د ټاکنو شفافيت تر هر څه اړين دى | شهادت 

19th April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د ټاکنو شفافيت تر هر څه اړين دى

شهادت

2018-04-15

له درې کلونو را په دې خوا په افغانستان کې بحثونه روان دي چې د ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو ټاکنې وشي، خو دغه ټاکنې څوڅو ځلي وځنډول شوې او کره نيټه نه اعلانېده، خو له ډيرو شخړو او ناندريو وروسته د ټاکنو خپلواک کميسيون وتوانيد چې د ١٣٩٧ د تلې ٢٨ مه  نېټه د ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړي،  له نيکه مرغه چې د وري مياشتې په ٢٥ مه نيټه د ټاکنو لپاره عملاً نوم ليکنه هم پيل شوه او دا پيل ولسمشر او د هيواد اجرائيه رئيس وکړ، چې موږ د ولسمشر دغه کړنه ستايو، خو د دې ترڅنگ ځينې سپارښتنې او وړانديزو نه هم لرو.

لکه څرنګه چې جمهور رئيس وويلې چې هيچا ته به په ټاکنو کې د مداخلې اجازه ور نه کړو، ښه خبره ده موږ هم غواړو چې په ټاکنو کې څوک لاسوهنه و نه کړي او په راڼه ډول ټاکنې وشي خو دا خبره هم بايد يقيني شي چې د ټاکنو په پايلو کې هم څوک مداخله و نه کړي او داسې شفافې ټاکنې وشي چې هيچاته د اعتراض ځاى پاتې نه شي.

ددې شفافيت لپاره خو زموږ کلکه غوښتنه دا وه چې بايد بريښنائي پيژند پاڼې ويشل شوې واى خو ځينو مغرضو کړيو او وګړو قصداً وغوښتل چې دغه پروسه سبوتاژ کړي او په خپلو مغرضانه مداخلو ئې د برېښنائي پيژند پاڼو  د ويش مخه ډب کړه، خو اوس ولسمشر او ټول ولس ته په کار ده چې د ټاکنو د شفافيت لپاره مټې راونغاړي، ولسمشر بايد ټاکنې په هغه سيستم برابرې کړي کومې چې تيره اونۍ د حزب اسلامي له امير او نورو سياسي ګوندونو له مشرانو سره پرې مشوره وشوه.

که حکومتي مشران او د ټاکنو خپلواک کميسيون په رښتيا غواړي چې ټاکنې شفافې وي نو بايد د حزب اسلامي جامع طرحه چې د ټاکنو په اړه ئې وړاندې کړې عملي شي نو حتماً ټاکنې په شفاف ډول تر سره کيږي.

د حزب اسلامي په طرحه کې ويل شوي چې ټول افغانستان دې په (٢٥٠) ټاکنيزو حوزو وويشل شي او هره حوزه دې په پارلمان کې يو استازى ولري چې دا کار ډيرې ګټې لري چې يوه ئې دا ده چې د هرې حوزې وګړي مالوم دي او هر وکيل خپل موکلين ښه پيژندلى شي چې هغوئ لپاره به کار کوي او په دې ډول به ټولې(٢٥٠) حوزې ودانيږي او خلک به سوکاله شي.

بله خبره دا چې بايد په ټاکنو کې د احزابو رائې انتقالي شي او د احزابو د کانديدانو رائې له يو کانديد نه بل کانديد ته  د انتقال وړ شي، همدا رنګه بايد ټاکنې سرتاسري وي او ټول په شرايطو افغانان په ټاکنو کې ګډون ولري که هغه په بهر کې مهاجر دي او يا هم په کور دننه بې ځايه شوي وګړي دي.

اوس چې د نوم ليکنې بهير عملاً پيل شوي، بايد دغه د نوم ليکنې مرکزونه ډير شي او ټول په شرايطو برابر افغانان که نران وي او که ښځې بايد نوم ليکنه وکړي او د رايه ورکولو کارتونه واخلي او په ټاکنو کې پر خپل پراخ ګډون خپل سرنوشت خپله وټاکي.

او په پای کې دا وايو چې د ټاکنو د لا شفافيت لپاره د نوماندانو د ناظرانو او بهرنيو ناظرانو، فیفا او ټیفا ترڅنګ سياسي احزابو ته د نظارت پوره حق ورکړل شي، څو اتمام حجت وشي او د ټاکنو پايلې تر پوښتنې لاندې را نه شي او هم چا ته د اعتراض پلمه نه وي؛ ځکه کله چې په غيږ نيونه کې کوم پالوان را چپه شي نو بيا بهانه کوي او وائي چې جامې مې تنګې وې پښه مې بنده شوه نو زه دا غيږ نيونه، نه منم او بيا له نوي سره غواړم غيږه ونيسم چې دا ناشونې ده، بايد هيچا ته د بهانې ځاى پاتې نه شي او ټول د ټاکنو پايلې په ورين تندي ومنې.

 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th April, 2018