سمسور ننګرهار د خپل قائید په درشل کی : | شهادت 

22nd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

سمسور ننګرهار د خپل قائید په درشل کی :

شهادت

2018-03-18

نن دیکشنبی ورځ ، د حزب اسلامي قائید د ښکلي او سمسور ننګرهار  په لور سفر درلود ،‌او دا وخت د ننګرهار د ولایت په میلمستون کی د ددولتي چارواکو ترڅنګ د حزبي کدرونو او یو شمیر ولسي مشرانو سره  په کتلو بوخت دی . 
د اسلامي انقلاب د تأسیس مخکښ ولایت ، د اسلامي نظام دقیام  او دهیواد د ازادۍ له پاره د  شهیدانو ټاټوبي،ننګرهار ته د حزب اسلامی د قائید دا دویم لوی سفر دی، نوموړی د لمړي ځل له پاره د همدی کال د ثور دمیاشتي په نهمه ورځ ، یعني هغه وخت چي د بین المللی ښکیلاک په مقابل کی د ۱۶ کلنی اوږدي مبارزی او دخپلو پټنځایو د راڅرګندیدو او د هیواد د حاکم رژیم سره دسولی د تړون د لاسلیک په پایلو کي   د لغمان دغیور ولس ترمنځ  را څرګند شو، په هماغه ورځ  ننګرهار ته راغی او په ننګرهار کی  پنځه ورځي پرلپسی د ولسي ګڼ شمیر زرګونو وګړو سره د ننګرهار د ولایت  په ماڼۍ کی نه ستومانه کیدونکي غونډی درلودی ، سفردرلود. 
د حزب امیر ددي نه مخته  د هرات د مجاهد او سرښندونکی ولس سره دکتلو له پاره دهغه  ولایت پنځه  ورځنۍ دوره کړی وه او هلته هم د هراتیانو د محبت او جذبو نه ډک دروند استقبال سره مخ شوی و.  بیا د حزب امیر پکتیا اوخوست ولایتونو ته سفر وکړ   اوهلته هم  دري ورځي د ولس ترمنځ پاته شو او ددروند استقبال سره مخ شو. 
دکابل د ولس ددروند استقبال په اړه باید همدومره وویل شي چی د ښاغلي امیر د راتګ په دریمه ورځ د کابل دغازي لوبغالی ددغه ولایت د قهرمانو مجاهدپالونکو ځوانانو ، زړو ، ښځو اونرو له خوا په شنو بیرغونو داسی وپوښل شو چی  لری او نږدی دښمن دواړه یی په لړزه راوستل ، دهغی وروسته  محترم قائید  په خپل هستوګنځي او د استقبال په ستره خیمه کي پرته  له ځنډه د سلګونو اوزرګونو کسانو سره غونډی کړی او دا کار لا تر اوسه پوری همغسي په جوش او ولولی سره دوام لري .
دحزب امیر ، د سولي د تړون  د لاسلیک نه وروسته او د هیواد په پلازمینه کابل کي د میشته کیدو سره سم د سولی د قیام له پاره په پوره قوت سره خپل کار پیل کړی ، په هره غونډه کي ، په هر مجلس کی ،‌په  هره ناسته کي دهغه سره همدا یو پیغام دی چي هیواد سولی او امن ته اړتیا لري، دا باید خپل جهاد اومقدسه فریضه وګڼو او په هیواد کي د هیوادوالو د غوښتنو سره سم د یوه عادلانه نظام د جوړښت په خاطر نه ستړی کیدونکي هلی ځلی وکړو .
ښاغلي مشر د هیوادوالو د غوښتنو سره سم ډیر دروند پروګرام تر مخه ایښودی ، که څه هم ددي پروګرام د ناکامیو له پاره کورنی اوبهرني  ټول هغه دښمنان چي په جنګ کي خپلی ګټي لری ،سخت مخالفت کوي ، خنډونه را پیدا کوي ، دسولي د تړون د لاسلیک نه وروسته د دي تړون دپلی کولو په لاره کی د هر ډول تخریب نه کار اخلي ،خو د حزب قیادت ، ددي ګوند کدرونو او ټولو غړو په کلکه پتیلی ده چی ددي ټولو خنډونو په مقابل کي به په یوه واحد صف کی د یوه قائید تر مشرۍ لاندی پرمخ  ځي او ددښمنانو دغه ډول توتئی به شنډوي . 
حزب اسلامي په پوره ډاډ اواطمینان سره خپلو سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو ته دوام ورکوي . که څه هم د هیواد دحاکم رژیم په کړچار اود سولي د تړون د مفرداتو په نه عملي کولو باندی پوره نیوکه لري خو بیا هم په هیواد کي دخپل اصلي مقصد چی هغه په دغه  جنګ ځپلی هیواد کي د سولي دقیام او د یوه منصفانه اوعادلانه نظام قیام دی ،له پاره خپل جهاد ته دوام ورکوي .
دهمدی اهدافو د تر لاسه کولو له پاره د حزب امیر په پوره هوډ ، عزم او جرئت سره ، د هیواد دامنیتي سختو کرغیړنو حالاتو  سره سره بیا هم ، دخپلو ولسونو سره د لیدو کتو او دخپلو اهدافو په لور دهغوی د متحرک کیدو، په خاطر د مختلفو ولایاتو دوری پیل کړي او الحمدلله  تر اوسه پوری یی په دی لاره کی په پوره موفقیت سره  د ولسونو په را غونډولو او رهبرۍ کي  برلاسي تر لاسه کړي .
د ننګرهار سمسور ولایت نن یو ځل بیا د خپل قائید د استقبال له پاره لاس په نامه ولاړ دی ، نن دهغوی قائید دهغوی ترمنځ دی او  قائید به دهغوی ترمنځ، دهغوی سره دلیدلو کتلو له پاره  څو ورځی هملته پاته کیږي . 
د سولی  قیام د ولسونو د قانع کیدو ، دهغوی د راټولیدو ، ددشمن د چالونو او سازشونو نه دهغوی دخبریدو کار ، دهغوی د نظم او نسق  نه پرته شونی نه دی . دا ولسونه باید د ګوتی په شمیر دښمن  په مقابل کی  د یوه مستحکم صف په څیر سره را ټول او متحد کړل شي ، او داکار دحزب اسلامی قائيد او دحزب اسلامی کدرونه او مجاهدین په ډیره ښه توګه تر سر کولی شي . 
مونږ ښکلي ننګرهار ته دحزب اسلامی دقائید ، مشر او لارښود ، ښاغلي حکمتیار سفر په نیکه ګڼو او د الله تعالي نه ورته د مطمئن ، ډاډمن او دامن نه ډک سفر ارزو لرو ، او دالله تعالی نه غواړو ترڅو په خپلو مقاصدو او هلو ځلو کی بریالي او سوکاله واوسي .

 



'شهادت '   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd September, 2018