سوریه او د اسلامي اُ مت مړمزاج | شهادت 

19th April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

سوریه او د اسلامي اُ مت مړمزاج

شهادت

2018-04-11

د تیرو څو کالو راهیسي  په سوریی حاکم رژیم ، د نورو بهرنیو رژیمونو په مرسته ، دخپل ولس د وژلو ،‌ترټلو ، دکور کلي پریښولو ته په مجبورولو او د شیعه رافیضي لږه کي رژیم د ځواکمن کولو له پاره ، دسوریی نوی جوړښت،‌عصری ابادي او ښاري سیستم  د خاورو سره خاوری کړ، په دغه هیواد اوددی هیواد په ولس یی  د نوو تجهیزاتو او وسایلو نه په کار اخیستو سره ، ددي هیواد په میلیونو وګړي، ښځي ، نر او کوچنیان ، شیهدان او زخمیان کړي ، او تر اوو میلیونو زیات د نړۍ مختلفو هیوادونو ته مهاجر شوي  چي ګڼ شمیر یی  په ترکیه او لبنان کی میشت  شوي او دا لړۍ  لا روانه ده. 

د سوریی قاتل رژیم او ددغه رژیم سردمدار ، وژونکی بشاراسد ، په خپل ټول وحشت سره دخپل ولس پرګنۍ د ایران او روسیی نه په ورکړل شوو  تجرباتي  پرمختللو نظامي وسایلو بمبار وی ، او عسکری اجیر ځواکونه یی د کورونو په ویجاړولو او د هغه ځآی دمیشتو خلکو په وژلو ، بی عزته کولو او …  هیڅ ډول دریغ  نه کوي،

همدا اوس اوس یو ځل بیا د بشار د رژیم له اړخه د شرقي غوطی  سیمه، دوما، د کیمیاوي وسایلو په واسطه بمبار شوی ، چي د بین المللي څیړونکو د څیړونو وروسته ویل شوي چي په دغه سیمه کی نژدی پنځه سوه « ۵۰۰» کسان د کیمیاوي وسلو زخمونه لري ، که څه هم د بشار د قاتل رژیم له اړخه د  کیمیاوي وسلو استعمال نوی نه دی او ددي نه مخته یی هم څو څو ځلی دا وحشیانه عمل ترسره کړی چي د بین المللي ادارو له اړخه یی هم تائید کړل شوی  خو دا ځل یی دا زشت او دردناکه عمل  په داسی وخت کي تر سره کړی  چی هلته یی ترڅنګ اوملاتړ له پاره  روسان او ایرانیان په پوره قوت سره موجود دي ، دا هغه رژیمونه دي  چي د بشار کلک ملاتړي او دهغه سره  د سوریی د ولس په وژلو کي پوره لاس لري  او دبشار اسد  د ټولو نظامي اومالي امورو مسؤلیت  هم د همدی وژونکو رژیمونوپه غاړه دی.

 د اسد درژیم له اړخه ، په دوما کي د کیمیاوي وسلي د استعمال وروسته، او دبین المللي ادارو د تصدیق سره سم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ  نن (د اپریل په یولسمه ) روسانو ته ډاګیزه کړه چي په ډیر لنډ وخت کي دی د بشار په نظامي تمځایو ،د « پرمختللو نوو میزایلو د توغولو » انتظار وکاږي . امریکایان  غواړی چي په( دوما) کي دکیمیاوي وسلو د استمال په خلاف د اسد د رژیم مهم نظامي تمځآیونه په نښه کړی ، په داسي حال کي چي په  دغو مهمو ځآیو کي د د روسانو او ایرانیانو عسکری تمځایونه  هم شته  چي د بشار د رژیم له پاره جنګیږی . په دی ځایو کي د ایرانیانو له اړخه دهغوی د پاسدارانو تر څنګ د افغان هزارګانو ، د فاطمیون او زینبیون ، لښکری چي دبشار د رژیم له پاره د سُني مسلمانانو په خلاف په جګړو لګیا دی هم  ځای په ځای شوي دی .  په دی لښکرو کی د ایراني پاسدارانو د شمیرو په مطابق  تر شلو زرو زیات افغان هزارګان  د ایران په واسطه  استخدام شوي ، ددی وګړو په استخدامولو کي   په کابل کی د ایران سفارت ځانګړی رول لري ، چي پرته له ځڼده  هره ورځ ډلی ډلی هزاره ځوانان هغه  لوری ته ور لیږي ، ویل کیږي چي ایرانیان دغه هزاره ځوانان هلته په سوریه کي روځی اوبیا یی افغانستان ته دخپلو راتلونکو ناولو پروګرامود پلي کولو له پاره را استوي، د افغانستان اوسني امنیتي حالات او هلته د ایرانیانو پراخه لاسوهنه هم  بلمنګه شاهدی ورکوي. 

