی سبب ګرځي چي د  وسلوالو ځواکونو خپل نفوذ  په کلیوالو سیمو کی نور هم زیات کړي او په ګڼ شمیر سیمو  خپله  ولکه نوره هم کلکه کړی .
هیواد ته د امریکا د نورو ځواکونو رالیږل ، او د بهرنیو ځواکونو په ډیرښت  ، دهیواد امنیت خوندی کیدي نه شی ، بلکه د بد نه د بدتر په لور مخته ځي ، هره ورځ  د هیواد یو شمیر کورنۍ د غم په ټِغر کښینی او دخپلی کورنۍ خواږه  غړي د ناببره پيښو او انتحاري عملیاتو ، په پایلو کی له لاسه ورکوي.
د هیواد دغمیزي حل، د بهرنیو ځواکونو په زیادښت کی او یا هم د مخلتف النوع بمبار الوتکو په راوستلو او په سیمو د ړوندو بمباریو په واسطه،  شوني نه ښکاری ، بلکه ددي غمیزي د حل له پاره باید ټول هغه سیاسي ځواکونه  چي دطالب او دولت ترمنځ د منځګړيتوب ځواک او قوت لري او دپایلو په اړه طالب وسلوال ځواکونه  قانع کولي شي رامنځته شي .
خو دا هغه وخت شوني ښکاري چي دهیواد سیاسی قیادتونه  او دولت ټول په یوه خوله د یوه پلي کیدونکي فارمول له مخی سره لاس یو کړي او په دی اړه ګړندي ګامونه واخلي .
هیواد ته باید ددي غمیزي نه نجات ورکړل شي . تاریخ به هغوي په خپله لمن کي په زرینو کرښو ولیکي چي د سولي دپلان په پلي کولو او په هیواد کي د سولی او امن دقیام له پاره خپل ټول قوت ، قدرت ، مال او جلال په کار واچوي .  
باید متوجه اوسو چي دښمن ، که هغه هرڅوک دی ، په کمین کي ناست دی ، او دموقع او فرصت نه په ګټي اخستو سره به همغه لوبه لوبوی چي په ۱۹۹۶ کال کی یی ولوبوله . خو دا ځل به بیا هغه وخت اوفرصت میسر نه وي  لکه په هغه وخت کي چي یو شمیر عناصرو ته د هیواد په شمال کی ګاونډیو هیوادونو ته د تیښتی له پاره مساعد وو.
هیله مو داده چي د تاریخ دغه حساس پړاو ته په کلکه متوجه اوسو او فرصتونه له لاسه ورنه کړو ، ځکه دغه ډول فرصتونه هر وخت میسر نه وی .
په هیواد کي دسولی او امن دقیام په هیله 
 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018