د امریکا دا وروستی  ګواښ کیدای شي چي هم د روسانو  او هم د ایرانیانو له پاره پارونکی وي ، ځکه چي له یوه اړخه د  روسانو اوامریکایانو ترمنځ اړیکي  خړ پړ دي ، ان تر دي چي څه موده مخته  روسانو امریکا تهدید  کړه چي ددوي لری ویشتونکي میزایل هره  لحظه کولی شي د امریکا یو شمیر ښارونه تر تهدید لاندی و نیسي ،او له بله اړخه  ایران هم چي دمیزایلو په تکنالوژۍ  ملبس دی ، څو څو ځله امریکا ګواښلی او په سیمه کي یی ورسره دتقابل له پاره سترګی برګي کړي ، خو امریکایانو ددي تقابل نه ځان ساتلی ، ددی مثلث بل غړی د ترکیی هیواد دی.

 په ترکیه کي حاکم اردګان د اسلامي امت سره دخواخوږۍ سمبول ګڼل کیږی ،  خو  د سوریی په معامله کي  اردګان د روسانو او ایراني  قاتلانو  کلک ملګری دی . کیدای شي اردګان په دی اړه بل کوم بدیل  هم و نه لري ، ځکه چی هغه د امریکا او اسراییلو سره هم په ټکر کی دی  ترڅنګ  یی ښاغلی اردګان د اروپایانو سره هم په  ډغرو دی ، په دی خاطر دا به  دهغه مجبوریت وي چی د سوریی په معامله کي هغه د روسانو اوایرانیانو  ترڅنګ دریدلی دی، په داسی حال کی چی اهداف یی د روسانو او ایرانیانو سره ډیر مختلف دی . اردوګان د بشار د نظام مکمل انهدام غواړي،‌خو روسان او ایرانیان د اسد د رژیم خوندي ساتلو غواړي، که اردګان  له یوه اړخه د بیلتون پاله کُردانو په خلاف  نظامي عمل کوي خو دبله اړخه دداعش د پروژی هم مخالف دی ، په داسی حال کی چي دداعش پروژه د بشار اسد د ملاتړ په خاطر  د ایرانیانو په مرسته  هلته د اسلامي وسلوالو ګوندوپه خلاف په جنګ کي دی . 

امریکایان چي د سوریی د پاڅون  لمړني هڅونکی وو ، او په لمړیو کي یی هڅه دا وه چی د بشار رژیم له منځه ولاړ شي او په ځآی یی د دوي په ملاتړ په اصطلاح دیموکراتیک رژیم را منځته شی ، خو کله یی چي په سوریه کی د اسلامی ګوندونو فعالیت او هلته  دولس ترمنځ د هغوي محبوبیت وکوت نو دخپلی  دغی داعیی  څخه په شا شول.

اوس او په دی ورځو کي سیمه د باروتو په ډیپو بدله شوی . سوریه کي د ټولو ګټی دی ، روسان،‌ایرانیان او ترکان یوه اړخ ته ، د امریکایانو دمداخلي مخالفت کوی ، هلته خپلی فوځی قواوي او مراکز لري ، اما امریکایان د فرانسویانو ، جرمنیانو او انګریزانو په ملتیا هلته خپلي  ګټی لری اویو دبل د ګټو د له منځه وړلو له پاره د سوریی مظلوم ملت تر فشار لاندی راوړی ، نو که چیری په راتلونکو ۷۲ ساعتو کي امریکایان  خپل دغه ګواښ عملی کړی ، او روسان یی د ایرانیانو په ملاتړ ځواب ورکړی نو معلوم نه ده چي سیمه به په کومی لوری او دکوم  ستر بحران سره  مخ شي ، او دا هغه څه دي  چي امریکایان ، اروپایان یی د روسانو اوایرانیانو سره یو ځای د اسراییلو دستر حاکمیت له پاره په لټه کی دي . ځکه دامریکا ولسمشر دخپلی واکمنۍ په همغه لمړیو ورځو کي اعلان وکړ چي بیت المقدس به د اسرائیلو د رسمی  پلازمیني په څیر منی او هلته به خپل دیپلوماتان استوګن کوی . 

په دی اړه د سیمي هیوادونه لا د پخوا څخه یو دبل سره  ښکر په ښکر دي . سعودیان  اوپه ځآنګړی توګه ددغه هیواد ځوان ولیعهد د امریکایانو او غربیان د ملاتړ او دخپل اقتدار د خوندي ساتلو په خاطر  د اسلامي شعایرو د له منځه وړلو په لور په کلکه قدمونه اخلي ، ان تر دی چي د جوارۍ او قمار ستر مرکز یی هم د خپل سلفي ستر عالم ، شیخ الکلباني په واسطه د قطو په لاس په لاس کولو  افتتاح کړ ، او د غربی  فاحشو فیلمونو، موسیقی او نورو امورو په اړه یی  هم دهمدی ډول شیخانوڅخه، چي ډیره کي یی د بیت الله  خطیبان او امامان  دي او د اسلامي امت د باور خلک ګڼل کیدل  ،  فتوا واخیسته او دا هر څه یی  په همغوي  جایز اعلان کړل . ترڅنګ یی د سلفیت پروژه  یوه امریکایی پروژه وګڼله او دا پروژه یی د وخت د شورویانو دکمونیزم او سوشل امپریالیزم  دپراختیایی سیاست د مخنیوي په خاطر د امریکایانو دحکم سره سم منځته راغلی پروژه وښووله او ددي پروژی اختتام یی اعلان کړ. ترڅنګ یی سعودی شهزاده دخپل ځان د تقویت په خاطر او دامریکایانو د لا زیات ملاتړ له پاره دهغه هیواد دپخوانی ولسمشرانو (د کوچني او ستر بُش ) چي د اسلامي اُمت د تباه کولو اصلي عاملین ګڼل کیږي ، دلیدلو له پاره دهغوي استوګنځی ته ورغی …

 د سعودی د شهزاده په دی عمل سره په اسلامي اُمت کي ددي هیواد او کورنۍ  له پاره د عزت هغه مقام  له لاسه ورکړ  چي اُ مت پری د پخوا نه درلود ، په دی خاطر به په راتلونکو کړکیچونو کي ،‌که هغه د ایران او سعودیانو ترمنځ  کشمکش وي او یا هم د نورو هیوادو سره، سعودیان به د اُمت دملاتړ نه لکه څنګه چي پخوا تصور کیده هغسی  برخمن نه اوسي .

په هر صورت ، حالات ډیر کړکیچن دي ، امریکایی ولسمشر ، هم د روسانو او هم د ایرانیانو سره د خپل سیاسي مخالفت لوری نظامي کشمکش ته را اړولی ده . اسرائیل هم په دی کشمکش کی د امریکااو انګلیس ترڅنګ ولاړدي . سوریه او ترڅنګ یی ټول اسلامي اُمت  نن د سُور اور په غاړه  ولاړ دی .  قیادتونه یی هم خپلواک نه دی او نه دخپلواکه  تصمیم نیولو جوګه دی . نو که چیري لانجه  عملي بڼه  خپله کړي او په اسلامي اُمت کي دپوهی او عقل خاوندان په  عاجله توګه سهي او قوی تصامیم ونه نیسي او د سهي لوری انتخاب و نه کړی  ، او اُمت په همدي توګه ویشل شوي پریږدي نو په طبیعي توګه به اسلامي امت  په مکمله توګه د غلامۍ ځنځیرونه په غاړه  اچوي او یو ځل بیا به د پنځلسمی پیړۍ دغلامۍ په لور ورڅرخیږی. په دی اساس دي  اسلامي اُمت باید ددي مړ مزاج نه رابیرون او د سهي لاري په لور د تللو جوګه کړل شي. 

 

فاعتبروا یا اولی الابصار!



'شهادت '   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th April, 2018